افغان سوله: د امريکا نوې طرحه

د افغانستان حکومت وایي د زلمي خلیلزاد د سولې ټول شموله حکومت طرحه کې یوازې د واک پر ویش ټينګار شوی دی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب وايي د واک ویش ستونزې نشي حلولی او له مقابل لوري سره باید پر اساسي مسایلو هوکړې ته ورسیږي.

طالبانو چې مشرانو یې له ښاغلي خلیلزاد سره کتلي تر اوسه د دې طرحې یا په واک کې د ګډون په اړه څه ندي ویلي.