افغان سوله؛ غني او خلیلزاد پر اوربند ټینګار وکړ

افغان ولسمشر محمد اشرف غني- چې قطر ته تللی- بېګا د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د مشر جنرال سکاټ مېلر سره لیدنه کې پر اوربند ټینګېدو وغږېد.

دواړو لورو د تاوتریخوالي پر ډېرېدو اندېښنه وښوده او ښاغلي خلیلزاد وویل، د دې تاوتریخوالي د کمولو داسې هڅې روانې دي چې د هر اړخیز او تلپاتې اوربند سبب شي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د دوشنبې په ورځ د قطر پلازمېنې دوحې ته ورسېد چې پکې د افغانانو خپلمنځي خبرې روانې دي.

ولسمشر غني پرون د قطر لومړي وزیر او له افغان مرکچي پلاوي سره هم ولیدل.

د افغان سولې خبرو پیلېدو سره افغانستان کې تاوتریخوالی هم ډېر شوی چې افغان حکومت او طالبان یې ګوته یو بل ته نیسي.

د ښاغلي خلیلزاد په ګډون د امریکا نورو چارواکو هم د دې تاوتریخوالي په زیاتېدو بیا بیا اندېښنه ښودلې.

زلمی خلیلزاد تازه څرګندونو کې بیا وايي، تاوتریخوالی خورا ډېر دی او ډېر افغانان وژل کېږي:

"موږ د تاوتریخوالي د ډېر کمښت غوښتنه کوو چې دایمي او ټولیز اوربند ته لار برابره کړي. "

د نوموړي په خبره، "د تاوتریخوالي پوره کموالی به ژوند وژغوري، باور به زیات کړي، د سولې ملاتړ به پراخ کړي، مرکچي ډلو سره به مرسته وکړي چې ژر پرمختګ وکړي."

د نوموړي په خبره، دا هغه څه دي چې افغان ولس یې غواړي او امریکا ور سره ولاړه ده.

د امریکا ملاتړ

زلمی خلیلزاد وايي، نوموړي او جنرال مېلر دې لیدنه کې له افغانستان او د سولې له داسې بهیر د امریکا ملاتړ بیا څرګند کړ چې افغانستان کې سیاسي هوکړه رامنځ ته کړي او د لسیزو جګړه پای ته ورسوي.

که څه هم د افغانانو ترمنځ دا خبرې د سپټمبر له ۱۲ پیل شوې، خو لا هم د دواړو لورو تماس ډلې د خبرو لپاره پر چلنلار یا طرزالعمل سلا شوي نه دي.

زلمی خلیلزاد خپل ټوېټ کې لیکلي، پرونۍ لیدنه کې یې له ولسمشر غني وغوښتل چې د سولې لپاره اوسنی چانس له لاسه ور نه کړي:

"هغه راته وویل، تر هغه د افغان اسلامي جمهوریت مرکچیانو ملاتړ کوي، څومره چې اړتیا وي. ما ورته وویل، سولې ته د ژمنتیا په ګډون مې چې له دواړو لورو څه اورېدلي، زه یې هڅولی یم. "

ښاغلی خلیلزاد زیاتوي، امریکا د افغانانو په مشرۍ او ملکیت د سولې بهیر ملاتړ کوي او هم یې ملاتړ کوي:

"موږ پر ټولو ملتونو په تېره ګاونډیانو او نورو مهمو لوبغاړو غږ کوو چې دوی هم ورته کار وکړي. "

له طالب پلاوي سره لیدنه

زلمي خلیلزاد او سکاټ مېلر له ولسمشر غني سره تر لیدنې مخکې په دوحه کې د طالبانو د مرستیال او سیاسي دفتر د مشر ملا بردار اخوند په مشرۍ پلاوي سره هم لیدنه درلوده.

قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند ډاکټر نعیم وايي، دواړو لورو دې لیدنه کې د طالب-امریکا تړون پر ښه پلیتوب خبرې وکړې او دا تړون یې د افغان مسلې "د حل لپاره مهم وباله."

نوموړی زیاتوي: "همدارنګه يې دتوافقنامې دلاسلیک نه وروسته په شویو اقداماتو بحث وکړ. او دلاښه تطبیق لپاره یې د توافقنامې د متن او محتوی مطابق مخته تلل اړین وبلل."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سپټمبر پر ۳۰ وویل چې زلمی خلیلزاد بیا دوحې او سیمې ته په سفر وتلی دی.

هغه مهال پخپله خلیلزاد هم وویل، سیمه کې به له شریکانو سره د افغان سولې پر خبرو بحث وکړي چې د افغانانو په مشرۍ او ملکیت پر مخ ځي.

نوموړي تېره پنجشنبه هم دوحه کې له افغان او طالب پلاوي سره جلا جلا لیدنه درلوده.

خبرو کې بندون

دوحه کې د سپټمبر له ۱۲ د افغانانو خپلمنځي خبرې پیل شوې، خو لا هم د حکومت او طالبانو تماس ډلې د خبرو پر چلنلار یا طرزالعمل هوکړې ته نه دي رسېدلې.

د دواړو تماس ډلو له لس ځلو ډېر سره لیدلي، خو دا لیدنې یې کومه ښکاره پایله نه لري.

د دوی د هوکړې په مخ کې خنډ هم دا دی چې طالبان وايي، دا خبرې باید د طالبانو او امریکا د تړون او حنیفي مذهب له مخې وشي.

په قطر کې د افغان حکومت په مرکچي پلاوي کې سرچينې تاييدوي چې یو شمېر هېوادونو د افغان دولت او طالبانو تر منځ په خبرو کې د راغلي ځنډ ختمولو لپاره هڅې پیل کړې دي.

خو د افغان دولت او طالبانو مذاکراتي ټیمونو په لومړۍ ناسته کې پریکړه وکړه چې له دواړو غاړو پرته به دريمګړی اسانچاری لوری ګډون نه لري.