د هلمند والي: تر هغه عملیات کوو چې طالبان پخوانیو سیمو ته ستانه شي

د هلمند والي محمد یاسین د جمعې په ورځ( د اکټوبر ۲۳) وویل، په دغه ولایت کې د حکومتي ځواکونو او وسلوالو طالبانوترمنځ لا هم جګړه شته، خو د پخوا په څېر سخته نه ده.

نوموړي د بي بي سي خبریال ابراهیم ساپي سره مرکه کې زیاته کړه، چې اوس د طالبانو پرمختګ بند دی او حکومت له دریو لورو عملیات پیل کړي او څلورم لور ته یې هم پیلوي.

تر دې مخکې د طالبانو د قطر دفتر ویاند محمد نعیم بي بي سي ته وویل، دوی هلمند کې هغه سیمې بېرته نیولې چې تاکتیکي شاتګ یې ترې کړی و او اوس دفاعي حالت لري.

خو په ځواب کې د هلمند والي وايي: "دا د خلکو په سترګو کې خاورې اچول دي دا ځایونه دولت سره و، دولت سیوري کې خلکو ژوند کاوه، دوی چې راغلل پل یې وران کړ، مکتب یې وران کړل خلک ترې تنګ و تاسو یې مهاجرت ولید."

نوموړی وايي، چې وسلوال طالبان خپلو پخوانیو سیمو ته ستانه شوي نه وي تر هغه به عملیات روانه وي.

وسلوالو طالبانو د اکتوبر پر ۱۰ د هلمند پر مرکز لښکرګاه، نادعلي او ناوه کې بریدونه وکړل او د لښکرګاه د څلورمې حوزې یا باباجي ځینې سیمې یې ونیولې.

د هلمند والي وايي، اوس هم دې سیمو کې پر ځینو طالبان ولکه لري او دوی یې د ولکه کولو لپاره عملیات پیل کړي دي.

ځايي چارواکي وايي په هلمند کې د وروستیو جګړو له امله څه باندې لس زره کورنۍ له خپلو مینو بې ځایه شوي دي.

هلمند کې د کډوالو چارو د ادارې مشر سید محمد رامین بي بي سي ته وویل د دې کورنیو د غړو شمېر شاوخوا ۷۰ زرو ته رسیږي.

ښاغلی رامین زیاتوي چې مد دې جګړې له امله تر اوو زرو کورنۍ بې ځایه شوې چې لا هم تر ډېره بې سرپنا او د ټولو سره مرسته نه ده شوې.

د هلمند د کډوالو چارو د ادارې د مالوماتو له مخې څه باندې شپږ زره کورنۍ لښکرګاه ښار ته راغلي، ۶۰۰ کورنۍ ګرشک او ۸۰۰ کورنۍ ناوې ولسوالۍ ته تللي دي.

سید محمد رامین زیاتوي د طالبانو کنټرول لاندې سیمو ته هم درې زره کورنۍ کډې کولو ته اړ شوي دي.