ازبکستان اوړه او روغتیایي توکي افغانستان ته استوي

حیرتان
د عکس تشریح، هره ورځ زرګونه ټنه خوراکتوکي له حیرتان بندر افغانستان ته استول کېږي.

په ازبکستان کې افغان سفیر احمد خالد علمي بي بي سي ته وویل، د ازبکستان له لوري خوراکي او روغتیايي مواد د پنجشنبې په ورځ له حیرتان بندر افغانستان ته لېږل کېږي.

افغانستان کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ایرګشف په تاشکند کې له افغان سفیر سره خبرو کې ویلي د کورونا وېروس له امله به د دغو هېوادونو ترمنځ انساني مرستې او ټرانسپورټ روان وي.

تاشکند کې افغان سفارت وايي، نن( د اپرېل ۲) به له ازبکستان درې سوه ټنه اوړه، ۱۵۰ ټنه وریزې، ۵۰ ټنه شکره یا بوره، ۵۰ ټنه غوړي، ۵۰ ټنه سابون او روغتیايي او خوندیتوب جامې افغانستان ته ولېږل شي.

اوړه او غنم د افغانستان د خوړو مهمه برخه ده چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ له حیرتان بندر استول کېږي.

سیمه کې د کورونا وېروس خپرېدو پسې افغان بازارونو کې د اوړو بیه لوړه شوې او خلک یې سخت اندېښمن کړي دي.

قزاقستان د سیمې هېوادونو لپاره د غنمو سرچینه ده. د دغه هېواد غنم په ازبکستان کې اوړه کېږي او افغانستان ته رسېږي.

قزاقستان دا مهال د غنمو صادرات په میاشت کې دوه لکه ټنو ته ټیټ کړي دي.

د روسیې غنم د لرې والي له امله ګران تمامېږي.

هند هم د چابهار بندر له لارې افغانستان ته غنم ور کوي.

ازبکستان د سولې بهیر کې

ازبکستان منځنۍ اسیا کې له بل هر هېواد ډېر په افغان سولې بهیر کې کارند یا فعال دی.

پر ۲۰۱۷ کال د نوي ولسمشر شوکت میرزایف په واکمنېدو پسې ازبکستان د افغانستان په ګډون د سیمې هېوادونو سره ځانګړې لېوالتیا ښودلې ده.

افغانستان کې سوله او ټیکاو د ازبکستان د انرژۍ صادرولو ته ډېر مهم دي.

د چین او متحده عربي اماراتو طبي مرسته

مرسته

د عکس سرچینه، MINISTRY OF PUBLIC HEALTH

د عکس تشریح، چین او متحده عربي اماراتو هم له افغانستان سره د طبي توکو مرسته کړې ده.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د چارشنبې په ورځ وویل، له کورونا وېروس سره د مبارزې لپاره یې له چین د طبي وسایلو لوی پیټی (کارګو) ترلاسه کړی دی.

دا وزارت وايي، په دې بسته کې د کورونا د تشخیص وسایل، ماسکونه او نورې طبي الې شاملې دي.

د دوشنبې په ورځ ورځ له عربي متحده اماراتو هم د طبي وسایلو ډکه کارګو افغانستان ته رسېدلې وه.

د عامې روغتیا وزارت وايي، د عربي متحده اماراتو لخوا د کورونا د تشخیص ۲۵ زره کیټونه افغان حکومت ته سپارل شوي‌.

د دې وزارت ویاند وحید مایار وايي، د کورونا د خپرېدو وضعیت ته په کتو هڅه کوي چې د تشخیص امکانات هم ډېر کړي.

افغانستان کې د کورونا وروستی وضعیت

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مایار چارشنبه ماسخوتن ناوخته وویل چې په هرات کې د کورونا وېروس ۴۱ تازه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

له دې سره په ټول افغانستان کې د مثبتو پېښو شمېر شاخوا ۲۴۰ کسانو ته رسېدلی دی.

ښاغلي مایار لیکلي چې په تازه پېښو کې ۲۴ نارینه او ۱۷ ښخې دي او په دوی کې یو هم دې وروستیو کې له ایرانه نه دی راستون شوی.

د روغتیا وزارت په وینا، تر اوسه په کورونا اخته لس کسان روغ شوي او پنځه کسانو ژوند بایللی.