کورونا: د پاکستان په خیبر پښتونخوا او پنجاب کې د مې پر اتمه قرنطین لګول کېږي

د عکس سرچینه، EPA
پاکستاني چارواکو له پنجاب او د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمېر وروسته په خیبر پښتونخوا ایالت کې هم د روانې مې میاشتې له اتمې نېټې د کورونا وېروس مخنیوي لپاره د بشپړ قرنطین پلي کولو اعلان کړی دی.
دا په دې معنا ده چې د کوچني اختر په درې واړو ورځو کې به هم دې سیمو کې قرنېین یا ټولبندیز وي.
د خیبر پښتونخوا روغتیا ادارې مسوولین وايي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کوویډ نولس ۶۲۹ نویو ناروغانو نومونه ثبت شوي دي او ۳۱ کسان د دې ناروغۍ له کبله مړه شوي دي.
د روغتیا ایالتي وزیر تېمور جګړا وايي، د مې له اتمې تر ۱۶ نېټې پورې به صوبه کې قرنطین لګېدلی وي.
چارواکي وايي، د قرنطین پر مهال به د اړتیا وړ توکو له دکانونو پرته ټول بازارونه تړلي وي او هزاره سیمې هغو ځایونو ته به له بهره د تګ اجازه نه ورکول کېږي چې خلک د سیل لپاره ورځي.

د هزاره ضلع یا ولسوالۍ پولیسو مشر میر اویس نیاز بي بي سي ته وویل، که کوم هوټل یا مېلمستون سیلانیانو ته د اوسېدو لپاره ځای ورکړي، له قانون سره سم به چلن ورسره وشي.
له دې مخکې د پاکستان پنجاب ایالت د روغتیا وزیرې یاسیمن راشد اعلان وکړ، چې د مې له اتمې تر ۱۶ نېټې پورې د خلکو ګڼې ګوڼې محدودولو لپاره په صوبه کې بشپړ قرنطین عملي کېږي.
د چارواکو په وینا د سېل ځایونه به وتړل شي او ښارونو ته د ننوتو او ترې وتلو ځایونو کې به د پولیسو، ملېشه ځواک او پوځیانو پوستې جوړې شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
بل لور ته د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې هم په ورته توګه ویل شوي چې د مې له اتمې تر ۱۶ پورې به قرنطین عملي کېږي.
ځايي چارواکو په یوه اعلامیه کې ویلي، د خوراکي توکو، غوښې او سابو پلور له دکانونو پرته چې تر ماښام شپږ بجو پورې به پرانیستي وي، نور ټول بازارونه تړل کېږي.
په خیبر پښتونخوا او د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې د بارچالانۍ له موټرو رکشو، ټیکسیانو پرته چې تر ۵۰ سلنې پورې د ګرځېدو راګرځېدو اجازه ورکړل شوې، د ښارونو او بین الایالتي ګاډو پر تګ راتګ هم بندیز لګول کېږي.









