تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د عامې روغتیا وزارت: کورونا وېروس افغانستان ته د خطر زنګ دی
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي د کوویډ-۱۹ له امله دا هېواد د خطر پر لوري روان دی. د یاد وزارت ویاند وحیدالله مایار نن د یکشنبې په ورځ (د مې ۳/د غويي ۱۴مه) په کابل کې یوه خبري غونډې ته وویل، په تېرو ۵ وروستیو ورځو کې د کورونا وېروس په مثبتو پېښو کې ۱۲ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
دی وايي، د تېرو لسو ورځو په پنځو اولو کې د کورونا وېروس مثبتې پېښې ۲۰ سلنه وې چې په دې وروستیو پنځو ورځو کې دا فیصدي ۳۲ ته لوړه شوه:
"موږ چې دا وروستي مثبتې پېښې ارزوو په دې لسو ورځو کې ۱۲ سلنه پورته تللې چې دا په خپله افغانستان لپاره یو سور څراغ دی او باید بیخي یې جدي ونیسو، ورځ په ورځ موږ اوج ته درومو."
ښاغلي مایار زیاته کړه، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۲ تنه د کوویډ-۱۹ له امله مړه شوي او ۲۳۵ تنه پرې اخته شوي چې دده په ټکو دا د افغانستان لپاره د خطر زنګ او جدي خبرداری دی.
مایار وویل، په کابل کې د ابن سینا روغتون د جراحي څانګې ۶ ډاکټران هم په کوویډ -۱۹ اخته شوي دي او د ۱۱ نورو معاینات یې منفي ختلي، د درېیو هغو یې لا نه ده معلومه چې په دې سره د دې روغتون دا څانګه تړل شوې هم ده.
په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وېروس ۵۸۱ مشکوکې پېښې معاینه کړي چې له ډلې یې ۲۳۵ یې مثبتې وې او په دې سره په ټول افغانستان کې د مثبتو پېښو شمېره ۲۷۳۴ لوړه شوه.
د دې وزارت ویاند وحیدالله مایار وویل، چې له دې ۲۳۵ مثبتو پېښو له ډلې ډېری په کابل کې دي چې ۶۳ دي، هرات کې ۱۹، کندهار۵۴، پنجشېر ۱۴، تخار ۱۳، ننګرهار ۱۲، سمنګان او غور هر یو ۱۰-۱۰ پېښې، بغلان ۹، میدان وردګ ۷، بادغیس بامیان او لغمان هر یوه یې ۵-۵ مثتبې پېښې، سرپل ۳، پروان او کونړ هر یو ۲-۲ مثبتې پېښې او هلمند او فراه هر یو یې یوه -یوه مثبته پېښه لري.
دی وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۴ تنه د کوویډ-۱۹ څخه روغ شوي چې په ټول افغانستان کې د روغو شویو شمېر ۳۴۵ ته لوړه شوه.
همداراز ښاغلي مایار زیاته کړه، چې په ۲۴ ساعتونو کې ۱۲ تنه د دې وبا له امله مړه شوي چې په ټول هېواد کې د مړو شویو شمېره ۸۵ ته لوړه شوه.