د کابل-کندهار پر لویه لار وردګو کې د وړو پوستو پرځای لویې اډې جوړېږي

- Author, اسد الله جلالزی
- دنده, بي بي سي
په غزني کې مساپر او موټر چلوونکي وايي، د کابل - کندهار په لویه لاره د میدان وردګو ولایت په اړوندو کې امنیتي ځواکونو خپلې پوستې خوشې کړې دي او اوس په خوشي شویو پوستو کې طالبان ځای پرځای شوي.
د هغوی په خبره، اوس دا لاره د طالبانو په واک کې ده، چې له همدې کبله اوس د موټر چلوونکو په مخ عمومي لاره بنده شوي او ویل کېږي طالبان موټر چلوونکې اړباسي چې خپل ګاډي په خامو او فرعي لارو وچلوي، چې له دې سره لاره اوږده او کرایه هم پورته شوي ده.
په غزني کې چارواکي هم وايي په دې وروستیو کې ۸ تنه چې په کې نظامیان او ملکي مامورین هم شامل دي، په دې لاره تښتول شوي او یا وژل شوي دي.
د پوځ چارواکي وايي په دغې لاره وړې پوستې يې پرېښې او لویې امنیتي اډې به جوړې کړي.
دلته په دې وروستیو کې خلک د لارې اوسني حالت موټر چلوونکي او مساپر ټول اندېښمن کړي دي.
فضل الرحمن د کابل - غزني په لویه لاره موټر چلوي. هغه وايي عمومي لاره بنده او دوی اړ دي چې په ناهوارو او کلیو کې تېرو شویو لارو باندې تګ راتګ وکړي، چې کله کله درانه بارو وړونکي موټر په لاره کې شپه هم پاتې کېږي:
"په لاره کې مې مشکل ونه لیده، چې ګنې ویشتل او جګړه دې وي. لاره يې بنده کړې وه، طالبانو له سړک نه خامې ته ګاډي کوزول، په دې مشکل موږ هم نه پوهېږي، چې څه کیسه ده او ولې بنده شوې، خو جنګ هم نشته".

"د امنیتي ځواکونو پرځای طالبانو تلاشۍ کولې"
بلال د غزني ښار اوسېدونکی دی. هغه په دې وروستیو کې له کابله غزني ته راغلی. بلال وايي کابو په ټوله لاره کې په دولتي امنیتي پوستو کې طالبان لیدل کېدل. هغه د سترګو لیدلی حال داسې کیسه کوي:
"موږه چې د میدان وردګو له مرکزه را ووتو، دوراني بازار لکه چې و، منظمې پیرې لګېدلې وې. ساده لکه څتګه به چې پخوا اردو تلاشي کوله اوس طالبان تلاشي کوي. د شپې اوه بجې وې. له ډرېور څخه لاره غلطه شوه. له یوه بل موټر چلوونکي مو پوښته وکړه چې دا لاره چېرته تللې؟ هغه ویل دا لاره زنخان ته تللې بیا هغه موټرچلونکي موږ ته لاره را وښوده. هغه ویل له موږ سره زنخان ته ولاړ شئ بیا همداغسې مو وکړه او اته بجې وې زه غزني ښار ته را ورسېدم. عامو مساپرو ته يې څه نه ویل."
ویل کېږي طالبان له عادې وګړو سره څه کار نه لري، خو حکومتي مامورین او نظامیان بیا څاري.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه زاده وايي په وروستیو کې لږ ترلږه اته کسان چې په کې د سیمه يیزې ادارې څو امنیتي کسان او یو لوړ پوړی مامور هم شامل ول، له لارې طالبانو له موټرو کښته کړي او یا يې وژلي دي:
"د کابل او کندهار په لویه لاره کې به په میدان ښار- غزني او زابل کې پخوا هم کله ناکله وسله وال مخالفان را وتل او په لاره به يې تلاشۍ کولې، خو په دا وروستیو دوو اونیو کې د وسله والو مخالفانو زیاتره تمرکز د میدان ښار په اړوندو کې پر عمومي سړک دی او زیات وخت زموږ ملکي مامورینو او ملکي هېوادوالو ته ستونزې جوړوي. ازار او اذیت کوي يي له موټرو يې کښته کوي زموږ رهبري په مرکز کې له چارواکو سره اړیکې نیولې د دغې لارې د خلاصون په اړه به ژر پرېکړه وشي".
د طالبانو غبرګون
طالبان په همدې لاره د دولتي کارکوونکو نیول مني او وايي داسې کسانو ته په دغې لاره د تګ راتګ اجازه نه ورکوله کېږي، خو د دولتي کارکوونکو وژل کېدل بیا نه مني.
د کابل - غزني په لویه لاره تلونکي مساپر او موټر چلوونکي وايي امنیتي ځواکونو خپلې پوستې پرېښې دي چې اوس په کې طالبان لیدل کېږي.

د کابل - کندهار د لويي لارې د امنیت ټینګښت د ملي اردو پر غاړه دی. د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ایمل مومند وايي په دغې لارې ځینې وړې پوستې له دې امله خوشې شوې چې په ځای به يې لوی بیزونه جوړېږي:
"د امنیت د ټینګښت لپاره ډېر جامع پلان باندې په وردګو کې کار روان دی. ان شاءالله د دغه پلان په عملي کولو سره به زموږ هغه کومې پوستې را ټولې شوې دي، د هغو پر ځای به بیزونه جوړ شي او په دوامداره توګه به ګرځنده ګزمې کېږي".
د کابل - کندهار لویه لاره چې د میدان وردګ، غزني او زابل ولایتونو تېرېږي، د هېواد په کچه یوه مهمه لاره بلل کېږي. په دې لاره وروستیو پېښو خلک او چارواکي اندېښمن کړي دي.
د غزني والي له ملي اردو غوښتي چې ددې لارې د امنیت ټینګښت ته دې پام وکړي.









