غزني کې چاودنې د ښځو په ګډون ولسي وګړي او پر کمال خان بند برید ۶ ساتونکي وژلي

د عکس سرچینه، @Ghazni Police
د افغانستان مرکزي غزني ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، ددې ولایت پر عمومي سړک روضې کوتل سیمه کې د سړک غاړې ماین چاودنې د څلورو ښځو په ګډون نهه کسان وژلي.
د غزني د ملکي روغتون مشر ډاکټر باز محمد همت بي بي سي ته وویل، ملکي روغتون ته د نهو کسانو مړي وروړل شوي، چې څلور پکې ښځې او یو نظامي دی.
د غزني د پولیسو ویاند احمد خان سیرت وايي، چاودنه نن ګهیځ شاوخوا نهه بجې د غزني اړوند روضې سیمه کې شوې ده.
ښاغلی سیرت وايي، په تېرو ۲۴ ګړیو کې یې د دغه ولایت جغتو او د غزني ښار لوېدیځه برخه کې د طالبانو پنځه بریدونه دفع کړي دي.
که څه هم تر اوسه د دغې چاودنې مسئولیت چا نه دی منلی، خو د غزني د پولیسو ویاند وايي، د چاودنې عاملین وسله وال طالبان دي.
نوموړی وايي، پر ماین تونس ډوله موټر ختلی چې د دوو ښځو په ګډون اوه کسان پکې وژل شوي چې ټول ملکیان دي.
دی وايي، کله چې پولیس د پېښې ځای ته د مرستې لپاره ورغلل، پر هاموې موټر یې چاودنه وشوه، چې دوه پولیس پکې ټپیان شول.
طالبان په همدې لاره د دولتي کارکوونکو نیول مني او وايي داسې کسانو ته په دغې لاره د تګ راتګ اجازه نه ورکوله کېږي، خو د دولتي کارکوونکو وژل کېدل بیا نه مني.
په کمال خان بند برید کې شپږ ساتونکي وژل شوي

د عکس سرچینه، .
په ورته وخت کې، د عامه ساتنې ملي تصدۍ ادارې ویاند ضیاء ودان ویلي، طالبانو نيمروز کې پر کمال خان بند بريد کړی، چې د دوی شپږ ساتونکي يې وژلي او دوه ټپيان دي.
نوموړی وايي، طالبانو د ټولو تعهداتو خلاف، په ملي پروژو او عامه شتمنيو بريدونه پيل کړل.
د وسله والو طالبانو یوه ویاند قاري یوسف احمدي پر ټوېټر لیکلي، په نیمروز ولایت کې د کمال خان په بند د برید راپورونه هېڅ حقیقت نه لري او موږ یې ردوو.
ښاغلی احمدي وايي، له بند خورا لرې سیمه کې یې د افغان پوځیانو یوه پوسته له منځه وړې ده، چې پر بند پورې هېڅ تړاو نه لري.
په غزني کې مساپر او موټر چلوونکي وايي، د کابل - کندهار په لویه لاره د میدان وردګو ولایت په اړوندو کې امنیتي ځواکونو خپلې پوستې خوشې کړې دي او اوس په خوشي شویو پوستو کې طالبان ځای پرځای شوي.
په غزني کې چارواکي هم وايي په دې وروستیو کې ۸ تنه چې په کې نظامیان او ملکي مامورین هم شامل دي، په دې لاره تښتول شوي او یا وژل شوي دي.









