د بشري حقونو د څار سازمان: امرالله صالح د ولسي وګړو د تلفاتو رپوټوونکي ګواښلي

تخار برید

د بشري حقونو د څار سازمان ویلي افغان حکومت باید هر هغه څوک سمدلاسه خوشی کړي چې د لومړي مرستیال امرالله صالح د حکم له مخې په تخار ولایت کې د افغان هوايي ځواکونو د برید په تړاو نیول شوي دي.

نن ( جمعه اکتوبر ۲۳) یوه خپاره شوي بیان کې د آسیا په چارو کې د دې سازمان د مرستیالې پاټرېشیا ګوسمن له قوله ویل شوي د دې برید په اړه باید بې پرې څېړنې وشي.

له دې نیوکې وروسته ښاغلي صالح په یوه تازه ټویټ کې ویلي چې د قانون سره سم ازادۍ مخه نه نیسي. خو ټېنګار یې کړی چې د وژنو، تښتولو، زورولو، جنسي تیري، غلا، ډل وژنې او د ځمکو د غصب لپاره د " ازادۍ " پرضد دی.

دا برید د افغانستان د دفاع وزارت د وینا له مخې وړمه ورځ ماسپښین مهال د تخار مرکز تالقان اړوند هزاره قرلق سیمه کې شوی او د قوماندانانو په ګډون ۱۲ طالب وسله وال په کې وژل شوي دي.

خو د تخار د والي ویاند جواد هجري بي بي سي ته ویلي وو چې دې کې چې په تېروتنه شوی ۱۲ کسان چې د مدرسې زدکوونکي او اکثریت ماشومان دي وژل شوي او ۱۴ کسان ټپیان شوي دي.

د تخار ولایت د ولایتي شورا منشي هم دې برید کې د ولسي وګړو د وژلو خبره کړې وه.

تخار برید

د عکس سرچینه، ARULLAH SALEH@

خو د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح وروسته وویل چې دې برید کې وسله وال طالبان وژل شوي او د دې ادعا د ثبوت لپاره کره شواهد شته دي.

نوموړي له هغو کسانو سره د قانوني چلن ګواښ کړی وو چې " ګونګوسه " یې خپره کړې وه چې ګواکې دې برید کې د ماشومانو په ګډون ولسي وګړي وژل شوي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان په ننني بیان کې د ښاغلي صالح هغه ټویټ ته هم اشاره شوې چې وروسته یې خپور کړی او په کې ویل شوي چې د تخار د پېښې په اړه د ناسمو خبرونو خپروونکی کس نیول شوی دی.

د آسیا په چارو کې د دې سازمان مرستیالې پاټریشیا ګوسمن ویلي د ولسمشر مرستیال امرالله صالح هڅه کوي د هغو کسانو پر خوله لاس کېږدي چې د ناقانونه هوايي بریدونو په اړه رپوټ ورکوي داسې بریدونه چې د هغې په وینا ولسي وګړي په کې وژل کیږي.

نوموړې تېنګار کړی چې د تخار د پېښې په اړه باید څېړنې وشي. دفاع وزارت هم ویلي چې د دې پېښې د څېړنې لپاره یې یو پلاوی ټاکلی دی.

له تخاره په تازه رپوټونو کې ویل شوي چې د دغه ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې د افغان هوايي ځواکونو د یوه برید له امله اووه ملکي وګړي چې ټول د یوې کورنۍ غړي دي ټپیان شوي دي.

یوې ځایي سرچینې چې د نوم نه ښودلو په شرط یې خبرې کولې د دې پېښې د تایید ترڅنګ وویل چې په دې برید کې د دې ولسوالۍ لپاره د طالبانو تش په نوم ولسوال کور ترڅنګ یو کور په نښه شوی دی.

دغه راز په رپوټونو کې ویل شوي چې د تخار د اشکمش سرپرست ولسوال هم طالبانو له ځان سره بیولی دی.