بشري حقونو کمېسیون: تېرو ۱۲ کلونو کې تر ۳۱ زره ډېر ملکي افغانان وژل شوي

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images
- Author, ابراهیم ساپی
- دنده, بي بي سي
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون وايي، په تېرو دوولس کلونو کې له یو دیرش زرو زیات غیرې ملکيان په افغانستان کې وژل شوي او له ۶۰ زرو زیات نور ژوبل شوي دي.
د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون په دغه هېواد کې د تاوتریخوالي له امله ملکیانو ته د مرګژوبلې اوښتو د اندیښنې تر څنګ وايي، د جګړې ښکېلو غاړو د خلکو هغې غوښتنې ته چې د تاوتریخوالي درېدل دي مثبت ځواب نه دی ویلی.
د دغې ادارې ویاند ذبیح الله فرهنګ وايي په دغه موده کې له څلور زرو زیات ماشومان او له دوه زرو زیاتې مېرمنې د قربانیانو په ډله کې دي.
''زموږ او د خلکو غوښتنه دا ده چې دواړه لوري او په ځانګړې توګه طالبان باید اوربند وکړي. هیله من یو چې حکومت او طالبان باید د خلکو غوښتنې ته درناوی وکړي او جګړه باید دوام و نه کړي. ''
د بشري حقونو کمېسیون تر ډېره د دغې مرګژوبلې پړه پر طالبانو اچوي، خو طالبانو تل پر دوی لګېدلي تورونه رد کړي او افغان دولت یې د ملکیانو په وژنه تورن کړی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
کابو درې ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو سازمان اعلان وکړ چې د ۲۰۲۱ کال په درېو لومړیو میاشتو کې د تېر کال د همدې مودې پرتله د غیر نظامیانو په مرګژوبله کې ۲۹ سلنه زیات والی راغلی دی.
یوناما په خپل تازه راپور کې ویلي و، د ۲۰۲۱ کال په لومړیو دریو میاشتو کې په افغانستان کې ۵۷۳ملکیان وژل شوی او یو زرو ۲۱۰ نور ژوبلېدلي دي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون له افغان حکومت او طالبانو غوښتي چې په بېړني ډول په دغه هېواد کې د تاوتریخوالي د کمښت په موخه اوربند اعلان کړي.
دغه کمېسیون همدا راز ویلي تمه لري چې له سولې وروسته هم د قربانیانو کورنیو ته د ځواب ویلو په موخه د اوښتو زیانونو په تړاو ملي میکانیزم جوړ او هغوی ته د سولې په خبرو کې د عدالت غوښتنې زمینه برابره شي.








