امریکا د ځواکونو خوندي اېستلو لپاره افغانستان ته توغندیز سیستم لېږدوي

USARMYCENTRAL

د عکس سرچینه، USARMYCENTRAL

د عکس تشریح، امریکا له کویت دا توغندیز سیستم افغانستان ته لېږدوي.

د امریکا مرکزي قومنداني وايي، له افغانستان د خپلو ځواکونو د خوندي وتلو لپاره دغه هېواد ته د لوړ خوځښت توپچي راکټي یا توغندیز سیستم لېږدوي.

د امریکا مرکزي قومندانۍ وايي، دا توغندي شپه ورځ خورا دقت یا ځیرتیا لري او تر ۴۳ میله لرې هم نښه ویشتلی شي.

دا اداره په یوه ټوېټ کې د دې توغندیو د انځور خپرولو سره یې لیکي، چې اوس دا توغندیز سیستم کوېت کې دی او افغانستان ته لېږدول کېږي.

دا د نږدې ۲۴ توغنديو سیستم سپک او له ځانګړو ګاډو توغول کېږي.

امریکايي چارواکو دا نه دي ویلي چې دا توغندیز سیستم به د افغانستان کومه برخه یا برخو کې لګول کېږي.

دا سیستم اول ځل پر ۲۰۱۸ کال په هلمند کې کارول شوی او د امریکايي چارواکو په خبره، په یوه برید سره یې نږدې ۵۰ طالب وسلوال ووژل.

۶۵۰ سرتېري لېږل

امریکا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دا ۶۵۰ سرتېري د رېنجر غونډ برخه دي.

د امریکا دفاع وزارت یا پنټګان تېرو ورځو کې وویل، ‎له افغانستان د خپلو ځواکونو د خوندي اېستلو لپاره دغه هېواد ته نږدې ۶۵۰ سرتېري استوي او هم یې سیمې ته څو بي-۵۲ ډوله الوتکې استولې دي.

دا تازه دم سرتېري تر ډېره د ۷۵ رېنجر غونډ غړي دي چې اوس یې هم ځینې افغانستان کې د ځانګړو ځواکونو برخه دي.

دا ځواکونه به افغانستان کې مختلفو سیمو ته الوتکو کې رسول کېږي چې تلونکي سرتېري د وتلو پر مهال خوندي کړي.

ټاکلې ده د مۍ له اولې له افغانستان د امریکايي ځواکونو وتل پیل شي.

بایډن: افغان جګړه ختموو

بایډن

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، جو بایډن وايي، د اسامه وژلو سره امریکايي پوځ افغانستان کې خپل هدف ته ورسېد.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د تېرې جنورۍ پر شلمه تر ولسمشرېدو راهیسې اول ځل د کانګرس دواړو جرګو ته وینا کې هم وویل، امریکا افغانستان کې د جګړې ختمول غواړي.

هغه د امریکا پوځ د نړۍ تر ټولو غوره ځواک وباله او زیاته یې کړه، تېرو ۴۰ کلونو کې د امریکا لومړنی ولسمشر دی چې بچیانو یې جنګي سیمه کې خدمت کړی دی.

د ښاغلي بایډن په خبره، اوس افغانستان کې داسې امریکايي سرتېري هم جنګېږي چې ان پلرونو یې افغان جګړه کې برخه اخیستې او نور داسې امریکايي پوځیان هم افغانستان کې شته چې د سپټمبر ۱۱ د بریدونو پر مهال زېږېدلي نه وو:

"افغانستان کې پکار نه و چې څو نسله ګام پورته شي، موږ افغانستان ته لاړو چې هغه ترهګر چې د سپټمبر پر ۱۱ یې پر موږ برید وکړ له منځه یوسو. ومو ویل چې اسامه پسې ځو، موږ هغه پسې لاړو او هغو مو دوزخ ته ورساوه. "

امریکايي ځواکونو افغانستان کې د طالبانو سره تر نږدې لس کاله تاوتریخوالي وروسته د ۲۰۱۱ کال د مۍ پر ۲ د پاکستان له پلازمېنې اسلام اباد نږدې ۵۰ کیلومتره لرې په ایبټ اباد کې اسامه بن لادن وواژه.

د طالبانو او امریکا تړون

خلیلزاد او ملا برادر

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د امریکا او طالبانو د تړون له مخې ټاکلې وه د روان اپرېل تر پای امریکايي پوځ له افغانستان ووځي.

د طالبانو تاوتریخوالی او بریدونه افغانستان کې لا هم ډېر شول او امریکا د ۲۰۲۰ کال لومړیو کې له طالبانو سره د سولې تړون وکړ.

د دې تړون له مخې ټاکلې وه د روانې اپرېل میاشتې تر وروستۍ نېټې امریکايي ځواکونه له افغانستان ووځي، خو ولسمشر جو بایډن دا نېټه د سپټمر ۱۱ ته وغځوله.

افغان طالبان وایي، پر ټاکلې نېټه د بهرنیو ځواکونو نه وتل د دوحې تړون د ماتولو په معنا دي او دوی ښایي د مۍ له لومړۍ نېټې د دې ځواکونو پر ضد وسلواله مبارزه پیل کړي.