افغان سوله: د ترکيې غونډې ته چمتووالی

د افغانستان د ملي مصالحې شورا مشرتابه کمیټه د امریکا د طرحې او سولې په تړاو د راتلونکو ناستو په اړه د واحد دریځ غوښتونکې شوه.

دغې شورا چې ډېری سیاستوال او چارواکي یې غړیتوب لري ټینګار کړی د افغان سولې او راتلونکي حکومت په تړاو هر ګام باید روښانه وي. ترڅو له تلپاتې سولې او ټول منلي حکومت له جوړیدو سره مرسته وکړي.

افغان میرمنو هم له امریکا غوښتې چې د سولې او راتلونکي حکومت کې د ښځو حقونه خوندي کړي.

طالبانو بیا هغه اوازې رد کړې چې ګواکې دوي د امریکا له طرحې سره مخالفت کړی او وایې لا هم پدې اړه سلا مشورې کوي