عمر داودزی: پاکستان ډاډ راکړ‌ چې د کال تر پایه به افغانستان کې اوربند وشي

عمر داودزی
    • Author, خدای نور ناصر
    • دنده, بي بي سي، اسلام اباد

د افغان ولسمشر ځانګړي استازي محمد عمر داودزي په اسلام اباد کې له بي بي سي سره په مرکه کې ویلي، په اوسني سفر کې پاکستانيو چارواکو ډاډ ورکړی، چې د کال تر پایه به په افغانستان کې جنګ بندي اعلان شي.

د ښاغلي داودزي په خبره پر طالبانو د پاکستان اغیز اوس هم شته او نه یواځې امریکا بلکې دوی هم دا مني،‌ چې له امریکا سره خبرو ته طالبان پاکستان حاضر کړل.

د نوموړي په خبره د دوی هم له پاکستان توقع همدا ده، چې د جنګ بندۍ لپاره ژر ګام پورته کړي.

"دلته په غیررسمي مجلسونو کې ډاډ راکړل شوی،‌ چې د کال تر پایه به که خدای کول جنګ بندي اعلان شي؛. خو چې بي بي سي وپوښتل دغه باور د چا له لوري درکړل شوی؟ ښاغلي داودزي وویل"هغه نو بحثونه دي. "

د افغان ولسمشر خاص استازی محمد عمر داودزی د پاکستان دغه سفر داسې مهال کوي، چې هلته په افغانستان کې د تاوتریخوالي پېښې زیاتې شوې دي او په ورته وخت په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې تر یوې میاشتې تېرېدو باوجود هم په رسمي توګه نه دي پېل شوې.

کابل ته د عمران خان سفر

عمران

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، لا هم دوحه کې تماس ډلې د خبرو په چلنلار سلا شوې نه دي.

د ښاغلي داودزي په خبره، د پاکستان لومړی وزیر عمران خان به په همدې کال کې د کابل سفر وکړي او هملته به بیا په همدې د ولسشمر غني او لومړي وزیر خان ترمنځ نورې خبرې وشي.

د ښاغلي داودزي په خبره په دې سفر کې يې که څه هم د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره پر افغان سوله خبرې ونه شوې، خو له نورو چارواکو سره يې خبري شوې دي.

د نوموړي په خبره، د دوی له پاکستان د افغان سولې په هکله دوه غوښتنې دي، چې پکې یوه د جنګ بندۍ او دویمه هغه يې د جمهوریت د ملاتړ وکړي:

"دا چې په پاکستان کې هم جمهوریت دی او په افغانستان کې هم د جمهوریت نظام دی، نو د پاکستان نه زموږ توقع دا هم ده، چې په دې مذاکراتو کې د جمهوریت ملاتړ وکړي. "

زلمی خلیلزاد وايي، د جوړجاړي اوسنی چانس به تل نه وي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، زلمی خلیلزاد وايي، د جوړجاړي اوسنی چانس به تل نه وي.

محمد عمر داودزی له افغان پلاوي سره اسلام اباد ته په سفر راغلی او دلته يې د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې په یوه دوه ورځني فورم کې ګډون درلود.

په دغه پلاوي کې د ولسي جرګې رييس میررحمان رحماني، د سوداګرۍ وزیر نثار غوریاني،‌ د افغان پارلیمان غړیو او ګڼو تجارانو هم ګډون درلود.

د دې غونډې په لومړۍ ورځ د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په خپله وینا کې ویلي وو، چې د دوی حکومت، پوځ او استخبارات درېواړه هڅه کوي‌، په افغانستان کې سوله راشي او جنګ ودرېږي.‌