امریکایي دیپلوماتان: "هغه طالب بندیان دې کوربند شي چې پر خلاصون یې اختلاف شته"

طالبان

د عکس سرچینه، NSC

د عکس تشریح، افغان حکومت د یو شمېر طالب زندانیانو خوش کولو ته چمتو نه دی

روئټرز خبري‌ اژانس د دریو جګپوړو امریکایي‌ چارواکو له قوله لیکلي، هغه ۴۰۰ طالب بندیان چې افغان حکومت یې خوشي کولو ته چمتو نه دی، کېدای شي په یوه نوي‌ ځای کې کوربند شي او افغان حکومت او طالبان یې په ګډه څارنه وکړي.‌

دې امریکایي چارواکو، چې نومونه یې نه دي په ډاګه شوي، روئټرز خبري اژانس ته ویلي، د افغان سولې په خبرو کې ښکېلو امریکایي دیپلوماتانو دا وړاندیز طالبانو او افغان حکومت ته کړی دی.‌

خو افغان حکومت او یا هم طالبانو د امریکا لخوا د دې وړاندیز په اړه څه نه دي ویلي.

د دې وړاندیز له مخې یاد بندیان به د افغان حکومت له بنده خوشي کېږي‌ او په یوه نوي‌ ځای کې به په کورونو کې بند وي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د جمعې پر ورځ د اختر ورځې په وینا کې اعلان وکړ چې د دې طالب بندیانو د برخلیک مالومولو لپاره به مشورتي لویه جرګه رابولي.

ولسمشر غني‌ وویل،‌ اساسي قانون او د جزا قانون ده ته دا واک نه ورکوي چې د دې طالب بندیانو په اړه،‌ چې حکومت یې په جدي جرمونو کې ښکېل بولي، پرېکړه وکړي.‌

د بندیانو د خلاصون بهیر بشپړېدو ته نږدې شوی:

محمد اشرف غني
د عکس تشریح، ولسمشر محمد اشرف غني وایي، د ۴۰۰ طالب بندیانو برخلیک به مشورتي لویه جرګه مالوموي

د روئټرز خبري‌ اژانس لخوا په داسې حال کې دا رپوټ خپرېږي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو د خلاصون او تبادلې بهیر کابو بشپړ شوی دی.

طالبانو د اختر پر شپه اعلان وکړ چې ټولټال یې ۱۰۰۵ حکومتي بندیان خوشي‌ کړي‌ دي‌ او له دې سره د دوی لخوا د بندیانو د خلاصون بهیر بشپړ شوی.

افغان حکومت هم تر دې دمه تر ۴۵۰۰ ډېر طالب بندیان خوشي‌ کړي‌ دي.

خو حکومت وایي، د طالبانو لخوا ورکړل شوي‌ ليست کې سلګونه داسې بندیان هم شته چې په جدي جرمونو کې ښکېل دي.

افغان حکومت لومړی ویلي‌ وو چې د دې بندیانو خلاصون ته چمتو نه دی او طالبان دې پر ځای د ۵۰۰ نورو کسانو نومونه ورکړي.‌

خو طالبانو دا وړاندیز رد کړ او ټینګار یې کاوه چې باید بندیان د ورکړل شوي‌ لیست له مخې ټول خوشي شي.

اوس داسې ښکاري‌ چې افغان حکومت پخپله د دې بندیانو د خلاصون موضوع د مشورتي‌ لویې جرګې له لارې حل کول غواړي.‌

یاده دې وي چې په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ تړون کې پرېکړه شوې وه چې افغان حکومت به ۵۰۰۰ طالب بندیان او همدا راز طالبان به هم د حکومت کابو ۱۰۰۰ بندیان خوشي کوي.

ټاکل شوې ده چې د بندیانو د خلاصون پروسې له بشپړېدو وروسته به د حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې پیل شي.

خو تر دې دمه افغان حکومت او طالبان پر یو بل تورونه لګوي‌ چې د بندیانو د خلاصون پروسې په ځنډولو سره د سولې خبرو ته خنډونه جوړوي.‌