اتمر: طالبانو سره سوله باید د "اسلامي جمهوریت" په چوکاټ کې وي

د عکس سرچینه، MOFA
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست حنیف اتمر وایي، له طالبانو سره د سولې د پروسې په پای کې باید د "اسلامي جمهوریت" ارزښتونه خوندي پاتې شي. ښاغلی اتمر وایي، په دې ارزښتونو کې د افغانستان خپلواکي، دیموکراتیک نظام، اساسي قانون او بهرنۍ اړیکې شاملې دي.
حنیف اتمر د پنجشنبې پر ورځ د متحد ایالاتو د سولې انسټیټیوټ سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، له طالبانو سره یوازې د سولې پروسه یا خبرې مهمې نه دي، بلکې د دې پروسې پایله مهمه ده.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وویل، مشورتي لویې جرګې دا جوته کړه چې افغانان د سولې د بهیر په پایله کې څه غواړي، او د دې پایلې په اړه ملي اجماع موجوده ده.
"که بهرني ځواکونه ووځي، بهرني ترهګر دې هم ووځي"
ښاغلي اتمر وویل، طالبانو سره خبرو کې به د "اسلامي جمهوریت" دریو ارښتونو پر خوندي ساتلو ټینګار کېږي.
لومړی دا چې افغانستان به یو خپلواک هېواد وي او ځمکنۍ بشپړتیا به یې خوندي وي.
دویمه دا چې افغانستان کې به پر اساسي قانون ولاړ یو داسې جمهوري نظام وي چې پکې به د ښځو، لږکیو او نورو ټولو وګړو حقونه خوندي وي.
درېیمه دا چې د افغانستان بهرنۍ اړیکې باید خوندي وي، او که چېرې طالبان له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل غواړي نو حکومت هم دا غوښتنه کوي چې ټولې ترهګرې ډلې باید له افغانستانه ووځي.
حنیف اتمر زیاته کړه، طالبانو سره له سولې وروسته به هم افغانستان له امریکا او ناټو او همدار راز د شانګهای همکاریو سازمان هېوادونو سره خپلو امنیتي او نورو تړونونو ته ژمن پاتې کېږي.
راتلونکې اوونۍ د بین الافغاني خبرو د پیلېدو هیله

د عکس سرچینه، Abdullah abdullah/facebook
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست همدا راز هیله څرګنده کړه چې راتلونکې اوونۍ به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې پیل شي.
د حنیف اتمر له دې څرګندونو یوازې څو ساعته وړاندې د افغانستان ملي مصالحې شورا مشر عبدالله عبدالله هم کابل کې یوې ناستې ته وویل، د افغان دولت او طالبانو تر منځ بین الافغاني خبرې راتلونکې اوونۍ پیلېږي.
تر اوسه معلومه نه ده، چې د افغانستان مرکچي پلاوی به څه مهال دوحې ته روانېږي، خو مخکې طالبانو د افغانستان له زندانونو د څلور سوه پاتې طالب زندانیانو خوشي کېدل د دې خبرو د پیل لپاره شرط ایښی و.
لا به وختي وي چې د بین الافغاني مذاکراتو پر اجنډا وویل شي، او تمه دا کېږي چې په دې خبرو کې به د افغانستان پر راتلونکي حکومت نظام خبرې کېږي.
که یوې خوا ته افغان حکومت د اوسني جمهوري نظام او د تېرو شلو کالو د لاسته راوړنو پر خونديتابه ټینګار کوي، بل لور ته طالبانو تل ویلي چې د بین الافغاني مذاکراتو له لارې په افغانستان کې د "شرعي نظام" د رامنځته کېدو غوښتونکي دي.
خو هیره دې نه وي، چې په افغانستان کې واکمنو حکومتونو په تېرو شلو کلونو کې تل ټینګار کړی چې اوسنی نظام او اساسي قانون له شریعت سره په ټکر کې نه دي.








