غني: 'داسې سوله نه غواړو چې د امنیتي ځواکونو د برخلیک ضمانت نه کوي'

د عکس سرچینه، ARG
- Author, هدایت الله همیم
- دنده, بي بي سي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، داسې 'تېرېدونکې' سوله نه مني، چې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د برخلیک ضمانت پکې نه وي شوی. ظاهراً د ولسمشر غني دا څرګندونې د طالبانو د سیاسي دفتر پخواني مشر شیر محمد عباس ستانکزي هغو څرګندونو ته غبرګون دی، چې ویلي یې وو، د امریکایانو په وتلو به افغان ځواکونه ړنګ شي.
د افغان امنیتي ځواکونو د راتلونکې په اړه طالبانو ددغه چارواکي څرګندونو ته د عامو افغانانو غبرګونونه هم توند وو.
ولسمشر محمد اشرف غني دا څرګندونې د افغانستان د ځانګړو عملیاتو قول اردو د منسوبینو د تقدیر په مراسمو کې کړې دي.
ښاغلی غني وايي، که یوڅوک دا ادعا لري، چې افغان ځواکونه به ړنګ کړي، باید لږترلږه زر کاله صبر وکړي:
"که څوک دا بابیزه ادعا لري، چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه به ړنګېږي، زر کاله دې صبر وکړي، را دې شي او د جګړې میدان کې دې ستاسې مقابل کې ودرېږي."
نوموړي دا څرګندونې په قطر کې د امریکا او طالب استازو ترمنځ تر شپږ ورځنیو خبرو وروسته کړې دي.
ولسمشر غني وايي، تر څو چې ژوندی وي، تېرېدونکې سوله به ونه مني: "داسې سوله نه لاسلیکوم چې افغان دفاعي او امنیتي ځواکونه د خپلواکۍ د ساتونکو، د ازادۍ د سپاهیانو او د افغانستان د دیموکراسۍ د مدافعینو په توګه ضمانت ونه لري."
ښاغلی غني وايي، هرڅوک چې ددې هېواد امنیتي ځواکونو ته د ملېشې او مزدورې اردو خطاب کوي، په اصل کې د ده په ټکو "له دې خاورې بې خبره دي."
بل خوا د افغانستان د ملي امنیت شورا پخواني سلاکار او راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند حنیف اتمر پر ټویټر لیکلي، هیله یې دا ده چې افغان حکومت د سولې روان بهیر ته له تنګې کړکۍ ونه ګوري.
غني ولې د امریکا او طالبانو د سولې له خبرو ناراضه دی؟
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
په تېرو څلورو میاشتو کې څلور ځله د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکايي پلاوي او قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ترمنځ په متحده عربي اماراتو او قطر کې خبرې شوې دي.
ددې خبرو پایله تر اوسه د سولې پر خبرو د یوه ټولیز چوکاټ هوکړه ده، چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو او دا چې افغانستان به د القاعده او نورو سخت دریځو ډلو په مرکز بیا نه بدلېږي، خبرې شوې دي.
خو په دې خبرو کې افغان دولت نه دی غوښتل شوی، ځکه چې طالبان وايي له افغان حکومت سره مخامخ خبرې نه کوي.
وړاندې د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر مشر شیر محمد عباس ستانکزي ویلي، اشرف غني د امریکا "لاسپوڅی" دی او له هغه سره خبرو ته اړتیا نه وني.











