بین الافغاني خبرې: د افغان دولت او طالبانو "تماس ډلو" خپلمنځي ناسته وکړه

د عکس سرچینه، Getty Images
په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند منلې ده چې د افغان دولت او طالبانو د تماس ډلو ترمنځ خپلمنځي ناسته دوشنبه ماښام ترسره شوه. ډاکټر محمد نعیم پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، په دې ناسته کې د راتلونکو مجالسو پر کاري اصولو او مهالوېش باندې خبرې او بحث وشو.
تمه کېږي چې دا تماس ډلې به د خبرو اصلي ناستې لپاره، چې د دواړو خواو بشپړ پلاوي به پکې ګډون کوي، اجنډا هم ټاکي.
تر اوسه روښانه نه ده چې د تماس ډلو کار به څومره دوام کوي، او د پلاوو ترمنځ اصلي خبرې به کله پیلېږي.
افغان دولت به پر اورکم او اوربند ټینګار کوي

بل لور ته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست حنیف اتمر دوحه کې د بین الافغاني خبرو پر دویمه ورځ بي بي سي ته وویل، هڅه یې داده چې د یوه سراسري اورکم او اوربند پر هوکړې طالبانو سره موافقې ته ورسیږي.
له بي بي سي سره په یوه جلا ځانګړې مرکه کې ښاغلي اتمر وویل، د ناستې پر دویمه ورځ یې له مقابل لوري سره مخامخ خبرې لرلې: "زموږ هیله دا ده چې په لومړي پړاو کې اورکم وشي او موږ نن ماسپښین د طالبانو او افغان حکومت د استازو ترمنځ مخامخ خبرې درلودې او د اجنډا سر کې به اوربند وي."
حنیف اتمر وايي، اوربند به د طالبانو لپاره ګران وي، چې خپل جنګیالي قانع کړي، خو یوازې یوه لار شته چې دوی یوه خپلواک او دیموکراتیک افغانستان ته ژمن پاتې شي، چې دا کار اوربند او اورکم کمولو ته د ژمن پاتې کېدو له لارې ممکن دی.
وړاندې، ښاغلي اتمر بي بي سي ته په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي وو، ایران د افغان سولې د بهیر ملاتړ کوي خو پرون یې دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو غونډه کې ځکه استازی نه درلود چې امریکا سره یې لا هم اړیکې ښې نه دي.
حنیف اتمر وویل، د دوحې ناسته کې د روسیې استازی ضمیر کابلوف غونډې ته راغلی و، خو وینا یې ونه کړه.
ده وویل، د دواړو خواوو خبرې ښې وې، نیت پکې د سولې و، او داسې هېڅ خبره نه وه چې په هغه کې د سولې ملاتړو او ژمنتیا نه وي او د نړیوالو غبرګون ډېر مثبت و.
له شاوخوا شپږ میاشتو ځنډ وروسته د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د بین الافغاني خبرو پرانیستونکې غونډه د شنبې پر ورځ په دوحه کې ترسره شوه، چې ورسره د دواړو لوریو ترمنځ مخامخ خبرو ته لار هواره شوه.
د دې مذاکراتو پرانیستونکې غونډه کې ګڼو نړیوالو چارواکو ګډون درلود، او د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو قطر ته د روانېدو پر مهال دا خبرې 'تاریخي ' وبللې.
دې بین الافغاني خبرو کې د افغان دولت ۱۹ کسیز مرکچي پلاوي مشري معصوم ستانکزی او د طالبانو د ۲۱ کسیز پلاوي مشري عبدالحکیم حقاني کوي.











