پاکستان کې د کورونا واکسين لړۍ پيل شوه

د عکس سرچینه، Imran Khan FB
- Author, خدای نور ناصر
- دنده, بي بي سي، اسلام اباد
په پاکستان کې د کوويډ۱۹ ناروغۍ ضد واکسین لګولو لومړی پړاو پېل شوی او د پلازمېنې اسلام اباد په ګډون د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو کې صحي کارکوونکو ته دغه واکسین لګول کېږي.
د ساینو فام په نامه دغه واکسین چې چین پاکستان ته ډالۍ کړي و، وړمه ورځ دغه هېواد ته رسېدلي او په سختو امنیتي تدابیرو کې له يوې سيمې بلې ته لېږدول کېږي.
په پنجاب کې ځايي چارواکو د دغو سختو امنیتي تدابیرو درې لاملونه یاد کړي دي، چې د دوی په خبره لومړی هم د ترهګرۍ پېښه دویم د واکسینو د غلا او درېیم هغه یې د واکسینو له جعلي واکسین سره بدلېدل یاد کړي دي.
که څه هم پاکستان ته دغه واکسین رسېدلي او د لګولو لړۍ يې هم پېل شوې، خو دلته ډېری ان دې واکسین ته هم د شک په سترګه ګوري.

د عکس سرچینه، Getty Images
په اسلام اباد کې د رضوانې په نامه هغې صحي کارکوونکې چې دغه واکسین ورلګول شوی، له بي بي سي سره خبرو کې وویل، "لومړی خو زه د دې واکسین لګولو ته لږ وارخطا وم، چې که څه راوشول، نو څه به کوم. بیا تر هغه وروسته لږ ښه شوم، ما ویل واکسین خو تر جوړېدو مخکې تر داسې هر عمل تېرېږي، چې تاوان يې نه وي. بیا راغلم او دلته مې واکسین ولګاوو".
نوموړې زياتوي "تر کومه ځایه چې زما د همکارانو خبره ده، نو باید ووایم چې پنځوس سلنه به يې لګولو ته تیارې وي او پنځوس سلنه نه، ځکه چې د دغو واکسینو پر ضد ځينې افواوې دي، نو ځکه دوی نه غواړي، چې دغه واکسین ولګوي".
په پاکستان کې د کورونا وبا لومړۍ پېښې تېر کال د فبرورۍ په وروستیو کې ثبت شوې، چې په دوبي کې يې لومړۍ څپه تېره شوه، خو اوس په ژمي کې یې دویمه څپه لاهم روانه ده.
د نړۍ د ګڼو نورو هېوادونو په څېر په پاکستان کې دغې وبا په میاشتو میاشتو ژوند په ټپه درولی وو.










