عمرداودزی د سولې شورا د دارالانشا مشر وټاکل شو

د عکس سرچینه، FB
د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر عمرداودزی د سولې عالي شورا د دارالانشا مشر او په سیمه ییزو چارو کې د سولې اجماع لپاره د ولسمشر ځانګړی استازی ټاکل شوی دی.
ښاغلي داودزي تر دې پخوا د کورنیو چارو د وزارت او په پاکستان کې د افغان سفیر دندې ترسره کړي. ښاغلي داوودزي چې د افغانستان د حراست او ثبات شورا غړی هم دی په دې وروستیو کې ولسمشریزو ټاکنو کې د درېدو خبر ورکړی و.
نژدې یوه میاشت وړاندې په سیاسي چارو کې د ولسمشر اشرف غني ځانګړي استازي او د سولې شورا د دارالانشاء مشر اکرم خپلواک له دندې لاس په سر شو.
دا ټاکنه داسې مهال کېږي چې په دې وروستیو کې افغان وسله والو طالبانو سره د سولې خبرې اترې په ملي او سیمه ییزه کچه ترسره کېږي.
څه موده وړاندې ولسمشرغني له وسله والو طالبانو سره د سولې د احتمالي خبرو لپاره د خپل حکومت د مذاکراتي بورډ د غړو نومونه اعلان کړل چې پکې ټولټال ۱۲ کسان دي او مشري به یې د ولسمشر د دفتر رئیس سلام رحیمي کوي.
په نړیواله کچه د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان او روسیې په ګډون د افغانستان په قضیه کې له نورو هېوادونو د مرستې غوښتنه کړې ده.
خو بل لور ته یو شمېر سیاسي ګوندونه له طالبانو سره د سولې لپاره هڅې اغېزمنې نه بولي.
تېره اوونۍ د سیاسي ګوندونو او سیاسي بهیرونو کمېټې چې ۳۵ ګوندونه یې غړیتوب لري وویل، حکومت د سولې په برخه کې د یادو ګوندونو طرحه له پامه غوځولې.








