هلمند؛ د طالبانو برید کې افغان پوځ او ملي امنیت سرتېرو ته مرګژوبله اوښتې

پوځ

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، برید کې ټوله مرګ ژوبله یوازې افغان ځواکونو ته اوښتې ده.

هلمند کې ځايي چارواکي وايي، د دغه ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د تېرې شپې د موټر بم بريد له امله ۱۲ افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

برېد تېره شپه ۱۱ بجې د ګرشک ولسوالۍ په يخچال سیمه کې د افغان ملي اردو او ملي امنیت د ځواکونو په ګډ پوځ کوټ شوی دی.

طالب وسله والو نن سهار په یوه اعلاميه کې د دغه برید مسووليت په غاړه واخیست او د لسګونو افغان سرتيرو د وژلو او د پوځکوټ د یو مخ ویجاړولو خبره کوي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي، په دې چاودنه کې د ملي اردو د ځواکونو ترڅنګ د"لړمان" په نوم د ملي امنيت د یوې خاصې قطعې غړي په نښه شوي.

ځواک وایي د لومړنیو معلوماتو پر بنسټ په دې بريد کې ۵ افغان سرتېري وژل شوي او ۷ ټپيان دي.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، په دې برید کې یوازې یو کس ټپي شوی دی.

د دې وزارت د اعلامیې له مخې، ځانمرګی موخې ته تر رسېدو مخکې په نښه شوی او د افغان ځواکونو له برید وروسته موټر بم چاودنه کړې ده.

خو یوه امنیتي سرچينه وایي په دې بريد کې تر ۳۵ پورې افغان سرتيرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د برید پر مهال تر سلو افغان سرتېري په دغه مرکز کې وو، ځکه وېره شته چې مرګ ژوبله به تر هغه ډېره وي چې تر اوسه یې چارواکي تاییدوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې دا برید د هغه څه په غبرګون کې بولي چې نوموړی یې"د دښمن لخوا په ملکي خلکو باندې بریدونه او پرلپسې تخطۍ" بولي.

طالبان

د عکس سرچینه، AFP/GETTY

د عکس تشریح، د طالبانو او امریکا له تړون وروسته دا لومړنی موټربم برید دی چې دا ډله یې کول مني.

دا تېره فبرورۍ په دوحه کې د امریکا او طالبانو د سولې تړون تر لاسلیکېدو وروسته لومړنی موټر بم برید دی چې دا ډله یې ټټر وهي.

له دې مخکې هم پر طالبانو نیوکې وې چې تاوتریخوالي ته دوام ور کوي.

وروستیو څو اونیو کې د تاوتریخوالي کمولو او اوربند لپاره د نړیوالې ټولنې او افغان حکومت له غوښتنې سره سره طالبانو په مختلفو سیمو کې بریدونه ډېر کړي دي.

د افغانستان ملي امنیت شورا څو ورځې مخکې وویل، د طالبانو او امریکا له تړون نږدې دوه میاشتې وروسته دې ډلې نږدې درې زره بریدونه کړي دي او دا ښيي چې طالبان د سولې کومه هڅه نه کوي.

دا شورا زیاتوي، د افغان ځواکونو ځوابي بریدونو کې په ورته مهال د طالبانو د قومندانانو او مشرانو په ګډون د دې ډلې درې زره وسلوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

خو په ځواب کې طالبان امریکا او افغان حکومت د سولې تړون په خلاف ورزۍ تورنوي او وايي، چې د دې ډلې پرضد لا هم تاوتریخوالی کوي.