د پروان چارواکي: موټر بم چاودنې نژدې سل کسان ټپیان کړل
د پروان ولایت چارواکي وایي د بګرام پوځي اډې سره نژدې لويې موټر بم چاودنې لږترلږه يوه مېرمن وژلې او نژدې سل کسان يې ژوبل کړي دي. ځايي چارواکي وايي بګرام کې د بهرنيو ځواکونو له اډې سره موټر بم چاودنې ځايي خلکو ته ډېر زيان اړولی دی. د بګرام ولسوالۍ چارواکي وايي وسله والو د سهار شاوخوا شپږ بجې د بګرام اډې جنوب کې موټربم چاودنه وکړه، او ورپسې وسله وال يو نژدې روغتون ته ورننوتل. نور جزییات د نور ګل شفق په رپوټ کې.