مشورتي لويه جرګه: کارونه بشپړ شول او پرېکړه لیک د یکشنبې پر ورځ خپرېږي
نن (یکشنبه) په افغانستان کې د مشورتي لویې جرګې درېیمه او وروستۍ ورځ ده چې د جرګې ګډونوال به د خپل کار پایله اعلان کړي.
ټاکل شوې چې ولسمشر محمد اشرف غني هم د دې جرګې په ننیو مراسمو کې وینا وکړي او ټاکل شوې د جرګې ګډونوال نن له حکومت سره خپلې مشورې شریکې کړي.
د ۴۰۰ طالب زندانیانو خوشي کولو پرېکړې په هکله د رابلل شوې مشورتي لویې د شنبې ورځې کار مازدیګر مهال د ۵۰ کمېټو له کاري رپوټ وړاندې کولو وروسته پای ته ورسېد.
د مشورتي لویې جرګې پر دویمه ورځ د ۵۰ کمېټو مشرانو عمومي غونډې او د جرګې مشرته له رپوټونو وړاندې کولو وروسته، د ملي مصالحې عالي شورا ویلي، د کمېټو مشرانو له طالبانو سره د سولې د مذاکراتو لپاره ځینې سپارښتنې وکړې او په ملي او نړیوال ضمانت د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشي کولو مشوره یې ورکړه.
د دویمې ورځې غونډې په پای کې د مشورتي لویې جرګې مشر عبدالله عبدالله وویل، سبا به رسماً د مشورتي لویې جرګې پایله اعلان شي.
ښاغلی عبدالله وايي، که د کاري کمېټو پرېکړه د جرګې تایید ترلاسه کړي، دغه پرېکړه به ژر تر ژره پلي شي.
د مشورتي لویې جرګې مشر وايي، د لویې جرګې ټول غړي د بین الافغاني خبرو پیلېدل غواړي او په خبره یې د مشورتي لویې جرګې د پرېکړې له وروستي کېدو وروسته، درې ورځې پکار دي چې بین الافغاني خبرې پیل شي.
د ملي مصالحې عالي شورا په اعلامیه کې راغلي، د کمېټو مشرانو د تلپاتې سولې لپاره د سولې د مذاکراتو د نه ځنډولو پخاطر حکومت ته مشورې ورکړې دي.
یاده سرچینه وايي، د طالب بندیانو له خوشي کولو وروسته باید سم لاسي اوربند اعلان شي او دواړه غاړې ژمنې ورته پاتې شي او د سولې خبرې ژر تر ژره پیل شي.
دوی دا سپارښتنه هم کړې چې د سولې خبرې دې د افغانانو په مشرۍ په افغانستان کې پیل شي او د افغانستان په مسله کې ښکېل هېوادونه دې د طالبانو له ملاتړ لاس واخلي.
د کمېټو مشرانو له نړیوالې ټولنې هېواد ته د تلپاتې سولې د راتلو د ضمانت غوښتنه هم کړې ده.
دوی ویلي، د طالب بندیانو خوشي کول د هغوی د جرمونو د بښلو په مانا نه ده او نه هم هېڅوک یا کوم بنسټ دا حق لري.
جرګه کې لانجه
د سولې مشورتي جرګې پر دویمه ورځ د جرګې له مشر عبدالله عبدالله سره د ګډونوالو او د کمېټو د مشرانو د رپوټونو وړاندې کولو پر مهال جرګه کې ګډوډي رامنځ ته شوه او ځینو ښځو اعتراض وکړ. ښاغلي عبدالله وویل، د کمېټو کار بشپړ شوی او پایلې او پرېکړه لیک ښايي سبا ته اعلان شي.

د عکس سرچینه، Arg
د جرګې له ګډونوالو سره د عبدالله عبدالله د ګډې غونډې پرمهال ګډوډي رامنځ ته شوه، چې ښاغلي عبدالله یې د کابو کوله هڅه وکړه، خو تر ډېره لانجه کوونکو د عبدالله خبرو ته غوږ نه نیوه او یوې ګډونوالې پرته له دې چې د ښاغلي عبدالله خبرو ته غوږ ونیسي، چیغې وهلې.
ښاغلي عبدالله د تېرې ورځې د جرګې یوې ګډونوالې او یوه ګډونوال وهل کېدو او له جرګې ایستلو ته په اشاره وویل، وهل د قانون مخالف کار دی:
"د ملي مصالحې د عالي شورا او د سولې مشورتي جرګې د مشر په توګه باید ووایم، د یوه کس وهل، که ښځه وي یا نر، د پارلمان غړی/غړې وي یا بزګر، په هېڅ ډول د منلو وړ نه دي."
د ارګ غبرګون
بل خوا د ولسمشر د ساتنې عمومي ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د ولسمشر ساتونکي ځانګړي ګارډ (پي پي اېس) کړنې تل مسلکي او معیاري دي، چې په وینا یې "هېڅ غړی مو د تاوتریخوالي کړنه نه کوي. د تېرې ورځې پر پېښې خواشيني ښیو، هغه ښځه چې له اغلې روشن سره یې فزیکي تاوتریخوالی کړی، د پي پي ایس غړې نه وه. ښايي د جرګې کومه کارمنه وي. د دې قضیې د لا روښانتیا لپاره غوره دا ده چې څېړنه وشي. موږ په ډاډ په دې پېښه کې د پي پي اېس ښکېلتیا ردوو."

د عکس سرچینه، @Dr.AbdullahAbdullah
د جرګې غړو او اداري پلاوي بي بي سي ته ویلي، د راپور ورکولو دا لړۍ نن شنبه د کابل په وخت ګهیځ۹:۳۰ بیا پیل شوې.

د جرګې ګډونوالو دوه پوښتنو ته ځوابونه ورکړي
په لومړۍ پوښتنه کې ویل شوي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې د زمري په شلمه (راتلونکې دوشنبه) پیلېږي، خو په دې شرط چې د طالبانو پاتې ۴۰۰ زندانیان خوشي شي.
د دې پوښتنې ځواب په توګه ګډونوالو ته دوه غوراوي ورکړی شوي دي: لومړی غوراوی دا دی چې د نړیوالو ضمانتونو په بدل کې دې دا زندانیان خوشي شي او مخاخ مذاکرات دې پیل شي.
خو دویم غوراوی تر ډېره یو ډول خبرداری دی. په دې کې د جرګې ګډونوالو ته ویل شوي چې که چېرې دا پاتې طالب زندانیان خوشي نه شي نو افغانستان کې به جګړه، تاوتریخوالی او اوسنی وضعیت دوام وکړي.
په دویمه پوښتنه کې راغلي، که د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې پیلېږي، نو د جرګې ګډونوال د حکومت مرکچي ډلې ته څه مشوره ورکوي او له دې مذاکراتو څه تمه لري.

د جرګې ۱۷ ګډونوال کورونا وېروس لري
افغانستان کې د روغتیا وزارت اعلان کړی چې د مشورتي لویې جرګې ۳۲۰۰ ګډونوالو ۱۷ تنه یې په کورونا وېروس اخته دي.
د دې وزارت ویاند مرستیال نور الله تره کی وايي، په کورونا اخته کسان قرنطین شوي دي.

د عکس سرچینه، ARG
دا جرګه چې د افغانستان له بېلابېلو برخو ۳۲۰۰ کسانو ګډون په کې کړی، تېره ورځ (جمعه اګسټ ۷مه) پیل شوه چې د طالب زندانیانو د خوشي کولو یا بند کې ساتلو په اړه سلا مشوره او پرېکړه وکړي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د مشورتي لویې جرګې په پرانیستغونډه کې وویل:
"دا لوی تصمیمونه دي چې باید ملت ته په کې مراجعه وشي او د هغوی نظر ته لبیک وویل شي. داسې جرګې همېشه په خير وې. د بېلا بېلو هېوادونو له استازو سره مو بحث درلود، ټولو د افغانستان په مشرتوب د سولې هڅو ملاتړ کړی دی."
ښاغلي غني جرګه والو ته وویل، طالبانو ژمنه کړې ده چې که یې پاتې بندیان خوشي شي نو راتلونکو دریو ورځو کې به حکومت سره مخامخ خبرو ته کېني.

د عکس سرچینه، GMIC
طالبانو د یادې جرګې له جوړېدو سره د پارلمان مخالفت ته هم اشاره کړې او د ولسمشر د تېرې ورځې څرګندونو ته په غبرګون کې طالبانو ویلي د غونډې په اړه یوځل بیا تکراروي چې ''د ۴۰۰ بندیانو د برخلیک په پلمه جرګې راغوښتل او بیا له هغې نه د افغان ولس د هیلو خلاف استفاده کول؛ نه د ملت درد دوا کولای شي او نه داسي جرګه د ملت استازولي کولای شي."
په ورته وخت کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو پر ټوېټر لیکلي، د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره یې د افغان سولې په تړانو د همکارۍ غځولو او د سیمه ییز ټیکاو د ملاتړ د اهمیت په اړه خبرې کړې دي.
نوموړی وايي، موږ د خپلو ګډو موخو او شراکت د ډېرولو په لټه کې یو.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای













