"که طالبان القاعدې او نورو ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې نه کړي د سولې تړون نه شي کېدی"

طالبان القاعده

د عکس سرچینه، MFA

د عکس تشریح، ښاغلی اتمر وايي افغان دولت او نړیوال همکاران د زندانیانو د مسلې په اړه د حل لارې لټه کې دي

د افغانستان د بهرنیو چارو چار سمبالی وزیر محمد حنیف اتمر وايي، که طالبان له القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې نه کړي نو د سولې هیڅ تړون به رامنځته نه شي. هغه ټینګار کړی چې د سولې تړون به د افغانستان اسلامي جمهوریت پر اصل بنا وي.

ښاغلي اتمر له بي بي سي سره مرکه کې ویلي، له طالباو سره د سولې خبرې په ټوله کې دوه هدفونه لري؛ لومړی دا چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ تلپاتې سوله وشي داسې سوله چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت پر اصل ولاړه وي.

دویم هدف د ښاغلي اتمر له نظره دا یقین تر لاسه کول دي چې طالبان له القاعده او نورو ترهګرو سیمه ییزو او نړیواله ډلو سره اړیکې پرې کړي، خو که دا اړیکې پرې نه شي نو د سولې کوم تړون به هم رامنځته نه شي.

نوموړي د "طالبانو او نورو ترهګرو ډلو ترمنځ اړیکو " ته په اشارې وویل چې دا د افغان دولت او نړیوالو همکارانو لپاره یو چلېنج دی.

القاعده طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د دوحې د هوکړې له مخې طالبان باید له القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړي

د بندیانو د تبادلې او سولې په چاره کې د رامنځته شوي ځنډ په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې هغه وویل چې افغان دولت او نړیوال همکاران له طالبانو او سیمه ییزو ښکیلو خواوو سره په اړیکه کې دي او هیله من دی چې دې برخه کې د رامنځته شوې ستونزې د هواري لپاره یوې اجماع او حل لارې ته ورسیږي.

خو د بهرنیو چارو وزیر ټېنګار وکړ چې افغان دولت د طالب زندانیانو د خوشي کولو په برخه کې خپلې ژمنې پر ځای کړي او د پاتې ۳۲۰ زندانیانو خوشي کولو ته هم ژمن دی خو په دې شرط چې طالبان هم زندانیان خوشي کړي.

د یادولو ده چې د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون په خپل درې میاشتني رپوت کې- چې څو ورځې وړاندې کانګرس ته وړاندې شو- ویلي طالبان لا هم القاعده سره اړیکې لري.

په دې رپوټ کې چې د روان کال د اپریل له لومړۍ د جون تر وروستۍ نېتې پورې مودې په اړه دی ویل شوي چې طالبانو له القاعده سره پر افغان ځواکونو ګډ بریدونه کړي دي.

په دې رپوټ کې ویل شوي چې طالبانو له امریکا سره د جګړې پای ته رسولو برخه کې خپلې ژمنې عملي کړې خو پر افغان حکومت او افغان ځواکونو یې بریدونه پراخ کړي دي.

خو طالبانو دا څرګندونې رد کړې او ټېنګار یې کړی چې د القاعده په څېر ډلو ملاتړ ته اړتیا نه لري.

پر طالبانو بندیزونه

طالبان پاکستان

د عکس سرچینه، SUHAIL SHAHEEN

د عکس تشریح، پاکستان وايي طالب پلاوی یې د سولې په اړه خبرو لپاره ور بللی

د ښاغلي اتمر د دې وروستیو څرګندونو سره هم مهال د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه کې له پاکستانه غوښتي چې د ملګرو ملتونو د پرېکړې له مخې پر طالبانو د بندیزونو لګولو په برخه کې ژمن پاتې شي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي چې افغان حکومت د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د څو ورځې وړاندې اعلامیه په دقت کتلې ده او غوښتنه یې داده چې پاکستان خپلې نړیوالې ژمنې ترسره کړي او د ملګرو ملتونو پریکړه لیکونو عملي کولو ته په بشپړه توګه ژمن پاتې شي.

څو ورځې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه کې د طالبانو او حقاني شبکې په ګډون پر یو شمېر ډلو له وړاندې لګول شوي حکومتي بندیزونه د غځولو خبر ورکړی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په نننۍ اعلامیه کې ویل شوي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ټولو پرېکړو عملي کول چې د ترهګرو د مالي سرچینو مخه نیسي پر ټولو دولتونو لازمي ده.

د پاکستان له خوا پر طالبانو د بندیزونو د لګولو په اړه د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د افغانستان د ملي امنیت شورا په غونډه کې هم خبرې شوي دي. د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي چې افغان دولت تمه لري چې پاکستان د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پرېکړو د عملي کولو په برخه کې عملي ګامونه پورته کړي.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له اعلامیې یوه ورځ وروسته پاکستان ته د طالبانو د مرستیال مشر او په قطر کې د دغې ډلې د مشر ملا برادر په مشرۍ د طالبانو د یوه پلاوي د ورتګ خبر ورکړل شو.

دا پلاوی همداس په پاکستان کې دی او پاکستاني چارواکو ویلي دا پلاوی یې د افغان سولې په تړاو د خبرو لپاره ور بللی دی.