ایران د خپل ساینسپوه "فخري زاده" د وژنې په تور یو شمېر کسان نیولي

Prominent Iranian scientist Mohsen Fakhrizadeh in an undated photo

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، محسن فخري زاده د نومبر پر ۲۷مه نېټه تهران ته نژدې ووژل شو

د ایران د پارلمان یو سلاکار ویلي، د دې هېواد د مهم ساینس پوه محسن فخري زاده د وژنې په قضیه کې یو شمېر مشکوک کسان نیول شوي دي.

د حسین امیر په نامه دې سلاکار العلم تلویزیون ته ویلي، د امنیتي دلایلو له مخې په دې اړه نور جزئیات نشي شریکولی، خو ټینګار یې وکړ چې د فخري زاده وژنه کې ښکېل کسان به خپله سزا ویني.‌

نوموړي ادعا کړې چې امنیتي ادارو یو شمېر مشکوک کسان پېژندلي او ځینې یې نیول شوي هم دي.

د ښاغلي امیر په وینا، شته شواهد ثابتوي چې اسرائیل په دې وژنه کې لاس درلود، خو داسې ښکاري چې په یوازې سر یې دا کار نه دی کړی او ښایي د امریکایي استخباراتو هم ورسره مرسته کړې وي.

پخپله د اسرائیل تر دې دمه د محسن فخري زاده په وژنه کې خپله ښکېلتیا نه رد کړې او نه یې هم تائید کړې.

محسن فخري زاده، چې ډېرو د ایران د هستوي پروګرام پلار باله، د تېرې نومبر میاشتې پر ۲۷مه نېټه تهران ته نژدې ووژل شو.‌

فخري زاده څه ډول ووژل شو؟

assassination scene

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، ایران وایي، د فخري زاده په وژنه کې د اسرائیل لاس و

ایراني چارواکو د آبسرد ښارګوټي کې محسن فخري زاده وژنې په تړاو ضد و نقیض څرګندونې کړې دي.

د دې پېښې پر ورځ د ایران دفاع وزارت وویل چې د ښاغلي فخري زاده ساتونکو او بریدګرو پر یو بل ډزې وکړې.

په یوه رپوټ کې د عیني شاهدانو له قوله دا هم ویل شوي ول چې په دې نښته کې درې یا څلور بریدګر وژل شوي ول.

خو د تېرې یکشنبې پر ورځ د ایران د انقلابي ګارډ قومندان وویل، د فخري زاده پر موټر هغې ماشیندارې ډزې کړې چې د "مصنوعي ځیرکتیا" پر مټ او د سټلایټ په مرسته چلول شوې.

خو خپلواکو سرچینو د انقلابي ګارډ د قومندان دا ادعا نه ده تائید کړې، او د "برېښنایي یا کمپیوټري جګړې" ماهرین هم د دې ادعا په اړه شکونه لري.

د اسرائیلو حکومت که څه هم تر اوسه د فخري زاده وژنې په اړه څه نه دي ویلي، خو له پېښې دوه ورځې وروسته یوه چارواکي، چې نوم یې نه دی ښودل شوی، اسرائیلي تلویزیون ته ویلي وو چې "د فخري زاده فعالیتونه باید درول شوي وای، او نړۍ د هغه په نشتون کې لا خوندي ده".