"ولسمشر بایډن د سپتمبر تر ۱۱مې نېټې له افغانستانه ټول پوځیان وباسي"

د عکس سرچینه، Getty Images
امریکایي رسنیو د سرچینو له قوله لیکلي، د امریکا ولسمشر جو بایډن پلان لري چې د راتلونکې سپتمبر میاشتې تر ۱۱مې نېټې له افغانستانه خپل ټول پوځیان وباسي.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې سې شنبه تر نورو مخکې د دې پلان جزئیات خپاره کړل. ورځپاڼه وایي، تمه کېږي چې ولسمشر بایډن سبا چارشنبه رسماً په دې اړه خپل پلان اعلان کړي.
سي اېن اېن خبري شبکې هم د یوه امریکایي چارواکي له قوله لیکلي، د ولسمشر بایډن دا پرېکړه مشروطه نه ده، په دې معنا چې که افغانستان کې امنیتي او سیاسي وضعیت هر ډول وي، امریکا به د سپتمبر تر ۱۱مې نېټې وروسته هلته پوځیان ونلري.
دا نېټه به پر نیویارک او پنټاګون د القاعدې د بریدونو شلمه کلیزه وي، او داسي ښکاري چې ولسمشر بایډن غواړي پر همدې سمبولیکه ورځ د افغانستان جګړه کې خپله ښکېلتیا ختمه کړي.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون کې راغلي چې امریکا باید د روانې اپرېل میاشتې تر پایه خپل ټول پوځیان له افغانستانه وباسي، خو اوس ښایي دا نېټه څو میاشتې وغځول شي.
پخپله ولسمشر بایډن او نورو جګپوړو امریکایي چارواکو وار د مخه ویلي وو چې د اپریل تر پایه له افغانستانه د ټولو پوځیانو ایستل ناشونې ښکاري.
طالبانو لا د امریکا دې نوي پلان په اړه څه نه دي ویلي، خو پخوا یې تل ټینګار کړی چې د دوحې پر تړون باید عمل وشي، او که بهرني ځواکونه پر ټاکلې نېټه بهر نشي نو دوی به یې پر ضد وسلواله مبارزه بېرته پیل کړي.
دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني سې شنبه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن سره تیلیفوني خبرې کړې دي.
ولسمشر غني ویلي، ډېر ژر به له خپل امریکایي سیال جو بایډن سره هم تیلیفونيخبرې وکړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
په ورته وخت کې ترکیې، قطر او ملګرو ملتونو په یوه ګډه اعلامیه کې اعلان کړی چې د افغان سولې په تړاو د استانبول غونډه به د روانې اپرېل میاشتې پر ۲۴مه نېټه پیلېږي او د می میاشتې تر څلورمې نېټې به دوام کوي.
په ګډه اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان اسلامي جمهوریت او د طالبانو استازي به په دې ناسته کې ګډون کوي.
اعلامیه همدا راز زیاتوي چې د دې ناستې ګډ سمبالوونکې یو خپلواک او یو موټي افغانستان ته ژمن دي.
په اعلامیه کې راغلي، د افغان سولې په تړاو د استانبول غونډې موخه په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو بهیر چټکول، دې بهیر سره مرسته کول او په افغانستان کې یو منصفانه او دوامداره سیاسي جوړجاړي ته رسېدل دي.
افغان حکومت ویلي، د استانبول غونډې ته بشپړ چمتووالی لري، خو طالبان وایي دې ناسته کې د ګډون یا نه ګډون په اړه یې خپلمنځي مشورې دوام لري.










