تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کورونا وېروس: افغان حکومت د روژې تر پایه محدودیتونه وغځول
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د کورونا وېروس خپرېدو په موخه لګول شوي، محدودیتونه د روژې میاشتې تر پایه غځول شوي دي.
د ارګ له لوري په یوه ټویټر پیغام کې ویل شوي، د کابینې په غونډه کې پرېکړه شوې چې پر ګرځېدو راګرځېدو محدودیتونه او له پلازمېنې کابله ولایتونو ته او برعکس د الوتنو توقیف لړۍ هم د روژې میاشتې تر پایه پورې غځول کېږي.
په پیغام کې دغه راز راغلي چې د کابینې غونډې د ۱۳۹۹ کال په بودیجه کې تعدیلات منلي او دغه راز یې له کورونا وېروس سره د مبارزې لپاره له عامې روغتیا وزارته د بشري منابعو استخدام پلان هم تصویب کړی دی.
د یادونې ده چې په بودیجه کې تعدیلات هم د کورونا وبا سره د مبارزې له کبله شوي.
بل لور ته په کابل کې د بي بي سي خبریاله ملایکه احمدزۍ د افغان چارواکو له قوله وايي، دغه هېواد کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا ۱۷۹ تازه پېښې ثبت شوې دي، ۴ کسان له همدې کبله مړه شوي او ۲۱ کسان له ناروغۍ رغېدلي دي.
په ثبت شویو شمېرو کې تر ټولو لوړه شمېره د پلازمېنې کابل ده چې ۷۵ تنه دي. په ټول افغانستان کې له پیله تر دې دمه ۲۴۶۹په کورونا وېروس اخته شوي دي.
په داسې حال کې چې د کرونا ناروغۍ له کبله رامنځ ته شوې بې روزګاري کابل کې ډېر کسان د لوږې تر حده رسولي، اړوند چارواکي وايي، یو شمېر کورنیو سره د مرستې لړۍ روانه کړې.
د کورونا پر وړاندې د مبارزې بېړنۍ کمېټه چې مشري یې د کابل والي کوي وايي، دولت تر خپله وسه له اړمنو سره مرسته کوي. د کابل والي ویاند ناصر مهري بي بي سي ته وویل:
''ډېر ژر به له پنځو زرو زیاتو بې وزلو کورنیو ته څه باندې ۵ قلمه خوراکي توکي وویشل ش ''
خو د مرستې دا شمېر چې ښاغلي مهري یې یادوي د کابل په نژدې ۵ نیم میلیونه وګړو کې ډېر څرګند نه ښکاري.
رسمي شمېرې ښيي چې ۲۴ سلنه افغانان هیڅ روزګار نه لري.
د اقتصاد وزارت د شمېرو له مخې د کورونا وېروس مخنیوي قرنطین اقداماتو له کبله ۷۰۰ سوه زره کسان چې ورځني کارونه یې درلودل بې روزګار شوي او ښایې دغه کچه ۴۰ سلنې ته لوړه کړي.