غني: که طالبان جګړې ته دوام ورکړي، د سولې پروسه له خنډونو سره مخ کېږي

غني

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح، ولسمشر غني په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر ډېرېدو خپګان ښودلی

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغان سولې پر وړاندې ګواښونو او خطرونو ته په اشارې ویلي، که طالبان جګړې ته دوام ورکړي د افغانستان د سولې پروسه به له جدي خنډونو سره مخ شي. ولسمشر غني دا څرګندونې دوشنبه هغې غونډې ته وکړې چې د سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع رامنځته کولو په موخه په ارګ کې جوړه شوې وه.

د افغان حکومت په نوښت جوړه شوې دا غونډه د ویډیو کنفرانس له لارې د سیمې د شلو هیوادونو، د افغانستان د ستراتېژیکو شریکانو او ملګرو ملتونو سازمان د استازو په ګډون په ارګ کې ترسره شوه.

د ارګ په اعلامیه کې په دې تړاو د ولسمشر غني له قوله ویل شوي: "په خواشینۍ چې د اوسني تاوتریخوالي کچه د تېر کال په پرتله لوړه ده. د ملګرو ملتونو وروستي راپورونه ښیي چې طالبانو لا تر اوسه هم پخپلو ژمنو عمل نه دی کړی او له تروریستي شبکو سره اړیکه لري ".

ولسمشر غني له طالبانو سره د بندیانو د تبادلې په اړه دې غونډې ته ویلي چې افغان حکومت په دې برخه کې مو لوی ګامونه پورته کړي ترڅو طالبان له تاوتریخوالي لاس واخلي، حکومتي اسیران خوشې کړي او د مخامخ مذاکراتو پیل سره ژمنه وکړي. همداراز بشردوستانه اوربند ومني چې د حکومت لپاره له کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه ښه شرایط برابر شي.

وسلوالو طالبانو تر دې دمه د افغان ولسمشر دې وروستیو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو په تېر کې یې تل افغان حکومت د جګړې په غځولو تورن کړی دی.

د اسلامي همکاریو سازمان د اوربند غوښتنه کړې:

OIC

د عکس سرچینه، OIC

د عکس تشریح، ډاکټر العثیمین دا هم ویلي، چې د خبرو مثبت پرمختګ ته په اشاره، ټول افغانان باید د افغانانو په مشرۍ د تلپاتې سولې او پخلاینې لپاره خپلې هڅې ونه سپموي.

په همدې حال کې د اسلامي همکاریو سازمان OIC -چې په دغو غونډو کې یې هم برخه درلوده- د افغانستان په جګړه کې پر ښکېلو خواو غږ کړی چې د سولې هڅو ته ځانګړی پام وکړي او د تلپاتې اوربند د ټينګښت لپاره دې لاس په کار شي.

اعلامیه زیاتوي، د ۲۰۱۸ کال د جولای پر ۱۱مه مکه مکرمه کې د علماوو نړیوال کنفرانس او د ۲۰۱۹ د مې ۳۱ مه مکه مکرمه کې د دې سازمان د ۱۴مې سرمشریزې د پرېکړو له مخې باید د افغان سولې لپاره د پرېکړو عملي کېدو کې ناغیړي ونه شي.

د ۵۸ اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان مشر ډاکټر یوسف العثيمين ویلي، په افغانستان کې د تاوتريخوالي هغو وروستيو پېښو اندېښمن کړی چې د ښځو او ماشومانو په ګډون ولسي وګړي پکې وژل شوي دي. په خبره يې، د تلپاتې سولې او پخلاینې لپاره باید ټول افغانان خپلې هڅې ونه سپموي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د مالوماتو له مخې د د افغان سولې په تړاو د دریو غونډو دوېمه هغه به د سې شبنې پر ورځ د افغانستان، پاکستان او چین دولتونو تر منځ ترسره شي چې درې اړخیز سټراټيژيک ډيالوګ نوم ورکړل شوی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد وايي چې د دې کړۍ درېيمه غونډه له هغو لویو هېوادونو سره د سولې د اجماع د تقویت په موخه همدا روانه اونۍ تر سره کېږي چې په تېرو ۱۹ کلونو کې يې افغانستان سره په اقتصادي او امنیتي لحاظ مرسته کړې ده.

د یادولو ده چې په قطر کې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې تړون کې طالبانو د بین الافغاني خبرو د پېل لپاره د دوی د پنځه زره بندیانو خوشي کول د شرط په توګه یاد کړي.

تر اوسه- چې د دې هوکړې له لاسلیکه څه باندې څلور میاشتې تېرې شوې دي- افغان حکومت شاوخوا څلور زره طالب بندیان خوشي کړي او په بدل کې يې طالبانو له وعده کړیو زرو امنیتي سرتېرو ۷۵۰ هغه له خپلو زندانونو ازاد کړي دي.

پرون افغان حکومت د پنځه زره طالب بندیانو له ډلې د نږدې شپږ سوو زندانیانو د نه خوشي کولو خبره کړې. د افغانستان د زندانانو چارو د تنظيم ادارې ویلي، د دغو بندیانو له ډلې هغه کسان نه خوشي کوي چې په جنايي یا اخلاقي جرمونو کې ښکېل دي.

طالب ویاند بیا د افغان حکومت د دغه دريځ په ځواب کې تور پورې کړی چې ګواکې حکومت د دوی د بندیانو د خلاصون په لاره کې خنډونه جوړوي.