د ولسمشر ویاند: د مالیې وزارت له کارکوونکو به پلټنې کېږي

د عکس سرچینه، gmic
د افغان ولسمشر ویاند وايي د مالیې وزارت د هغو لسګونه چارواکو او کارکوونکو په اړه به پلټنې کیږي چې له هېواده له وتلو منع شوي دي.
صدیق صدیقي نن ( پنجشنبه جون ۱۸ ) خبریالانو ته وویل چې له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې به فعالې ادارې خپل کار ته دوام ورکوي، خو دده په وینا د دې لېست او د اداري فساد په اړه پلټنې د جرم په مانا نه دی او برائت د قانون له مخې اصلي حالت دی.
په یاد ۶۸ کسیز لېست کې د مالیې وزیر د دفتر رییس، درې مرستیالانو ، د عوایدو او ګمرکونو څو رئیسانو هم شامل دي.
د لیکل شوي مکتوب له متن ښکاري چې د ملي امنیت ادارې لخوا په کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر د سرحدي پولیسو قومندانۍ ته استول شوی.
په دې مکتوب کې ویل شوي چې د ولسمشر محمد اشرف غني د شفاهي لارښوونې له مخې د مالیې وزارت ۶۸ چارواکي ممنوع الخروج شوي دي او د مکتوب له مخې تر بل امر پورې له هېواد بهر ته د تللو اجازه نه لري.

د عکس سرچینه، MINISTRY OF FINANCE
ښاغلي صدیقي د دې لست په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې هغو راپورونو ته په اشارې سره چې په دې لست کې د یادو شویو کسانو په اړه شته وویل د ادارې فساد د تورونو په اړه څېړنې یو دوام داره کار دی خو هغه څه چې په دې لېست کې را غلو کسانو ته باید د ده په وینا واضحه وي هغه داده چې تر څو چې یو څوک د قضايي ادارو له خوا پرې جرم ثابت نه شي هغه طبعا بې ګناه دی:
"د سفرونو په اړه طبعا د عالي مقاماتو له اجازې پرته د افغان حکومت چارواکي سفر نه شي کولی خو هغه رسمي او غیر رسمي راپورونه چې زموږ له څېړونکو بنسټونو سره شته طبعا اړتیا وه چې دا تورونه وڅېړل شي."
د ولسمشر ویاند د دولتي عایداتو راټولوونکو ادارو په تېرو ګمرګونه څېړنو ته په اشارې سره وویل چې ولسمشر دې برخه کې د شته تورونو د څېړلو په اړه جدي پام کوي.
دا لومړی ځل دی چې د مالیې وزارت د لوړ پوړو چارواکو په ګډون په دې شمېر کې د کارکوونکو په اړه اړونده ارګانونو ته سپارښتنه کیږي او له هېواده بهر له سفره منع کیږي.
د ولسمشر ویاند په دې اړه چې ګواکې د مالیې وزارت د دې کارکوونکو او چارواکو په اړه پریکړه سیاسي موخه لري وویل چې د حکومت لپاره له اداري فساد سره مبارزه لکه د تېر په څېر یو اصل او لومړیتوب دی.









