افغان سوله؛ زلمي خلیلزاد د حکومت او طالبانو پلاوي سره ولیدل

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د قطر پلازمېنه دوحه کې د طالبانو او افغان حکومت له پلاوو سره بيګا ولیدل.

افغان حکومت لا په دې هکله څه نه دي ویلي، خو دوحه کې د طالبانو د دفتر ویاند محمد نعیم وايي، دا لیدنه تایید کړې ده.

ښاغلي نعیم خپل ټوېټر کې لیکلي، دې لیدنه کې د طالبانو سياسي مرستيال او د سياسي دفتر مشر ملا برادر اخوند او د مرکچي ټيم مشر شيخ عبد الحکيم او ور سره پلاوي د زلمي خلیلزاد په مشرۍ امریکايي لوري سره پر مختلفو مسلو خبرې وکړې:

"په ناسته کې ټينګار وشو چې د افغانستان اسلامي امارت او امريکا متحده ايالاتو تر منځ شوې موافقتنامې ته بايد دواړه لوري التزام ولري او لا يې د عملي کولو لپاره هڅې وشي. همدارنګه د اسيرانو د خلاصون او نورو اړوند موضوعاتو، د سولې او بين الافغاني مذاکراتو په اړه هم بحثونه وشول. "

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د سپټمبر پر ۳۰ ولیکل چې زلمی خلیلزاد دوحې او سیمې ته بیا روان شوی دی.

ښاغلي خلیلزاد هم هغه مهال وویل سیمه کې به له شریکانو سره د افغان سولې پر خبرو بحث وکړي چې د افغانانو په مشرۍ او ملکیت پر مخ ځي.

نوموړی دوحه کې د افغان سولې خبرو ته په اشاره لیکي، افغانان او نړیواله ټولنه له نږدې حالت ګوري او تمه لري چې دا خبرې د افغانستان د راتلونکې سیاسي لار نقشې جوړښت پیدا کړي او د یوه تلپاتي او هراړخیز اوربند سبب شي.

دوحه کې د افغانانو خپلمنځي خبرې د سپټمبر پر ۱۲ پیل شوې، خو لا یې هم تماس ډلې په دې بریالۍ شوې نه دي چې د خبرو پر چلنلار یا طرزالعمل هوکړه وکړي.