کورونا وېروس: افغانستان کې ۵۱ تازه پېښې؛ د چین او هند مرستې را ورسېدې

د عکس سرچینه، MHA
د افغانستان د عامې روغتیا وزیر ښاغلي فیروز الدین فیروز د پنجشنبې په ورځ (د اپرېل ۲۳) په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل، چین له دې وزارت سره د کورونا وېروس پر ضد د ۷،۲ ټنه توکو نوې مرسته وکړه.
د چین مرستې
ښاغلي فیروز، په افغانستان کې په تېرو ۲۴ ګړیو کې د کورونا وېروس د ۵۰ تازه پېښو یادولو سره وویل، د کوویډ-۱۹ سره د مبارزې لپاره دا توکي اغېزناک دي:
"له افغانستان سره د چین دا دویم ځل بې غرضه مرسته ده چې کوي یې، موږ ترې مننه کوو او هیله من یو چې خپلې مرستې روانې وساتي چې په ښه شکل د کورونا له وبا سره مبارزه وکړو."
د چین له خوا د مرستو په دې جوپه کې ، کیټونه، ماسکونه، محافظتي کیټونه، د ځان ساتنې عینکې، د تبې معلومولو الې، د ونټلاټور الې، د اکسیجن الې او د پي سي ار الې شاملې دي.
چین له دې مخکې هم د (اپرېل په دویمه ) له افغانستان سره د طبي وسایلو مرسته کړې وه چې په هغه کې د کورونا د تشخیص وسایل، ماسکونه او نورې طبي الې شاملې وې.

د عکس سرچینه، MHA
د روغتیا وزیر په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا د نویو ناروغانو په یادولو سره وویل، د افغانستان لابراتوارونو کې د کورونا وېروس ۱۴۳ مشکوکې نمونې معاینه شوې چې ۵۰ پکې مثتبې ثبت دي.
د ښاغلي فیروز په خبره، د دې تازه پېښو له ډلې هرات کې ۲۱، کندوز کې ۱۵، کابل ۶کې ، لوګر کې ۴، پنجشېر کې ۲، جوزجان او تخار کې یوه یوه پېښه ثبت شوې دي.
که څه هم د روغتیا وزیر د خوست پېښه یاده نه کړه، خو هلته ولایتي چارواکي وايي، لومړی ځل په دغه ولایت کې یو کس په کورونا اخته شوی دی.
په دې سره افغانستان کې د کورونا وېروس تازه پېښې ۵۱ کېږي او د کوویډ-۱۹ ناروغانو شمېر ۱۲۲۷ ته رسېږي.
د روغتیا وزیر وايي، له دې وېروس تر اوسه ۱۷۷ افغانان روغ شوي او خپلو کورونو ته تللي او ۴۰ ترې مړه شوي دي.

د هند مرستې
د افغانستان سره د هند د مرستو د غنمو کاروان لومړی برخه د چابهار له لارې د افغانستان لویدیځ ولایت هرات ته راورسېده او په سیلو کې ذخیره شوه.
چارواکي وایي، هند ژمنه کړې وه چې ۷۵ زره ټنه غنم افغانستان ته ورکړي چې په درېیو پړاوونو کې به ورسېږي.
دا مرستې د افغانستان پنځو ولایتونو ته ورکول کېږي. د هرات د والي مرستیاله مونسه حسن زاده وایي، دوولس نیم زره ټنه یې د هرات برخه ده او ددې په ټکو په داسې شرایطو کې دا مرستې غنیمت دي.
همدا راز د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین رسنیو ته ویلي دا چې سبا د جمعې په ورځ (د اپرېل ۲۴مه) د روژې مبارکه میاشت پیلیږي او نن د پنجشنبې ورځ(د اپرېل ۲۳مه) چې هېوادوال د لومړنيو توکو او د يوې مياشتې لپاره د غذايي توکو د پېرلو لپاره راوتلي: "سر له سبا، په پلازمېنه کابل کې د ګرځېدو لپاره بله پلمه نشته. له خلکو غواړو، مخکې له دې چې پوليس ورسره اصولي چلن، په کورونو کې پاتې شئ."
په ورته وخت کې د کورونیو چارو وزارت ویلي و، سر له نن (د اپرېل ۲۳) به په کابل کې ګرځ بندیز په جدي توګه پلي کړي.
د کورنیو چارو وزارت دا ګام په داسې مهال دی، چې د افغانستان د روغتیا وزارت د چارشنبې په ورځ وویل، په کابل کې پر کورونا وېروس د اخته کسانو شمېره ورځ په ورځ لوړېږي.
د روغتیايي چارواکو په خبره، په کابل کې د کورونا وېروس د ډېرو ناروغانو لامل دا دی چې اوسیدونکي یې لاهم دا وېروس او د چارواکو سپارښتنې جدي نه ګڼي .











