د چين پوځ د پاکستان پوځ ته د کورونا واکسين ورکړي

د عکس سرچینه، Getty Images
د چين پوځ له خوا د پاکستان پوځ ته د کورونا ضد واکسين ورکړل شوي. دغه واکسين چې د چين د پوځ په همکارۍ جوړ شوي لومړۍ جوپه يې د روان کال د فبرورۍ پر اتمه نېټه پاکستاني پوځ ترلاسه کړې ده.
چين وايي، دغه واکسين يې د پاکستان پوځ په غوښتنه ورکړي دي. دا لومړی ځل دی چې د چين پوځ د يوه هېواد پوځ ته واکسين ورکوي.
تر دې وړاندې د ساينو په نامه چينايي واکسين پاکستان ترلاسه کړي وو. دا واکسين چې د پاکستان له خوا پېرل شوي په مارچ مياشت کې هلته رسېدلي وو.
کورونا؛ هند کې په یوه ورځ ۴ لکه ۱۴ زره کسان پرې اخته او نوی ریکارډ جوړ شو

د عکس سرچینه، Reuters
د هند روغتیايي چارواکي وايي، تېرو څلرویشتو ګړیو کې په کورونا وېروس له څلور لکه ۱۴ زرو ډېر کسانو اخته شوي دي.
دې سره هند کې په کورونا د اخته کسانو نوی ریکارډ جوړ شو.
وړمه ورځ هند کې څلور لکه ۱۲ زره کسان په کورونا اخته وو.
هند کې تېرو څلرویشتو ساعتونو کې له کووېډ-۱۹ ناروغۍ درې زره ۹۲۰ کسان مړه شوي هم دي.
د هندوستان د روغتیا وزیر وايي، په دغه هېواد کې پر کوېډ نولس ناروغۍ د اخته کسانو شمېر له یوویشت میلیونو واوښت چې له ډلې یې دوه لکه دېرش زره کسان مړه شوي دي.
له تېر اپریل راهیسې هند کې د ټولو ثبت پېښو نیمايي په اوتر پردېش ایالت کې راجستر شوې دي.
خو کارپوهان وايي، ښايي هند کې په کورونا د اخته کېدو او له دې وبا د مړو شمېر تر هغه ډېر وي چې حکومت یې وړاندې کوي.
هند دا مهال د کورونا وېروس له دویمې څپې د ډېر اغېزمنېدو له امله د دې وبا کور بلل کېږي.
پرون دغه هېواد کې له دوه میلیونو او دوو لکو ډېرو کسانو د کورونا معاینه وکړه چې پکې تر ۱۸ سلنې ډېر په دې وېروس اخته وو.
پرون په دغه هېواد کې ۲۳ میلیونه کسانو ته کورونا واکسین هم وشو.
پاکستان کې کورونا

د عکس سرچینه، Getty Images
پاکستان کې روغتیايي چارواکي وايي، تېرو ۲۴ ګړیو کې په دغه هېواد کې څلور زره ۲۹۸ کسان په کورونا اخته شوي او په ورته مهال ۱۴۰ ترې مړه شوي دي.
پرون پاکستان کې د کورونا ۴۴ زره معاینې شوې چې تر تېرو اونیو کموالی ښيي.
اوسنیو ټېسټونو کې نهه اعشاریه پنځه کسان کووېډ-۱۹ ناروغۍ نیولي دي.
د جان هاپکنز پوهنتون شمېرې وايي، نړۍ کې تر ۱۵۰ میلیونو ډېر کسان په کورونا اخته شوي او تر درې میلیونو او دوو لکو ډېر کسان ترې مړه شوي دي.
امریکا کې له بل هر هېواد ډېر کسان په کورونا اخته شوي چې شمېر یې تر ۳۲ میلیونو او څلور لکو ډېر دی او له دې وبا تر ټولو ډېر کسان هم امریکا کې مړه شوي چې شمېر یې پنځه لکه ۷۷ زرو هم پورته دی.










