ولسي جرګې د سولې د چارو وزارت بودیجه رد کړه

د ولسي جرګې د مالي چارو او بودیجې کمیسیون وايي، دغه وزارت ته بودیجه نه ور کول د سولې پر بهیر منفي اغېز نه شي کولای

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ولسي جرګې د مالي چارو او بودیجې کمیسیون وايي، دغه وزارت ته بودیجه نه ور کول د سولې پر بهیر منفي اغېز نه شي کولای

د افغانستان ولسي جرګې د پنځو حکومتي ادارو بودیجه رد کړې ده. په دې ادارو کې د سولې چارو لپاره نوی جوړشوی وزارت هم شامل دی.

د ولسي جرګې د مالي چارو او بودیجې کمیسیون وايي، دغه وزارت ته بودیجه نه ور کول د سولې پر بهیر منفي اغېز نه شي کولای او د دوی په خبره په اوس وخت کې دې ادارې ته د بودیجې اړتیا نه شته.

د ولسي جرګې د مالي او بودیجوي کمیسیون غړي جاوید ساپي په دې اړه بي بي سي ته وویل:

''قانوناً دلته مشکل دا دی چې کله د ولسي جرګې لخوا یو وزارت یا یوه اداره یا واحد قانوناً نه وي تصویب شوی، نو موږ نه شو کولای د هغې (ادارې) لپاره بودیجه منظوره کړو، نو د دغه قانوني مشکل له کبله د دغه وزارت بودیجه هم رد شوه، ځکه که یو وزارت یا یوه اداره موجوده نه وي، نو د هغې لپاره د بودیجې تصویب، خو بیخي یوه غیر قانوني خبره ده. ''

افغان حکومت دې وروستو کې د ولسمشر غني د دفتر مشر سلام رحیمي په مشرۍ دا وزارت جوړ کړی دی او د تېرې جولای میاشتې وروستیو کې افغان حکومت د ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان له مخې د سولې عالي شورا دارالانشا لغو کولو اعلان وکړ.

د جولای پر ۲۷ کابل کې یوې خبري غونډې ته وینا کې د د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وویل چې د مشورتي لویې جرګې په وړاندیز د سولې په چارو کې دا وزارت رامنځ ته شوی دی او له دې وروسته به دا وزارت د دې شورا چارې پر مخ بیايي:

"ولسمشر غني د سولې شورا د لغوه کولو فرمان نن صادر کړی. د دې شورا ټول امکانات او مسوولیتونه د سولې چارو کې د دولت وزارت ته سپارل شوي دي".

ولسمشر غني د جولای وروستیو کې د سولې شورا دارالانشا لغوه کړه

د عکس سرچینه، HPC

د عکس تشریح، ولسمشر غني د جولای وروستیو کې د سولې شورا دارالانشا لغوه کړه

خو ولسي جرګې نن د نورو حکومتي ادارو لپاره د ۴۲۴ میلیارده افغانیو په ارزښټ د کال د منځ بودیجه تصویب کړې ده.

دې جرګې وړاندې د ځینو اختلافي ټکو له امله د دغې بودیجې طرحه رد کړې وه.

افغانستان کې هر کال د جدي په میاشت کې د راتلونکي کال لپاره بودیجه تصویبیږي، خو د هر کال په منځ کې د حکومت د فعالیت او د نويو ادارو جوړېدو په اساس په بودیجه کې بدلونونه راځي او مالیې وزارت یې ولسي جرګې ته د تصویب لپاره استوي.