ایا بریتانوي پوځیانو هلمند کې بېګناه افغانان وژلي وو؟

د عکس سرچینه، Reuters
- Author, مټ بارډو / هنا اوګرادي
- دنده, بي بي سي - پانوراما
په ۲۰۱۱ کال کې، هغه مهال چې افغان جګړه په اوج کې وه، د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو دوه افسرانو د پټو خبرو لپاره د ډورسېټ ښار په یوه پب (شرابخونه)کې سره ولیدل.
دې افسرانو وېره درلوده چې د بریتانیا ځینو خورا ماهرو پوځیانو په ناقانونه توګه د بې وسلې کسان د وژلو قصدي پالیسي خپله کړې وه.
اوس داسې شواهد رامخې ته شوي چې د دې افسرانو دا وېره سمه ثابتوي.
دا افسران د هلمند د ګردونو او خطرونو نه زرګونه میله لېرې په بریتانیا کې ناست وو.
یو یې په هماغو وروستیو کې د افغانستان له جګړې بېرته بریتانیا ته راستون شوی و.
د ده تر قوماندې لاندې پوځیانو ویلي وو، داسې یې حس کوله چې د بریتانیا ځانګړي ځواکونه افغانستان کې قصدي وژنې کوي.
دویم افسر د قوماندې په مرکز کې پاتې شوی و او د جګړې له لومړۍ کرښې په دې تړاو رپوټونه یې په خورا اندېښنې لوستل.

په دې رپوټونو کې ښودل شوې وه چې د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو لخوا په جګړه کې د وژل شویو (دوښمنانو) شمېر په ناڅاپي ډول لوړ شوی و.
دا ځانګړي ځواکونه د بریتانیا تر ټولو مجهز پوځیان دي، چې د ځانګړي هوایي ځواک (اېس اې اېس) او ځانګړي سمندري ځواک (اېس بي اېس) پوځیان پکې شامل دي.
په پب یا شرابخونه کې د دې دوه افسرانو له خبرو وروسته یو لنډ یادښت، چې د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو یوه تر ټولو جګپوړي غړي لیکلی و، د قوماندې لوړو افسرانو ته ورسول شو.
په دې یادښت کې خبرداری ورکړل شوی و چې د بېګناه کسانو د وژلو په تړاو تورونه باید وڅېړل شي، او د (جنایي عمل) مخه باید ونیول شي.
دا سندونه د بریتانیا په لوړه محکمه کې د یوې قضیې په ترڅ کې د لي ډې په نامه وکیل ته وښودل شول.
دا محکمه به په دې اړه پرېکړه کوي چې ایا د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو لخوا د ناقانونه وژنو قضیه په سمه توګه پلټل شوې وه او که نه.
دا قضیه د سیف الله غریبیار په نامه د یو کس لخوا محکمې ته راوړل شوې ده.
دا کس وایي چې د ۲۰۱۱ کال د فبرورۍ میاشتې پر ۱۶مه نېټه یې د کورنۍ څلور غړي سهار وختي ووژل شول.
د بي بي سي پانوراما خپرونې هم تېر کال د دې قضیې په اړه رپوټ ورکړی و.
پانوراما خپرونې د دې رپوټ لپاره د (سنډې ټایمز) اوونیزې سره په ګډه کار کړی و او داسې شواهد یې را برسېره کړي وو چې د بریتانیا ځانګړي ځواکونه ناقانونه وژنو کې ښکېل ښیي.
د بریتانیا حکومت استدلال کوي چې ځواکونو یې د خپلې دفاع په حالت کې د سیف الله د کورنۍ څلور غړي وژلي وو.
خو اوس تازه را برسېره شوي اسناد ښیي چې ځینو کسانو د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو دې عملیاتو په اړه جدي اندېښنې درلودې.
پر هماغه شپه کله چې ځانګړي ځواکونه له دې عملیاتو بېرته خپل مرکز ته ستانه شول، ځینو نورو بریتانوي ځواکونو ایمیلونه لیکل او د (یوې بلې ټولوژنې) خبره یې پکې یادوله.

هلمند کې پر هغه شپه څه پېښ شول؟
د ۲۰۱۱ کال د فبرورۍ د ۱۶مې نېټې سهار یوه بجه وه او د سیف الله کورنۍ په ناوه کې په خپل کور کې ویده وه.
ناڅاپه د چورلکو د څرخ غږ دوی له خوبه راویښ کړل، او ورپسې په لاوډسپیکرو کې هم غږونه پیل شول.
سیف الله هغه مهال لا زلمی و، خو د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو په داسې عملیاتو کې راګېر و چې موخه یې (وژل یا ژوندي نیول) وو.

دا ډول د شپې چاڼیز عملیات هغه مهال یو عادي کارېدونکی تکتیک و او له افغان ځواکونو سره په ګډه د شپې په تیاره کې ترسره کېدل.
د دې عملیاتو موخه د جګپوړو طالبانو په نښه کول وو.
سیف الله د هغې شپې د پېښو په اړه د بي بي سي پانوراما خپرونې ته وویل:
"ټول ځان مې له وېرې رپېده". ټول ښځو او ماشومانو ژړل او چیغې یې وهلې".
نوموړي وویل، لاسونه یې ور وتړل او بیا یې د کور له ښځو او ماشومانو سره یوه کونج کې کېناوه. لږه شېبه وروسته یې د ډزو غږونه واورېدل.
کله چې بریتانوي ځانګړي ځواکونه بېرته لاړل، د سیف الله د دوه وروڼو مړي له کوره بهر کرونده کې وموندل شول.
په یوه څنګلورۍ ودانۍ کې یې د اکا زوی مړی هم پروت و. کله چې سیف الله بېرته خپل انګړ ته راننوت نو د پلار مړی یې هم پر ځکه پروت و.
سیف الله وایي: "د پلار تندی مې په ډزو سوری سوری و او پښې یې هم مرمیو ور ماتې کړې وې".

تېر کال د پانوراما خپرونې ومونده چې ډېری د دا ډول چاڼیزو شپنیو عملیاتو لپاره ترلاسه شوي استخباراتي مالومات ناسم وو.
د ناقانونه وژنو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي فېلپ السټن پانوراما خپرونې ته وویل:
"زه هېڅ شک نه لرم چې د بېګناه خلکود وژنې ډېری تورونه سم دي. موږ ویلی شو چې په شپنیو عملیاتو کې ګڼ شمېر ولسي وګړي په ناسمه او ناقانونه توګ وژل شوي دي".
سیف الله په دې باور دی چې کورنۍ یې په ناسمه توګه په نښه شوه او بیا په بې رحمۍ ووژل شوه.
په ناوه ولسوالۍ کې له هغو وژنو وروسته په لویه کچه غوسه را وپارېدله. د هغه مهال د هلمند والي هم وویل چې وژل شوي کسان بېګناه ولسي وګړي وو.

د بریتانیا د پوځ هغه برېښنالیکونه چې پانوراما خپرونې لیدلي، څرګندوي چې هغو عملیاتو کې ښکېل افغان پوځیان هم د سیف الله په شان خبره کوي.
په دې برېښنالیکونو کې د افغان پوځیانو د یو قومندان له قوله ویل شوي چې هېچا هم پر بریتانوي پوځیانو ډزې نه کولې.
دې قومندان ویلي، خو بیا هم څلور کسان ووژل شول او دی باور لري چې بېګناه کسان وو.
د افغان پوځ دغه قومندان وایي، دوه کسان هغه مهال وویشتل شول چې د تېښتې هڅه یې کوله، او دوه نور کسان داسې مهال ترور شول چې وار د مخه نیول شوي او تلاشي شوي وو.
دا برېښنالیکونه څرګندوني چې دې عملیاتو له هلمنده تر لندنه ټول بریتانوی پوځ هېښ کړ.
په برېښنالیکونو کې همدا راز اندېښنه ښودل شوې وه چې ځینې وخت افغان پوځیانو له بریتانوي پوځیانو سره په ګډه له عملیاتو انکار کاوه.
دلیل یې دا و چې افغان پوځیانو فکر کاوه چې په دې عملیاتو کې بېګناه خلک وژل کېږي.
دا لومړی ځل نه و چې افغان پوځیانو د بېګناه کسانو د وژل کېدو په اړه شکایت کړی و.
د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو یوه جګپوړي افسر لیکلي، له افغان ځواکونو سره دا ډول اختلاف له بریتانویانو افغانانو ته د امنیت مسئولیت د لېږد پلان کې یو خنډ و.
دغه افسر وایي، دې برخه کې اختلاف همدا راز په افغانستان کې د بریتانیا اوږدمهاله نفوذ هم کمولی شو.
فرانک لېډوېج د بریتانیا د پوځي استخباراتو یو پخوانی افسر دی او په هلمند کې یې د قضایي سلاکار په توګه دنده ترسره کړې.
نوموړی وایي، د بریتانوي ځواکونو په لاس د ناقانونه وژنو پېښو نه یوازې دا چې افغان ځواکونه له موږ لېرې کول، بلکې وسلوالو مخالفینو ته یې هم ښه پلمه په لاس ورکوله.
د ښاغلي لېډوېج په وینا، د ځانګړو ځواکونو د ځینو غړو کړنو د ترهګرۍ پر ضد ټول ماموریت تر پوښتنې لاندې راوستلو، او دې ماموریت کې وار د مخه نورې ننګونې هم ډېرې وې.
هېڅ پرده پرې نشي اچول کېدای:
په هغو سندونو کې چې اوس د بریتانیا لوړې محکمې ته وړاندې شوي دي، داسې یو سند هم دی چې د (پټ یا مخفي) نوم ورکړل شوی.
په دې سند کې د بریتانوي پوځ هغه رپوټ دی چې د سیف الله په کور کې د هغې شپې د پېښو جزئیات لیکل شوي دي.

دې رپوټ کې د بریتانیا ځانګړو ځواکونو ویلي وو، کله چې یې کور محاصره کړ نو بیا یې له یو نیول شوي افغان وګړي سره یو ځای د کوټو یا خونو پلټنه یا تلاشي پیل کړه.
رپوټ وایي، د همدې تلاشۍ پر مهال دې نیول شوي کس هڅه وکړه چې د کړکۍ د پردې له شا یو لاس بم را واخلي.
رپوټ کې راغلي چې بریتانوي پوځیانو سملاسي دا کس وویشت او لاس بم چاود نشو. ویشتل شوی کس د سیف الله پلار و.
رپوټ وایي، د دې کس له ویشتلو وروسته بریتانوي پوځیانو د یو بل نیول شوي افغان وګړي په مرسته د څنګلورۍ ودانۍ تلاشي پیل کړه.
خو لږه شېبه وروسته دې کس هم هڅه وکړه چې وسلې ته لاس کړي، او پر خپل ځای وویشتل شو. دا کس د سیف الله د اکا زوی و.

رپوټ کې همدا راز راغلي، د سیف الله دوه وروڼو د بریتانوي ځواکونو له لیدو وروسته تېښته وکړه.
په دوی کې یو له لاسي بم سره یو ځای د بوټو تر شا پټ شو، او وروسته کله چې بریتانوي ځواکونو یې لاس کې لاس بم ولید نو پر هماغه ځای یې وویشت.
دوی ورور یې له یوې ماشیندارې سره لږ لېرې پټ شوی و، خو کله چې له خپل ځایه وسلې سره راڅرګند شو نو بریتانوي پوځیانو په ډزو ووژلو.
د دې کسانو د وژنو په اړه دې رسمي رپوټ ته د بریتانیا په پوځ کې ځینو کسانو د شک په سترګه وکتل.

په دې اړه د بریتانوي پوځ په یوه ایمیل کې له دې وژنو څو ساعته وروسته د پېښې د رپوټ غوښته شوې، او د (وروستۍ ټولوژنې) اصطلاح پکې کارول شوې ده.
دې ایمیل ته په ځوابي ایمیل کې په دې رسمي رپوټ کې د (له حقیقته لېرې پېښو) لنډیز وړاندې شوی او ویل شوي، پر دې کړنو هېڅ پرده نشي اچول کېدلای.
هغو بریتانوي پوځیانو چې د ځانګړو ځواکونو د بېلابېلو عملیاتو په اړه دا رپوټونه لوستل، اندېښنه یې درلوده چې حقیقت نه لري، ځکه ګڼو رپوټونو کې یادې شوې پېښې ډېرې سره ورته وې.
د بریتانیا د دفاع وزارت یوه ویاند په دې اړه ویلي:
"دا شواهد نوي نه دي. د بریتانیا شاهي پوځي پولیس وار د مخه دا قضیه د (نارت مور ماموریت) په ترڅ کې په خپلواکه توګه څېړلې ده. یوې بلې خپلواکې ډلې هم دې قضې ته څلور ځله بیا کتنه کړې ده. دا اسناد په خپلواکو پلټنو کې څېړل شوي وو او پرېکړه شوې وه چې د محاکمې لپاره کافي شواهد نشته. مالومدار چې که نوي شواهد یا مالومات رامخې ته شي نو پولیس به یې ګوري".
د انصاف مخه نیول:
په انګلنډ کې د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو په قومندانۍ کې د ګڼو کسانو پام شو چې د دې ځواکونو د عملیاتو په رپوټونو کې پېښې ډېرې سره ورته دي.
محکمې ته وړاندې شوي اسناد ښیي چې د پوځ لخوا په دې تړاو د پلټې او بیاکتنې امر هم شوی و.
د دې ځواکونو یو افسر د ۲۰۱۰ کال دسمبر میاشتې او د ۲۰۱۱ کال اپرېل میاشتې ترمنځ د ټولو عملیاتو رپوټونه ارزولي وو.
دې افسر خپلو مشرانو ته په خپل کې ولیکل، "داسې ښکاري چې زموږ ځینې کارونه سم نه دي".
د دې افسر په رپوټ کې لس داسې قضیې په نښه شوې دي چې پکې د پوځي عملیاتو پېښې یو بل ته ډېرې سره ورته وې، او له همدې کبله دی شکمن شوی و.
په دې ټولو رپوټونو کې راغلي چې د عملیاتو پر مهال یو کس نیول شوی، بیا وروسته همدې کس ناڅاپه هڅه کړې چې یوې وسلې ته لاس کړي او له همدې کبله بریتانوي پوځیانو وژلی دی.
په پنځو نورو قضیو کې لیدل شوي چې د وژل شویو کسانو شمېر ډېر دی، خو د ترلاسه شویو وسلو شمېر کم دی.
دا په دې معنا ده چې یا خو دا وسلې له عملیاتو وروسته لادرکه شوې دي، او یا هم وژل شویو کسانو اصلاً وسله نه درلوده.
په یوه قضیه کې خو ان ۹ کسان وژل شوي وو، خو له دوی نه یوازې ۳ وسلې یا ټوپکه ترلاسه شوي وو.
دا نوي شواهد هماغه څه سم ثابتوي چې تېر کال د پانوراما او سنډې ټایمز په رپوټونو کې ورته اشاره شوې وه.
پانوراما ویلي وو، هغه مهال د بریتانیا د شاهي پوځي پولیسو پراخو پلټنو لسګونو مشکوکو عملیاتو او وژنو ته اشاره کړې وه، او په دې لېست کې د سیف الله د کورنۍ د غړو وژنه هم شامله وه.

د عکس سرچینه، Family of Fazel Mohammed
کله چې شاهي پوځي پولیسو د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو له غړو د سیف الله پر کور د عملیاتو په اړه پوښتنه وکړه، ډېریو پوځیانو وویل چې د هغې شپې پېښې یې سمې نه دي په یاد.
شاهي پوځي پولیس غوښتل مالومه کړي چې ایا د بریتانیا ځانګړو ځواکونو د خپلو عملیاتو په رپوټونو کې درواغ ویلي که نه.
په یوه قضیه کې دې پولیسو د بریتانیا ځانګړي ځواکونه په وژنه، ناسم رپوټ ورکولو او د انصاف په مخنیوي تورن کړي وو.
خو دا تورونه رد شول او حکومت، پرته له دې چې یوه قضه کې هم څوک محاکمه کړي، د (نارت مور) پلټنه ودروله.
په دې پلټنو کې ځینو ښکېلو کسانو ویلي، دوی ته کافي وخت ورنکړل شو چې پلټنې بشپړې کړي.
هلمند کې پخوانی فضایي سلاکار فرانک لېډوېج هم وایي: "د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو یوه ځانګړنه دا ده چې دوی هېچا ته حساب نه ورکوي. ټولو سره باید حساب وشي، په ځانګړې توګه هغو جګپوړو قومندانانو او سیاستوالو سره چې دا جرمونه یې له پامه غورځولي، یا یې اجازه ورکړې، یا یې د دې جرمونو ترسره کېدو لپاره ماحول برابر کړی".










