ولسي جرګې د ۱۴۰۰ مالي کال د بودیجې طرحه بیا رد کړه

ولسي جرګه

د عکس سرچینه، Wolesi Jirga Radio&TV

د عکس تشریح، دا ځل د ولسي جرګې یوازې ۱۵ غړو بودیجې ته د تایید رایه ورکړه.

د ۱۴۰۰ (څوارلس سوم) مالي کال بودیجه یو ځل بیا ولسي جرګه کې رایو ته وړاندې او رد شوه. ولسي جرګې شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې هم د ۱۷ لاملونو له مخې چې یو هم پکې ناانډولي ښودل شوې وه، د ۱۴۰۰هـ ل مالي کال بودیجې طرحه د رایو په اکثریت رد کړه او په هغې کې یې تعدیل وغوښت.

د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني وویل د بودیجې طرحه کې د تعدیلاتو او اصلاحاتو لپاره د دوی وړاندیزونو ته پام نه دی شوی.

هغه زیاته کړه چې دوی په دې طرحه کې ۱۷ ستونزې او تخطۍ په ګوته کړې وې خو اوس ۲ نورې هم پرې ور ډېرې شوي دي.

رحماني پر دې هم نیوکه وکړه چې د تنخواګانو د انډول لپاره د دوی وړاندیز نه دی منل شوی.

د شنبې ورځې غونډه کې د ولسي جرګې یوازې ۱۵ غړو د بودیجې طرحې د تایید لپاره کارتونه پورته کړل.

د ولسي جرګې مالي او بودیجوي کمېسیون ۱۴۰۰ کال بودیجې طرحې په اړه تر دویم ځلي رایې اچونې وړاندې په دې طرحه کې د حکومت لخوا د راغلي تعدیل او بدلون رپوټ وړاندې کړ.

په دغه رپوټ کې ویل شوي و چې د بودیجې طرحه کې لازم سمون نه دی راغلی.

ویل کېږي ماليې وزارت په لومړي ځل تر ردېدو وروسته د بودیجې طرحه کې ۲۰ میلیارده او ۴۰۰ میلیونه افغانۍ ور زیاتې کړې وې.

ولسي جرګه

د عکس سرچینه، ولسي جرګه

د عکس تشریح، ولسي جرګه وايي د بودیجې د طرحې د ردېدو لاملونه د کمېدو پر ځای ډېر شوي

د څوارلس سوم مالي کال د بودیجې نوې طرحه ۴۷۳ میلیارده افغانۍ وه چې ۳۱۱ میلیارده یې عادي او ۱۶۱ میلیارده یې پراختیايي بودیجه ده.

د بودیجې مسله د حکومت او ولسي جرګې ترمنځ په لانجمنه موضوع اوښتې او د ارګ او ملي شورا ترمنځ له دې کبله پر یو بل توندې نیوکې او لفظي بریدونه هم تبادله شوي دي.

ولسمشر محمد اشرف غني په دې وروستیو کې د ننګرهار د سفر پر مهال ادعا وکړه چې ګواکې وکیلانو د بودیجې طرحې د تایید لپاره ۲ زره پروژې غوښتي دي.

ولسي جرګې د دغه تور په ردولو سره ویلي بودیجه د ملت شتمني ده خو ولسمشر غني له ملت او د بودیجې سند سره "شاهانه" چلند کوي.

ولسي جرګې له ۹۱ تر ۹۵ کودونو سره د ولسمشرۍ چلند هم "مطلق استبدادي" بللی دی.

ولسي جرګې په دې وروستیو کې د دولتي کارکوونکو د تنخواګانو د برابروالي طرحه تصویب کړې - د څوارلس سوم مالي کال د بودیجې د طرحې تایید هم د خپلې همدې طرحې په عملي کېدو پورې تړلی دی.

په ورته وخت کې ولسمشر غني وايي ولسي جرګه یوازې د بودیجې د رد یا تایید واک لري او ټینګار یې کړی چې اضافي پروژې د بودیجې برخه نه شي ګرځېدی.

تازه د مالیې وزارت مالي مرستیال عبدالحبیب ځدراڼ هم د بي بي سي سیدولي ناصر ته ویلي د طرحو جوړول او بودیجه کې د هغو شاملول د ولسي جرګې واک نه دی.

ولسي جرګې خپله ژمنۍ رخصتي د ۱۴۰۰ کال بودیجې د برخلیک مالومېدو لپاره ځنډولې او ویلي یې دي د بودیجې سند له تصویبېدو وړاندې رخصتي نه کوي.