د کابل چاودنه؛ د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح برسېرن ټپي شو

د ویډیو تشریح، کابل کې پر امر الله صالح برید

د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د چارشنبې ورځ( د سپټمبر ۹) دفتر ته د تلو پر مهال چاودنه کې برسېرن ټپي شوی دی.

وسلوال طالبان وايي دا برید دوی نه دی کړی. تراوسه کومې بلې ډلې هم د دې برید مسوولیت نه دی منلی.

امرالله صالح له برید نږدې دوه ګړۍ وروسته یوه ویډیو پیغام کې وايي، چې څو ساتونکي یې ټپیان شوي او د ملي امنیت روغتون ته لېږدول شوي دي:

"ما او زما ځوان زوی عبادالله جان ته-چې زمان څنګ ته ناست و- زیان نه دی رسېدلی، مخ او لاس مې برسېرن ټپي شوی دی."

په ورته مهال زیاتوي، چې دا لار تنګه ده او ډېرو خلکو ته مالي او ځاني زیان رسېدلی دی.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي، دې برید لس ولسي وګړي وژل شوي او د امرالله صالح د ساتونکو په ګډون پکې ۱۵ کسان ټپیان شوي دي.

د روغتیا وزارت ویاند اکمل سمسور بي بي سي ته وویل، له دې پېښې شپږ مړي او ۱۲ ټپیان روغتونونو ته ور وړل شوي دي.

غبرګونونه

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 1

افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د دې برید غندلو سره د پېښې د هر اړخیزې پلټنې غوښتنه کړې ده:

له ارګ په خپره شوې اعلامیه کې زیاته شوې: "تروریستان او د دوی بهرني ملاتړي د دغسې جنایتونو په ترسره کولو سره پر سوله، جمهوریت او د هیواد روښانه راتلونکي چې زموږ د هیوادوالو لویې او اساسي غوښتنې دي، د خلکو کلک باور نشي کمزوری کولی او د تروریستانو پر وړاندې زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو مبارزه به په جدیت او قاطعیت ادامه ولري. "

د افغان ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش پر ښاغلي صالح دا برید غندلی دی:

"په داسې مهال چې ټول د طالبانو او حکومت ترمنځ د سولې خبرو پیلېدو ته منتظر دي، د ولسمشرۍ پر لومړي مرستیال ترهګریز برید د سولې پروګرام ښکاره خلاف ورزي ده."

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 2

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست حنیف اتمر پر ښاغلي صالح دا برید غندلی دی:

"د وطن دوښمنان په دا ډول بریدونو سره د سولې خنډ کېدلی نه شي، سولې ته زموږ د رسېدلو هوډ خنډ نه منونکی دی."

تر چاودنې وروسته، د ملي روغې جوړې د عالي شورا د مشر عبدالله عبدالله په ګډون ځینې سیاستوال د ښاغلي صالح پوښتنې او دفتر ته ورغلي وو.

ABDULLAH ABDULLAH FACEBOOK

د عکس سرچینه، ABDULLAH ABDULLAH FACEBOOK

د پاکستان د پارلمان غړي او د پوښتنو ژغورنې غورځنګ یوه مشر محسن داوړ هم یوه ټوېټ کې پر ښاغلي صالح برید غندلی دی.

نوموړی هیله ښيي چې ښاغلی صالح به روغ وي او زیاتوي دا ډول بریدونو د هغه چا کار دی چې افغانستان کې سوله نه غواړي.

اروپايي ټولنې او د ملي پخلاینې مشر عبدالله عبدالله هم دا برید غندلی دی او ویلي یې دي خوشال دي چې دې برید کې امرالله صالح ته زیان نه دی رسېدلی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه ټوېټ کې پر امرالله صالح د برید غندلو سره وايي، د خوشالۍ خبره دا ده چې نوموړي ته زیان نه دی رسېدلی.

د امرالله صالح وروستۍ څرګندونې

دې X پوسټ نه تېرشئ, 3
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 3

د پخواني جهادي قومندان احمد شاه مسعود د وژلو ۱۹ تلین کې د سې شنبې په ورځ( د سپټمبر ۸) د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح وویل، د سولې خبرې په دې مانا نه دي چې افغان حکومت یا طالبان یو بل ته تسلیمېږي:

"موږ د خبرو مېز ته ځو، هلته سازش دا دی چې له دوښمن سره د یوه چتر لاندې سوله کې ژوند کوو، خو له ارزښتونو د تېرېدو په مانا نه دي. طالب باید پوه شي چې خبرې د دوی غوښتنو ته د تسلیمېدو مانا نه لري نه موږ تسلیمېږو او ښکاره ده چې طالب هم نه تسلیمېږي."

FVP

د عکس سرچینه، FVP/AFGHANISTAN

د عکس تشریح، امرالله صالح تر چاودنې وروسته یوه وېدیو کې چې د برید په اړه غږېده، تر چپ لاس یې پټۍ تاو کړې ده.

نوموړي خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې طالبان باید پوه شي چې جمهوریت د څو کسانو نظام نه دی او د دغه نظام د جوړولو لپاره د افغانستان ۳۴ ولایتونو کې قرباني ور کړې او ورکوي یې او د سولې خبرې د طالبانو غوښتنو او ارزښتونو ته د تسلیمېدو په مانا نه دي.

امرالله صالح د تېرې یکشنبې په ورځ هم یوه تلوېزوني مرکه کې د ډیورنډ کرښې په هکله هم څرګندونې درلودې.

د افغان ولسمشر کلتوري سلاکار شاه حسین مرتضوي له نننۍ چاودنې وروسته لیکلي:

"ښاغلی لومړی مرستیال د پاکستان د لاسوهنې، د طالبانو د بې شمېره جنایتونو مقابل کې د درېدو او د ځمکنۍ بشپړتیا (ډیورند) د دفاع بیه ورکوي."

صالح

د عکس سرچینه، RTA FACEBOOK

د عکس تشریح، د ۲۰۱۹ کال جولای کې هم د امرالله صالح پر دفتر برید وشو.

د ۲۰۱۹ کال د جولای پر ۲۸ هم د امرالله صالح پر دفتر برید وشو.

هغه مهال نوموړی ولسمشرۍ ټاکنو کې د افغان ولسمشر لومړی مرستیال غوره شوی و.

امرالله صالح له دې مخکې د کورنیو چارو وزارت سرپرست او د ملي امنیت لوی رییس پاتې شوی دی.