افغان حکومت هوايي بریدونو کې د ولسي مرګژوبلې په اړه د امریکايۍ ادارې رپوټ رد کړ

د عکس سرچینه، AFP
د افغانستان د ملي امنیت شورا او دفاع وزارت د امریکايي ادارې واټسن انستیتوت رپوټ چې وايي په هوايي بریدونو کې د ولسي افغانانو مرګژوبله ډېره شوې رد کړ.
د امریکا په متحده ایالتونو واټسن انسټیټیوټ کې څېړونکي وايي، له ۲۰۱۷ کال راهیسې افغانستان کې د امریکا او د ملګرو په هوايي بریدونو کې یې د ولسي وګړو مرګ ژوبله ۳۳۰ سلنې ته پورته شوې ده.
رپوټ زیاتوي چې له طالبانو سره له هوکړې وروسته د امریکايي ځواکونو بریدونه کم خو د افغان ځواکونو هوايي بریدونه ډېر شوي او د ادعا له مخې افغان ځواکونو تر بل هر وخت ډېرو ملکي وګړو ته زیان اړولی دی.
خو د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ سې شنبه بي بي سي ته وویل ''دا رپوټ د حقایقو پر بنسټ نه دی چمتو شوی ځکه یې موږ ردوو، دا چې په تېر یو کال کې افغان امنیتي ځواکونو یرغلیز عملیات نه لرل او په دفاعي حالت کې وو نو څنګه کېدای شي چې ملکي وګړو ته مرګژوبله واړوي؟ ''
دغه راز د افغانستان د دفاع وزارت یوه ویاند فواد امان هم بي بي سي ته ویل چې افغان ځواکونه د خپلو هوايي بریدونو پرمهال ډېر پام کوي چې ملکي وګړو ته مرګژوبله وانوړي.
د امریکایۍ څېړونکې ادارې په رپوټ کې څه راغلي؟
د واټسن انسټیټیوټ رپوټ وایي، دا مرګ ژوبله وروسته له هغه دومره ډېره شوه، چې امریکايي پوځ پر ۲۰۱۷ کال پر طالبانو د هوايي ګوزارونو په اړه خپل مقررات نرم کړل.
دا رپوټ وايي د دې مودې په هوايي ګوزارونو کې ملکي تلفات ۳۳۰ سلنې ته زیات شول چې پکې یوازې تېرکال ۷۰۰ کسان وژل شوي دي.
دا د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱ له بریدونو وروسته چې امریکا په افغانستان یرغل کړی د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې تر ټولو لوړه شمېره ده.
د څېړونکو په وینا د دې مرګ ژوبلې ډېرېدل دوه لاملونه لري؛ لومړی افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د شمېر کموالی او دویم د سولې خبرو ته د طالبانو ماتولو لپاره پرهغوی د فشار ډېرول.
په افغانستان کې په هوايي بریدونو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه دا څېړنه براون پوهنتون کړې ده.

د دې پوهنتون د جګړې زیان په نوم د څېړنېزې پروژې مشره نیتا سي کراوفورډ Neta C. Crawford د دې څېړنې د رپوټ په سریزه کې لیکي چې په ۲۰۱۷ کال د هوايي عملیاتو د مقرراتو په نرمولو سره په تدریج د ولسي مرګ ژوبلې ګراف هم لوړ شوی او په تېر ۲۰۱۹ کال کې ۷۰۰ تنو رسېدلی دی، چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د عملیاتو له پیله تر ټولو لوړه شمېره ده.
رپوټ کې ادعا شوې ده چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغان هوايي ځواکونو په بریدونو کې ۸۶ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۰۳ نور ټپيان شوي دي، خو دریمه ربعه کې ۷۰ ولسي وګړي وژل شوي او ۹۰ نور ټپيان دي.
په دې رپوټ کې د امریکايي ځواکونو له وتلو په استفادې د طالبانو له خوا پر افغان حکومت د نظامي فشار زیاتېدو ته هم اشاره شوې او زیاتوي که اوربند ونه شي نو دواړه لوري به د خبرو پرمهال د برلاسي کېدو لپاره هڅو ته دوام ورکړي او ښايي له امله یې د ملکي تلفاتو شمېر نور هم لوړ شي.
د ماشومانو مرګژوبله

د عکس سرچینه، Getty Images
تېره میاشت ماشوم ملاتړي بنسټ وویل، چې تېرو ۱۴ کلونو کې هره ورځ افغانستان کې پنځه ماشومان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
د ملګرو ملتونو د مالوماتو له مخې له ۲۰۰۵ تر ۲۰۱۹ کال ۲۶ زره ۲۵ ماشومان وژل شوي یا معیوب شوي دي.
د افغانستان په روانه جګړه کې ولسي وګړو ته د سر دروند زیان اوښتی او د ملګرو ملتونو په یوه رپوټ کې ویل شوي چې په ۲۰۱۹ کال کې په افغانستان کې درې زره او ۴۰۳ ولسي وګړي وژل شوي او شپږ زره او ۸۹ نور ټپیان شوي دي چې زیاته برخه یې د دولت مخالفو وسله والو ډلو له خوا رامنځته شوې ده.
خو طالبانو دا رپوټ رد او له انصافه لرې بللی وو او افغان حکومت ویلي وو چې د ملکي وګړو د ژوند ساتلو په اړه نړیوالو قانونو ته ژمن دی.









