کورونا وېروس؛ د کرنیزو محصولاتو خوندیتوب ته د افغانستان پلان

د افغانستان د کرنې او اوبو لګولو وزارت یوه طرحه جوړه کړې چې له مخې یې هغه کرنیز محصولات چې د کورونا وېروس له امله د قرنطین ښکار شوي او بهرنیو هېوادونو ته نه صادریږي، د ساتلو پلان لري.

ددې وزارت مرستیال حشمت الله غفوري نن د یکشنبې په ورځ (مې ۳/غويي ۱۴) په کابل کې یوه خبري غونډې ته وویل چې ددې محصولاتو د ساتلو مسولیت لس سلنه بزګر ته ورګرځي او ۹۰ سلنه یې د دولت غاړې ته لویږي.

دی وايي دا طرحه تر روان مالي کاله پورې پلی کیږي او هغه ولایتونه تر خپل پوښښ لاندې راولي چې تولیدات یې ډېر وي.

ښاغلي غفوري زیاته کړه چې د دې طرحې ټوله بودیجه چې ۵۰ سلنه به یې د دې تولیداتو له لارې پوره کیږي ۱۳،۷ میلیارده افغانۍ کیږي.

دی وايي، دا طرحه ۷ د پام وړ فعالیتونه ترسره کوي: "لومړی به له دولتي بنسټونو سره هوکړه کیږي چې د هېواد خپل توکي او تولیدات وکاروي په ځانګړي افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه او روغتونونه، د اضافي محصولاتو پراسیس کول، د ممیزو د خوندیتابه لپاره د بیړنیو خونو جوړول، په سړو خونو کې د کرنیزو محصلاتو زېرمه کول، هغه محصولات چې باید وچ شي دوی ته د برېښنايي الو برابرښت، له ګاونډیو هېوادونو سره د ښه پآلیسي جوړول او په تعرفو کې بدلونونه او د حکومت له لوري د محصولات پېر."

د کرنې او اوبو لګولو وزارت وايي پلان لري چې ددې طرحې له مخې ۴۹۳۲د ممیزو د خوندیتابه نوې خونې چې هر یو یې په یوه فصل کې د ۱۶ مټریک ټنه انګورو د خوندیتوب وړتیا لري ورغوي، چې دده په ټکو دا خونې به هغو ولایتونو کې جوړیږي چې د انګورو تولید یې ډېر وي.

ښاغلي غفوري وویل چې ددې طرحې له مخې به د پیاز او کچالو لپاره ۱۴۶۳۳ سړې خونې چې هر یو یې له ۵ څخه تر ۱۰ مټریک ټنو وړتیا ولري جوړې شي چې دده په ټکو دا به هم هغه ولایتونو کې ورغول شي چې د پیازو او کچالو ډېر تولید ولري.

همداراز ده وویل چې د سارک سازمان په څېر چې د ۲۵ مټریک ټنو وړتیا ولري سړې خونې جوړیږي او په دې کې به انار،زردالو او مڼې وساتل شي او دده په ټکو دا به په ۶ میاشتو کې چمتو شي او هغه ولایتونو کې به جوړ شي چې ددې میوو ډېر تولید ولري چې دا سړې خونې به ۱۰ کاله عمر ولري.

ښاغلي غفوري وویل، پر بزګرو په ځانګړي ډول هغه مېرمنو چې کرنیز چارو کې بوختې دي د میوو وچوونکي زر الې به پرې وویشل شي چې ټول لګښت به یې ۳۰۰ میلیونه افغانۍ شي.

دی وايي ددې طرحې په پلي کیدا به ۶۰۳۰۹ تنو ته به د کار دایمي زمینه برابره شي او ۱۹۱۶۷۰ تنو به موقتي دندې پیدا شي.