ولسي جرګې د نوې کابینې لسو غړو ته د باور رایه ورکړه

د عکس سرچینه، Social Media
د افغانستان د ملي شورا ولسي جرګې نن (شنبه د لیندۍ پر لومړۍ) لسو نوماندو وزیرانو ته د باور رایه ورکړه. د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې ۲۲۶ وکیلان حاضر وو د همدې له مخې د یوه نوماند وزیر د تایید لپاره د لږ تر لږه ۱۲۴ رایو تر لاسه کولو معیار وټاکل شو.
د نوې کابینې لس غړو ته د باور رایې داسې مهال ورکول کیږي چې د پلازمېنې کابل په څو سیمو توغندي ولګېدل.دغه توغندي له یوه موټر توغول شوي او مرګ ژوبله یې هم اړولې ده. د نوې کابینې دغو لسو نوماند وزیرانو تېره اوونۍ ولسي جرګې ته خپل پروګرامونه وړاندې کړل.
۱:- بهرنیو چارو وزارت ته نوماند محمد حنیف اتمر، (تایید: ۱۹۷۰ رد: ۲۴ سپینې ۹ باطلې ۱۶)
۲: - مالیې وزارت ته نوماند عبدالهادي ارغندیوال (تایید: ۲۰۶ رد: ۱۷ سپینې: ۸ باطلې ۱۵)
۳:- دفاع وزارت ته نوماند اسدالله خالد، (تایید: ۲۰۶ رد: ۱۷ سپینې ۸ باطلې: ۱۵)
۴:- کورنیو چارو وزارت ته نوماند مسعود اندرابي (تایید: ۲۱۴ رد: ۲۵ سپینې: ۷)
۵:- عدلیې وزارت ته نوماند فضل احمد معنوي، (تایید: ۲۲۰ رد: ۹ سپینې: ۷ باطلې ۱۰)
۶:- د لوړو زدکړو وزارت ته نوماند عباس بصیر (تایید: ۱۹۷ رد ۲۲ سپینې: ۱۴ باطلې ۱۳)
۷:- د صنعت او سوداګرۍ وزارت نوماند نثار احمد غوریاني، (تایید: ۲۱۳ رد: ۲۳ سپینې: ۱۰)
۸:- مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت نوماندې معصومه خاوري (تایید: ۱۵۴ رد: ۶۷ سپینې: ۲۵)
۹:- د کار او ټولنیزو چارو وزارت نوماند بشیر احمد ته ینج (تایید: ۱۹۰ رد: ۴۰ سپینې: ۱۶)
۱۰:- او د حج او اوقافو وزارت نوماند محمد قاسم حلیمي (تایید: ۱۴۸ رد: ۴۱/سپینې: ۲۴ باطلې ۱۲)
ټاکلې وه دوی ته د پنجشنبې پر ورځ صندوقه کېښودل شي خو افغانستان ته د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د راتګ لپاره کابل کې عمومي رخصتي شوه.
د افغانستان د ملي تلویزیون لخوا په ژوندۍ بڼه نوماند وزیرانو ته د رای اچونې د بهیر په خپرېدونکو تصویرونو کې لیدل کېدل چې د شنبې ورځې په سهار که څه هم د جرګې تالار کې د وکیلانو حضور کمرنګه و خو د رای اچونې د پروسې په دوام د وکیلانو شمېر په کراره کراره لوړ شو.
ولسي جرګه کې لسو نوماند وزیرانو ته د رای اچونې په روان بهیر کې ځینې ګډوډۍ هم لیدل کېږي چې اداري پلاوی یې یو ځل د ځېنو وکیلانو لخوا نورو ته د خپلو رایو د ښکارولو له کبله د هغوي د رایو د باطلېدو او بل ځل د رای اچونې د ټولې پروسې د علني کېدو غوښتنې ته اړیست.
د سرپرستۍ فرهنګ
د هېواد اوسني حساس وضعیت، د ناامنیو ډېرېدو او د سولې مذاکراتو ناڅرګند حالت ته په کتو روښانه نه ده چې که کوم نوماند وزیر د باور رایې په ترلاسه کولو کې پاتې راځي نو برخلیک به یې څنګه کېږي.
که څه هم تېر ته په کتو د ملي پخلاينې د عالي شورا د رییس عبدالله عبدالله او ولسمشر محمد اشرف غني ترمنځ په لنډ وخت کې د کابینې د غړو په توګه پر نویو کسانو هوکړه یو څه ستونزمنه ښکاري، خو ولسمشر غني ژمنه کړې چې دا ځل به د ملي یووالي حکومت د کابینې خلاف چې ځینې کسان پکې کلونه کلونه د سرپرست وزیرانو په توګه وساتل شول، د سرپرستۍ فرهنګ پای ته رسوي.
د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني هم چهارشنبه وویل که کوم نوماند وزیر له دې جرګې د باور رایه ترلاسه نه کړي نو د اړوندو وزارت پر ځای باید کور ته ولاړ شي.
نوې کابینه
ولسمشر غني د تېرې تلې/میزان پر ۳۰مه، ۲۴ نوماند وزیران او د خپلواکو ادارو رییسان د باور رایې لپاره ولسي جرګې ته ور وپېژندل.
د نوې کابینې نور غړي به روانه او راتلونکو اوونیو کې د خپلو پروګرامونو د وړاندې کولو لپاره ولسي جرګې ته ورشي او تر هغې وروسته به ورته د باور رایې لپاره صندوقونه کېښودل شي.

د عکس سرچینه، ARG
"کاندید وزیرانو ته د مسلکیتوب له مخې رایه ورکړئ"
د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ "فیفا" مشر یوسف رشید ولسي جرګې ته د نوې کابینې د غړو د ورپېژندل کېدو پر مهال له وکیلانو غوښتي و چې دغو نوماند وزیرانو ته دې د سیمې، ژبې او قوم پر بنسټ نه، بلکې د مسلکيتوب له مخې د باور رایه ورکړي.
د افغانستان کابینه ۲۷ وزارتونه لري چې د اوسنیو قوانینو له مخې د سولې په چارو کې د دولت وزیر، په پارلماني چارو کې د دولت وزیر، پېښو ته د رسېدو په برخه کې د دولت وزیر او د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر د کار د دوام لپاره د ولسي جرګې د باور راېې ته اړتیا نه لري.









