تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
عمر داودزی: پاکستان ډاډ راکړ چې د کال تر پایه به افغانستان کې اوربند وشي
- Author, خدای نور ناصر
- دنده, بي بي سي، اسلام اباد
د افغان ولسمشر ځانګړي استازي محمد عمر داودزي په اسلام اباد کې له بي بي سي سره په مرکه کې ویلي، په اوسني سفر کې پاکستانيو چارواکو ډاډ ورکړی، چې د کال تر پایه به په افغانستان کې جنګ بندي اعلان شي.
د ښاغلي داودزي په خبره پر طالبانو د پاکستان اغیز اوس هم شته او نه یواځې امریکا بلکې دوی هم دا مني، چې له امریکا سره خبرو ته طالبان پاکستان حاضر کړل.
د نوموړي په خبره د دوی هم له پاکستان توقع همدا ده، چې د جنګ بندۍ لپاره ژر ګام پورته کړي.
"دلته په غیررسمي مجلسونو کې ډاډ راکړل شوی، چې د کال تر پایه به که خدای کول جنګ بندي اعلان شي؛. خو چې بي بي سي وپوښتل دغه باور د چا له لوري درکړل شوی؟ ښاغلي داودزي وویل"هغه نو بحثونه دي. "
د افغان ولسمشر خاص استازی محمد عمر داودزی د پاکستان دغه سفر داسې مهال کوي، چې هلته په افغانستان کې د تاوتریخوالي پېښې زیاتې شوې دي او په ورته وخت په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې تر یوې میاشتې تېرېدو باوجود هم په رسمي توګه نه دي پېل شوې.
کابل ته د عمران خان سفر
د ښاغلي داودزي په خبره، د پاکستان لومړی وزیر عمران خان به په همدې کال کې د کابل سفر وکړي او هملته به بیا په همدې د ولسشمر غني او لومړي وزیر خان ترمنځ نورې خبرې وشي.
د ښاغلي داودزي په خبره په دې سفر کې يې که څه هم د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره پر افغان سوله خبرې ونه شوې، خو له نورو چارواکو سره يې خبري شوې دي.
د نوموړي په خبره، د دوی له پاکستان د افغان سولې په هکله دوه غوښتنې دي، چې پکې یوه د جنګ بندۍ او دویمه هغه يې د جمهوریت د ملاتړ وکړي:
"دا چې په پاکستان کې هم جمهوریت دی او په افغانستان کې هم د جمهوریت نظام دی، نو د پاکستان نه زموږ توقع دا هم ده، چې په دې مذاکراتو کې د جمهوریت ملاتړ وکړي. "
محمد عمر داودزی له افغان پلاوي سره اسلام اباد ته په سفر راغلی او دلته يې د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې په یوه دوه ورځني فورم کې ګډون درلود.
په دغه پلاوي کې د ولسي جرګې رييس میررحمان رحماني، د سوداګرۍ وزیر نثار غوریاني، د افغان پارلیمان غړیو او ګڼو تجارانو هم ګډون درلود.
د دې غونډې په لومړۍ ورځ د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په خپله وینا کې ویلي وو، چې د دوی حکومت، پوځ او استخبارات درېواړه هڅه کوي، په افغانستان کې سوله راشي او جنګ ودرېږي.