ولسمشر غني ۲۴ نوماند وزیران او رییسان ولسي جرګې ته د باور رایې لپاره ور وپېژندل

کابینه

د عکس سرچینه، ARG

افغان ولسمشر محمد اشرف غني پارلمان ته د کابینې د نوماند وزیرانو پېژندغونډه کې لویې ستونزې یادې کړې چې په وینا یې، د "فساد یو لامل په راتلونکي بې باوري ده، چې یوه بېلګه یې بهر ته د لسګونو میلیارد ډالرو انتقال دی."

ښاغلي غني دا څرګندونې د چارشنبې په ورځ (اکتوبر ۲۱مه) د افغانستان ولسي جرګې ته د کابینې د ۲۴ نوماند وزیرانو او رییسانو د معرفي کولو او له پارلمان د باور رایې اخیستو په غونډه کې وکړې.

هغه وویل، "د دې لپاره چې خپل راتلونکی خپله وټاکو نو ضرور ده چې پر خطرونو وغږیږو. لومړی خطر: وارخطايي، د بي باورۍ او لنډ مهاله فکر زیږنده ده. دویم خطر: دا خطر د تروریستي شبکو دی. زما په اند په تېرو دوو پېړیو کې دا د تروریزم پنځمه څپه ده چې نړۍ ورسره مخ ده.

جمهوررئیس غني ولسي جرګې ته په وینا کې وویل، فساد پر راتلونکي د بې باورۍ یو لامل دی، چې ښکاره بېلګه یې بهرنیو هېوادونو ته د لسګونو میلیارد ډالرو لېږدول دي، "پیسې دلته پیدا شوې، اما بېرته بهر ته انتقال شوې دي."

ولسمشر غني وویل، طالبان دې په واضح توګه افغانانو ته ډاډ ورکړي چې دوی له ترهګرو شبکو ځان بېلوي.

هغه دا څرګندونې په داسې مهال کړې چې د تخار امنیتي چارواکو په ویناو تېره شپه د وسلوالو په برید کې ۳۴ امنیتي سرتېري وژل شوي دي.

ښاغلي غني وویل، د افغانستان چاپېریال له خطرونو او فرصتونو ډک ماحول دی، دا په موږ پورې اړه لري چې پر خطرونو څنګه برلاسي او له فرصتونو ګټه واخلو.

ده وویل، د نړۍ ډېری هېوادونه د سولې او خپلواک او متحد او ولسواک افغانستان پورې له موږ سره همغږي دي.

پارلمان ته د ولسمشر غني د وینا پرمهال ځینو وکیلانو مخالفت وښود چې د یوې مودې لپاره د غونډې تالار کې نسبي ګډوډي رامنځ ته شوه، خو د ولسي جرګې د مشر او ولسمشر په ټینګار معترض وکیلان ارام شول.

له پارلمانه د ولسمشر غني غوښتنه دا وه چې د" ملي اردو، ملي امنیت او ملي پولیسو ژورو اصلاحاتو ملاتړ وکړئ، کار اهل کار ته وسپارئ، چې ضوابط پر روابطو مستحکم شي".

پارلمان ته معرفي شوي نوماند وزیران/رییسان

.

د پیاوړي اقتصاد ژمنه

غني

د عکس سرچینه، ARG

ولسمشر غني ولسي جرګې ته په وینا کې وویل، تر ۳۰۰ کلونو وروسته اسیا بیا په نړۍ کې پر لوی اقتصادي قوت د بدلېدو په حال کې ده:

"په راتلونکو څو لسیزو کې به اسیا په یو منسجم اقتصادي براعظم باندې بدله شي. افغانستان چې د اسیا په زړه کې دی، جنوبي اسیا، مرکزي اسیا او غربي اسیا ترمنځ تر ټولو نژدې د وصل لاره ده، له دې موږ ټول عظیمه ګټه اخیستلی شو."

افغان ولسمشر د خپلې وینا پای کې وویل، د رېل پټلۍ جوړېدل او د افغانستان له خاورې د برېښنايي مزو تېرېدل به د افغانستان موقعیت په سرو زرو بدل کړي.

ده وویل، د کانونو له اړخه د افغانستان ځمکنۍ پانګه یو ټرېلیون (زر میلیارده ډالر) اټکل شوې ده او د شل زره مېګاواټه اوبو برېښنا ظرفیت لري.

ښاغلي غني وویل، د افغانستان اوبه د دغه هېواد ابرو ده. نوموړي د خپلو خبرو پای کې د تاریخ په اوږدو کې پر افغانستان د بهرنیو یرغلونو پرمهال د هېواد د اوبو د لویو بندونو ویجاړېدو ته په اشاره وویل، افغانستان د اوبو برخه کې له درېیو ناورینونو سره مخامخ شوی:

لومړی کله چې علاء الدین پر غزني برید کړ او د اوبو سیستم یې ویجاړ کړ، چنګیز خان په شمال او هرات کې د اوبو لوی بندونه ړنګ کړل او تیمور پر سیستان د برید پرمهال د اوبو اسانتیاوې له منځه یووړې.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني له دویم ځل ولسمشر کېدو وروسته د روان کال مارچ میاشتې پر نهمه ارګ کې ویلي وو، دوه اونۍ وروسته به نوې کابینه د باور رایو اخیستلو په موخه ولسي جرګې ته معرفي کړي، خو اوس دا دي له هغې نېټې شاوخوا ۷ میاشتې تېرېږي.

د ولسمشر غني او د ملي مصالحې د عالي شورا اوسني مشر او هغه مهال ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند عبدالله عبدالله ترمنځ د ټاکنو پر سر ناندرۍ او د کابینې د وېش پر سر جنجالونه ظاهراً د نوي کابینې د ځنډېدو لاملونه یادېږي.

د اوسنۍ کابینې ډېری غړي د ښاغلي غني او ډاکتر عبدالله له خوا معرفي شوي نوماند وزیران دي.

په نوې کابینه کې د کورنیو، دفاع او کلیو او پراختیا وزارتونو مخکني وزیران بیا د نوماندانو په توګه معرفي شوي او پاتې ټول نوې څېرې دي.

"کاندید وزیرانو ته د مسلکیتوب له مخې رایه ورکړئ"

"فیفا" یا د ازادو او رڼو ټاکنو ملاتړ بنسټ مشر یوسف رشید د ولسي جرګې له غړو وغوښتل، چې دغو نوماندانو ته دې د سیمې، ژبې او قوم پر بنسټ د باور رایه نه ور کوي، بلکې په وینا یې د مسلکيتوب له مخې رایه ورکړي.

په پارلماني چارو کې د دولت وزیر ګل پادشاه مجيدي وايي، د ټولو وزیرانو تحصیلي اسناد، د دوه ‌ګوني تابعیت موضوع او پر جنايي جرمونو د تورنېدو مسلې څېړل شوي دي.

د افغانستان کابینه ۲۷ وزارتونه لري، چې د اوسنیو قوانینو له مخې د سولې په چارو کې د دولت وزیر، په پارلماني چارو کې د دولت وزیر، پېښو ته د رسېدو په برخه کې د دولت وزیر او د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر د کار د دوام لپاره له ولسي جرګې د باور رایو اخیستلو ته اړتیا نه لري.