د افغان سرتېرو په ژوند د فلمونو لومړی فېسټیوال

فېسټیوال

د عکس سرچینه، karimisahraa

افغانستان کې په لومړي ځل د سرتېرو په ژوند د فلمونو درې ورځنۍ فېسټیوال پیل شو. د فلمونو دغه فېسټیوال د افغان فلم ادارې لخوا د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره جوړ شوی.

په دې فېسټیوال کې لسګونه داسې فلمونه جایزې ته نوماند دي چې د افغان سرتېرو ژوند پکې تصویر شوی دی.

دا دری ورځنۍ نندارتون چې جګپوړو افغان چارواکو او لسګونو امنیتي او دفاعي ځواکونو پکې ګډون کړی و د پنجشنبه پر شپه کابل کې پیل شوی او تر شنبې دوام کوي.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هم د فلمونو په دغه نندارتون کې ښکیل دی او د افغانستان د امنیتي او دفاعي بنسټونو مالي ملاتړ له ځانه سره لري.

د ویډیو تشریح، د افغان سینما پرمختګ لپاره هڅې

ښکاري افغان حکومت اوس سینما ته د تبلیغاتو د یوې مهمې لارې په توګه ګوري او د همدې لپاره یې د سرتیرو په ژوند د لنډو او اوږو فلمونو دې نندارې ته تابیا کړې ده.

د افغان فلم مشرې صحرا کریمي بي بي سي ته وویل له کلونو انتظار وروسته اوس د دې وخت رارسیدلی چې په د هغې په ټکو د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو اصلي ژوند او سرښندنو ته کتنه وشي:

"له ډېرو کالونو راهیسې مونږ د جګړې یا سرتېرو له روایته نه یو خبر چې په واقعیت کې زمونږ امنیتي ځواکونه په کوم وضعیت کې دي، د دوی کورنۍ څنګه دي او د پردې تر شا څه تیریږي. دا ځل مونږ وپتیېله چې د دې جشنوارې له لارې د سرتېرو ژوند ته کتنه وشي او له دې سره فلم جوړونکي هم وهڅوو چې له دې وروسته په خپلو کارونو کې د سرتېرو ژوند هم هېر نه کړي."

اغلي کریمي وایې دې فېسټیوال ته ۵۵ فلمونه ور لیږل شوي چې له ډلې به يې ۴۰ په بېلابېلو برخو کې سیالۍ ته وړاندې شي.

سرتیری

د عکس سرچینه، karimisahraa

د افغان سرتېرو په ژوند ښه فلم جوړونکي به د فېسټیوال پر دریمه ورځ په ډاګه شي او د دې نندراتون جوړونکو په وینا غوره فلم جوړونکو ته نغدي او معنوي جایزې په پام کې نیول شوې دي.

د سرتېري په نوم د فلمونو دا فېسټیوال د شنبې پر ورځ، چې د کب/حوت نهمه نیټه کېږي او پلان کې ده چې افغان حکومت یې د سرتېرو د ملي ورځ په توګه ولمانځي، پای ته رسیږي.

د کب نمهه له تېرو څو کالونو راهیسې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او د دوی کړنو ته د درناوي په موخه په بېلابېلو کچو نمانځل کېږي.