دوحه کې د افغان دولت او طالبانو له مذاکراتي پلاویو سره د امریکا، روسیې، چین او پاکستان استازو غونډې کړې

په قطر کې د امریکا، روسیې، چین او پاکستان استازو د افغان دولت او طالبانو له استازو سره جلا - جلا غونډې کړې. د سولې چارو لپاره د افغانستان دولت وزارت په یوه اعلامیه کې ویل شوي، ''په دې ناسته کې د افغانستان د سولې پروسې او په دې پروسې کې د سیمې د هیوادونو د رول په هکله خبرې وشوې. ''

اعلامیه زیاتوي: ''د ترویکا پلس غړو هیوادونو استازو د افغانستان د سولې له پر بهیر څخه خپل ملاتړ یو ځل بیا اعلان کړ او د افغانانو ترمنځ د سولې پروسې د ګړندي کولو غوښتنه یې وکړه. ''

له دې مخکې په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وویل، د امریکا، روسیې، چین او پاکستان استازو د دوی له مذاکراتي ټیم سره پنځه اړخیزه ناسته درلوده.

ښاغلی نعیم پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، په دې غونډه کې له تورو لیستونو د طالب مشرانو د نومونو پر ایستلو، پاتې طالب بندیانو د خوشي کېدو، د افغانستان پر اوسني وضعیت او د سولې اړوند بحثونه وشول.

د نوموړي په وینا په دوحه کې د طالبانو له مذاکراتي ټیم سره د افغان سولې خبرو لپاره د امریکا استازي زلمي خلیلزاد، د افغانستان لپاره د روسیې ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف، په کابل او دوحه کې د چین سفیرانو او د افغانستان لپاره د پاکستان سفیر او ځانګړي استازي صادق خان په دې غونډه کې ګډون کړی و.

د پوځیانو د ایستلو 'ضرب الاجل'؛ خلیلزاد دوحه کې له دواړو مذاکراتي ټیمونو سره لیدلي

د افغانستان سولې خبرو لپاره د امریکا متحدو ایالتونو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغان دولت او طالبانو له مذاکراتي ټیمونو سره لیدلي دي.

په قطر کې د افغان دولت مذاکراتي ټیم او د طالبانو سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم په ټویټر پیغامونو کې تایید کړې، چې له ښاغلي خلیلزاد سره غږیدلي دي.

د افغان دولت مذاکراتي ټیم په ټویټر پیغام کې ویل شوي چې ''ښاغلي خلیلزاد د افغان سولې مذاکراتو بهیر چټکتیا په لړ کې د خبرو پر مهال یو ځل بیا د افغان دولت او ملت د ملاتړ ډاډ ورکړ. ''

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وايي، د دې ډلې مرستیال مشر ملابردار په مشرۍ یو پلاوي پرون پنجشنبه د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په مشرۍ پلاوي سره ولیدل.

که څه هم د دې کتنې په اړه نور جزیات نشته، خو د استانبول کانفرانس تر ځنډېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې زلمی خلیلزاد له طالب مشرانو سره ګوري.

دا لیدنه په داسې مهال ده چې نن جمعه (د اپرېل دېرشمه) د دوحې تړون له مخې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو وتلو ته وروستۍ نېټه ده.

خو د امریکا ولسمشر بایډن اعلان کړی چې د سپتمبر میاشتې تر ۱۱ به خپل ټول ځواکونه له افغانستان باسي.

بلې خوا ته طالبان وایي، که د اپرېل میاشتې تر پایه ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه بهر نشي نو د دوحې تړون ماتېږي،‌ او که داسې وشي نو ښايي دوی د بهرنیو ځواکونو پرضد بریدونه پیل کړي.

خو امریکایي پوځي چارواکو دې وروستیو کې طالبانو ته خبرادری ورکړی چې که پر بهرنیو ځواکونو برید وکړي نو له سخت ځواب سره به مخ کېږي.‌

خواله رسنیو کې پر افغان سوله ګنګوسې

بل لور ته له تېرو دوو ورځو راهیسې افغانستان او پاکستان کې پر خواله رسنیو هم د افغان سولې په تړاو بحثونه پیل شوي دي.

د پاکستان یو نامتو خبریال حامد میر پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې د پاکستان حکومت پر طالبانو فشار راوړي چې نور د خبرو مېز ته کېني.

نوموړی زیاتوي چې د پاکستان یو جګپوړی امنیتي‌ چارواکی به په دې تړاو دوحه کې له طالب استازو سره خبرې کوي او هغوی ته به وایي چې پاکستان د دې ډلې له کړنو خوښ نه دی.

خو د نوموړي په ځواب کې د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر محسن دوړ ویلي، دا له حقیقته سترګې اړول دي، او که پاکستان پر طالبانو فشار راوړي نو دوحې ته د تګ اړتیا نشته، ځکه د طالبانو مشران پاکستان کې دي.

ارګ پاکستان ته د غني پټ سفر ردوي

همدا راز یو بل پېژندل شوي پاکستاني خبریال کامران خان ادعا کړې چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني تېرو څو میاشتو کې پاکستان ته څو ځله پټ سفرونه کړي.

نوموړی همدا راز ادعا کوي چې د یو پټ سفر پر مهال ولسمشر غني، پرته له دې چې ان له خپلې الوتکې را کښته شي، په چکلاله هوایي ډګر کې د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوېد باجوه سره کتلي.

خو د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د بي بي سي د پوښتنې په ځواب کې د پاکستاني خبریال کامران خان دا ادعا په کلکه رد کړه.

د ارګ مرستیال ویاندې فاطمه مورچل بي بي سي ته وویل، ولسمشر غني وروستی ځل د ۲۰۱۹ کال په جون میاشتې کې پاکستان ته رسمي سفر درلود.