د ولسي جرګې مشر: د لنډمهالي حکومت طرحه مو ترلاسه کړې

ر

د عکس سرچینه، Rahmani Facebook

د افغانستان د ولسي جرګې مشر میر رحمن رحماني وایي، د لنډمهالي یا د سولې د حکومت جوړېدو په اړه یې داسې یوه طرحه ترلاسه کړې چې پکې د افغانستان اوسني جمهوري نظام او د پارلمان پر ځای پاتې کېدو وړاندیز شوی دی.

نوموړي ښکاره ونه ویل چې دا طرحه د چا لخوا ورسپارل شوې، خو، د ده په ټکو، ویل کېږي چې یاده طرحه د امریکا او طالبانو لخوا جوړه شوې ده.

ښاغلي رحماني یکشنبه کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، د دې طرحې ملاتړ کوي، خو ویې منله چې ستونزې پکې شته او باید اصلاح شي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې د سولې چارو کې د لا فعال رول لوبولو په موخه یوه ۲۱ کسیزه کومیټه جوړه کړې، چې مشري یې د ولسي جرګې مشر میر رحمن رحماني پځپله کوي او د يکشنبې پر ورځ يې فعاليت پيل کړ.

ښاغلي رحماني د دغه کومېټې په لومړنۍ ناسته کې وویل، ولسي جرګه باید د سولې بهیر کې ښکېله وي، او په دې هم باید پوه شي چې کوم لوری د دې بهیر پر وړاندې خنډونه جوړوي.

د لنډمهالي حکومت په اړه د ارګ دریځ

ولسمشر غني

د عکس سرچینه، Getty Images

افغان ولسمشر محمد اشرف غني څو ورځې وړاندې له (اسپن ستراتیژۍ ګروپ) په نامه یوه څېړنیز مرکز سره خبرو کې وویل، په افغانستان کې لنډمهالی حکومت د وینې تویېدو لامل کېږي او په تېر کې یې هم ښه پایله نه ده ورکړې. نوموړي یادې غونډې ته وویل:

"موقت حکومت به خپل مشروعیت له کوم ځایه اخلي، ایا افغان امنیتي ځواکونه به یې امرونه ومني، کله چې موږ موقته اداره وایو، زموږ له اساسي قانون سره به څه کوي. جمهوري نظام د واک پر سپارلو ولاړ دی، باید د ټاکنو پر نېټې هوکړه وکړو، موږ لنډمهالې ادارې لرلې چې د وینې بهېدنې لامل شوې. کابل ۱۹۹۲ کې د یوې لنډمهالې ادارې له خوا ویجاړ شو، صدر اعظم پر خپل ولسمشر بمونه وغورځول او ولسمشر له صدر اعظم سره جنګېده."

ښاغلي غني همدا راز څو ورځې مخکې ننګرهار کې یوې ولسي غونډې ته ویلي وو چې یوازې د ټاکنو له لارې به ټاکل شوې کس ته واک سپاري.

امریکا او یا هم کوم بل هېواد لا په افغانستان کې د لنډمهالي حکومت جوړېدو په اړه څه نه دي ویلي او ټینګار کوي چې د جمهوري نظام ملاتړ کوي.

د طالبانو غوښتنه څه ده؟

Taliban official Sher Mohammad Abbas Stanikzai speaks to the BBC
د عکس تشریح، طالب مرکچي شېر محمد عباس ستانکزی وايي، د سولې لپاره باید ولسمشر غني واک پرېږدي

د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي څو ورځې وړاندې مسکو کې یوې خبري ناستې ته ویلي وو، اوسنی افغان حکومت باید ختم او پرځای یې داسې یوه اداره چې افغانستان کې ټولو خواوو ته د منلو وي رامنځ ته شي. نوموړي ویلي وو:

"موږ داسې یو حکومت غواړو چې له امریکا سره د نوي اسلامي حکومت د جوړښت په هوکړه کې ذکر شوی، اسلامي حکومت په دې معنا چې د اشرف غني حکومت ختم شي او پر ځای یې داسې یو حکومت چې په افغانستان کې ټولو خواو ته د منلو وي رامنځته شي."

د لنډمهالي حکومت په اړه بحثونه په داسې مهال پیل شوي چې واشنګټن کې د ولسمشر جو بایډن په مشرۍ نوې اداره وایي، غواړي له طالبانو سره د امریکا خپلمنځي تړون ته کتنه وکړي او پوه شي چې څه پکې راغلي دي.

په ورته وخت کې د روئټرز خبري اژانس د ناټو سازمان د څلور جګپوړو چارواکو له قوله ویلي، نړیوال ځواکونه ښایي له راتلونکې می میاشتې وروسته هم په افغانستان کې پاتې شي.

د امریکا او طالبانو د خپلمنځي هوکړې له مخې ټاکل شوې وه چې تر می میاشتې به ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي.

خو اوس د ناټو ځینې چارواکي، چې د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي نومونه یې په ډاګه شي، ټینګار کوي چې طالبانو هغه شرطونه نه دي پر ځای کړي چې په تړون کې یې یادونه شوې ده.