د ارګ ویاند: کابینه به ژر بشپړه شي؛ د عبدالله ډله: د وزارتونو وېش لا نه دی مالوم

د عکس سرچینه، ARG
- Author, نجیب الله پاڅون
- دنده, بي بي سي
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند وايي ولسمشر محمد اشرف غني په وروستیو اونیو کې د کابینې غړو د بشپړېدو لپاره له سیاسي مشرانو سره کتلي او په څو راتلونکو ورځو کې به د کابینې د وزیرانو د ټاکلو پروسه بشپړه شي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي بي بي سي ته وویل، په نږدې ورځو کې به د کابینې غړي ولسي جرګې ته د باور رایې ترلاسولو ته ور وپېژندل شي.
خو د ملي پخلاینې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ته نږدې سرچینې بیا وايي، تر دې دمه د کابینې غړیتوب لپاره هیڅوک د دوی له ادرسه نه دي معرفي شوي.
دغې سرچینې چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي بي بي سي ته وویل په کابینه او ادارو کې ځینې څوکۍ چې د دوی ونډه کېږي له مخکې څخه په کره ډول نه دي معلومې شوې.
سرچینه وایي، په پیل کې باید دغه موارد له حکومت سره شریک شي او وروسته به د یوه روښانه لېست پر اساس د دغه ټيم کسان کابینې ته ور وپېژندل شي.

د عکس سرچینه، ARG
په ورته وخت کې د افغانستان ولسي جرګې له حکومت غوښتي چې ژر دې د کابینې غړي وټاکي او د باور رایې اخیستو لپاره دې جرګې ته ور ولېږي.
د ولسي جرګې لومړي مرستیال محمد میرزا کټوازي بي بي سي ته وویل د هغوی غوښتنه دا ده چې د کابینې ټول غړي د باور رایې ترلاسه کېدو لپاره دوی ته ور واستول شي.
د ولسي جرګې غړي وايي په وزارتونو او دولتي ادارو کې سرپرستۍ د حکومتولۍ په برخه کې ستونزې پیدا کړې.
د دې جرګې لومړي مرستیال ښاغلي کټوازي بي بي سي ته وویل په نږدې ورځو کې به د دې جرګې اداري هیت په دې اړه له ولسمشر غني سره وګوري او له هغه به د ټولې کابینې د ور پېژندلو غوښتنه وکړي.
د ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله تر منځ له سیاسي جوړجاړي نږدې یوه میاشت وروسته هم، چې له مخې یې دواړه غاړې د وزیرانو په ټاکلو کې پنځوس سلنه ونډه لري، تر دې دمه د کابینې له څو غړو پرته نوره کابینه نه ده ټاکل شوې.

د عکس سرچینه، ARG
تر دې دمه بهرنیو چارو وزارت، مالیې، د ښځو، عامې روغتیا، د ښارجوړولو، او د اطلاعات او فرهنګ وزارتونه او همدا راز د ملي امنیت ریاست او مرکزي بانک چې د ولسمشر غني ونډه کېږي نوماند او چارسنمبالي ورته ټاکل شوي.
له دې وړاندې هم د کابینې غړو ټاکل او ولسي جرګې څخه د دوی د باور رایو ترلاسو کولو ډېر وخت نیولی او جنجالي شوي.
په تېرو وختونو کې ځینې هغه وزیران چې د حکومت له لوري ولسي جرګې ته د باور رایو ترلاسه کېدو په موخه لېږل شوي او د باور رایه یې نه ده اخیستې، وروسته حکومت د وزارتوتو چارسمبالي ټاکلي.








