ملي امنیت شورا: په 'سختو جرمونو کې ښکېل' نژدې ۶۰۰ طالب زندانیان نه خوشي کېږي

د عکس سرچینه، ANSC
د افغانستان ملي امنیت شورا وايي، د وسله والو طالبانو ۵۹۲ زندانیان چې د 'سختو جرمونو له کبله محکوم ' شوي دي، نه خوشي کېږي او له طالبانو یې غوښتي چې افغان حکومت ته د خپلو زندانیانو نوی نوملړ وسپاري.
د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل وايي، دغه کسان د 'مخدره توکو قاچاق، سړي تښتونې، جنسي تېري، د ښځو سنګسارولو، ترور او نورو حق العبدي جرمومونو ' له کبله زنداني دي.
ښاغلی فیصل زیاتوي ''اوس توپ د طالبانو لور ته دی. ''
خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د هغې هوکړې له مخې چې د سږ کال فبرورۍ په وروستیو کې د طالبانو او امریکا تر منځ لاسلیک شوه، په پام کې ده، چې افغان حکومت به پنځه زره طالب زندانیان خوشي کوي او د طالبانو له لوري به د افغان حکومت زر کسه بندیان خوشي کېږي.
افغان حکومت تر اوسه پورې څلور زره او ۱۹ طالب بندیان خوشي کړي، خو د ښاغلي فیصل په وینا طالبانو د هغو زندانیانو ایله نیمايي شمېر خوشي کړي، چې ژمنه یې کړې وه.
له دې مخکې د افغانستان زندانونو ادارې مشر احمد راشد توتا خېل هم د ولسي جرګې د دفاع او امنیت کمېسیون په غونډه کې ویلي و چې د طالبانو ډلې ۶۰۰ زندانیان نه خوشي کېږي.
خو د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد له بي بي سي سره خبرو کې د هغو ټولو بندیانو په خوشي کېدو ټینګار وکړ، چې افغان حکومت ته یې لیستونه ورکړل شوي دي.
طالبان وايي، تر هغو پورې چې د دوی ټول زندانیان خوشي نه شي، بین الافغاني خبرې نه پیلېږي او دا موضوع به د جګړې د دوام لامل شي. طالبان وايي، پرون یې په غور ولایت کې ۱۵ افغان پوځیان خوشي کړي، چې له دوی سره زندانیان وو.
د افغان سولې لپاره اجماع؛ کابل کې دریمه نړیواله غونډه پای ته ورسېده

د عکس سرچینه، ARG
افغان حکومت د پنجشنبې پر ورځ د سولې لپاره د اجماع د پیاوړتیا دویمې نړیوالې غونډې کوربه و چې ماښام ناوخته پای ته ورسېده. د یادې غونډې اجنډا د سولې بهیر راتلونکي پړاوونه، د تاوتریخوالي کموالی، د تېرو دوه لسیزو پرمختګونو ساتنه او د افغانانو تر منځ خبلمنځي خبرو ته د ټولو لورو پر ژمنتیا بحث و، چې ګډونوالو يي په اړه خپل نظرونه له افغان حکومت سره شریک کړل.
د افغانستان بهرنیو چارو وزات وايی په دې غونډه کې د ۱۹ هېوادونو او نړیوالو بنسټونو استازو د ویډیوي کنفرانس له لارې ګډون کړی و.
د بهرنیو چارو وزارت په وینا د غونډې ګډونوالو په یوه خوله د سولې روان بهیر او راتلونکو پړاوونو په اړه چې اورکم يي برخه ده، د افغان حکومت له دریځه ملاتړ وکړ.
دا غونډه چې پکې د افغانستان لپاره د ډېرو هېوادونو ځانګړو استازو ، سفیرانو او د یو شمېر نړیوالو بنسټونو، لکه ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او ناټو استازو پکې ګډون کړی و پخپله بڼه دویمه غونډه وه چې همدا تېره اوونۍ تر سره شوې.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حامد تهذیب په وینا د دې غونډي موخه دا وه چې افغانستان او نړیوال ملاتړي يې د سولې بهیر راتلونکو پړاوونو په اړه یوه دریځ او اجماع ته ورسیږي. ښاغلی تهذیب وایي:
"د افغانستان اسلامي جمهوریت یوه بنسټیزه هڅه د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع پیاوړتیا او د دوی ملاتړ جلبول دي. د پنجشنبې نړیواله غونډه هم چې موخه يي همدا وه د ۱۹ هېوادونو او نړیوالو بنسټونو استازو پکې ګډون کړی و. دا غونډه د ولسمشر غني په خبرو پیل او د عبدالله عبدالله په خبرو پای ته ورسیده."

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان لباره د اروبايی تولنې ځانګړي استازي رولانډ کوبیا، چې د سولې لپاره د اجماع پیاوړتیا په دواړو غونډو کې يي ګډون کړی و په خپله ټوېټر پاڼه د افغان حکومت له دې نوښت د هرکلي تر څنګ لیکلي چې دا ناستې د ولسواکۍ ساتنې، اوربند ته د هڅونې، د تاوتریخوالي د دوام نه منلو، د دوه لسیزو لاسته راوړنو د ساتنې او د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره ګټورې وې.
له دې نړیوالو غونډو ور هاخوا کابل، بیجنګ او اسلام اباد هم همدا تېره اوونۍ له اوږده ځنډ وروسته د دری اړخیزو غونډو لړۍ پیل کړه چې تمرکز يي د افغانستان په سوله او راتلونکي دی.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت مرستیال حامد تهذیب وايي، افغان حکومت له دې غونډو د پام وړ مثبتې پایلې او مشورې تر لاسه کړې:
"دا یو مهم او له لاسته راوړنو ډک کنفرانس و. هغه هیلې چې افغان حکومت لرلې ټولې په ځای شوې. د بېلګې په توګه د تاوتریخوالي کمولو په اړه، همدارنګه د خبرو د ژر پیل، بشري اوربند او لاسته راوړنو ساتنه هغه هیلې او بحثونه دي چې افغانان يي لري او نړیوالو يي هم ملاتړ وکړ"
افغانستان په تېرو نږدې دوه لسیزو کې د نړیوالې ټولنې، په تېره بیا د امریکا د متحده ایالاتو مرستې ترلاسه کولې، خو اوس د امریکايي ځواکونو له وتلو سره یې ډېرې سترګې د سیمې هېوادونو ته دي چې کابل سره ډاډمنه نړیواله همکاري ولري.
امریکايي چارواکو ویلي، د ځواکونو له وتلو سره سره به يي له افغانستان سره مرستې روانې وي، خکه دوی نه غواړي داسې افغانستان پریږدي چې لا هم له شخړو تیریږي.
امریکا ټینګار کوي چې د افغانستان کړکېچ بېرته نړیواله ټولنه ځپي، نو ځکه باید د سولې روان بهیر ښه مدیریت شي او ټولې خواووې پکې د ځان لپاره ښه راتلونکی وویني.








