افغان حکومت او طالبانو د بنديانو پر موضوع خبرې پيل کړې

زندانیان
د عکس تشریح، د بندیانو د خوشي کولو موضوع د افغان سولې بهیر کې یوه مهمه خو جنجالي موضوع ده.

د افغان سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد، د افغانستان د ملي امنیت شورا او طالبانو منلې چې افغان حکومت او طالبانو يکشنبه په لومړي ځل د بنديانو د خوشي کولو پر موضوع تخنيکي خبرې وکړې.

ښاغلي خليزاد پر خپله ټوېټر پاڼه ليکلي چې دا خبرې د امريکا او د قطر د حکومتونو په منځګړيتوب د سکايپ له لارې ترسره شوې. ښاغلي خليلزد همدا راز ويلي دغه تخنيکي خبرې، چې له دوه ساعتونو یې زیات دوام درلود، مهمې، جدي او مفصلې وې.

د افغانستان د ملي امنیت شورا هم منلې ده چې د افغان حکومت د لومړي تماس پلاوي یکشنبه د طالبانو له استازو سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې کړې دي.

په دې تړاو د ملي امنیت شورا خبرپاڼه کې راغلي: "په دې لیدنه کې ټولو خواوو د افغانانو پر ضد د تاوتریخوالي پر کمولو، مستقیمو مذاکراتو او یوه دایمي او پراخ اوربند باندې خبري وشوې ".

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم پر خپله ټوېټر پاڼه د دې خبرو پخلی کړی دی، خو زیاته کړې یې ده چې یوازې د بندیانو پر خلاصون خبرې وشوې او پر نورو موضوعاتو به په بین الافغاني مذاکراتو کې خبرې کېږي.

زلمي خلیلزاد بیا لیکلي چې د بنديانو د خوشي کولو موضوع د سولې په بهير کې يو مهم ګام دی چې د امريکا او طالبانو په خپلمنځي هوکړه کې يې هم يادونه شوې، او له بشري پلوه هم دا موضوع حیاتي ده.

زلمي خلیلزاد ویلي چې ټولو غاړه د تاوتریخوالي کمولو، د بین الافغاني خبرو پیلولو او په افغانستان کې بشپړ او تلپاتې اوربند ته ژمنه وښوده.

د امریکا ځانګړي استازي همدا راز زیاته کړې ده چې په دې اړه به راتلونکې غونډه په یوه دوه ورځو کې د سکایپ له لارې ترسره شي.

د ملي امنیت شورا او ښاغلي خلیلزاد له دې اعلانه وړاندې یکشنبه په ارګ کې هم د بندیانو د خوشي کولو پر موضوع یوه ځانګړې غونډه شوې وه.

غني

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح، د بندیانو د خوشي کولو پر موضوع د ولسمشر غني په مشرۍ ځانګړې غونډه کې بحث شوی

په دې غونډه کې، چې ولسمشر محمد اشرف غني یې مشري کړې، پرېکړه شوې ده چې د کورونا وېروس د مخنیوي لپاره به یو شمېر بندیان له زندانونو خوشي کېږي.

خو افغان حکومت لا نه دي ویلي چې کورونا ویروس له کبله د نوې طرحې له مخې به کوم بندیان خوشي کېږي، او د خوشي کیدونکو بندیانو د شمېر په اړه هم څه نه دي ویل شوي.

د افغانستان د زندانونو د چارو تنظیم ادارې مشر احمد راشد توتاخیل په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل د زندانیانو په اړه تر اوسه بېلابېلو امنیتي، حقوقي او روغتیايي کمیټو او کابینې بحث کړی او دې ټولو بنسټونو د بندیانو د خوشي کیدو وړاندیز درلود.

طالبان ټینګار کوي چې له امریکا سره د دوی د خپلمنځي هوکړې له مخې باید لومړی د دوی پنځه زره بندیان خوشي شي، او بیا به دا ډله بین الافغاني خبرو کې ګډون کوي.

خو افغان حکومت وایي چې بندیانو خوشي کولو واک له دوی سره دی او دوی په دې اړه د امریکا له حکومت سره کومه هوکړه هم نلري. د حکومت دریځ دا دی چې د طالب بندیانو له خوشي کېدو مخکې باید په ټول هېواد کې تاوتریخوالی کم شي.

افغان حکومت همدا راز د دې خبرې تضمین غواړي چې خوشي کېدونکي طالب بندیان به بېرته د جګړې ډګر ته نه ستنېږي.

خلیلزاد

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، زلمي خلیلزاد وایي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو د خوشي کولو پر موضوع لومړی ځل تخنیکي خبرې شوې دي

امریکایي چارواکي بیا پر دواړو خواو غږ کوي چې دا موضوع دې ژر تر ژره حل کړي او خپلو منځو کې دې خبرو تته سره کېني.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي په وروستیو ورځو کې بیا بیا ویلي چې د طالب بندیانو د خوشي کولو وخت را رسېدلی دی.

د معلوماتو له مخې د افغانستان په زندانونو کې څه باندې ۳۲ زره بندیان د بند شپې ورځې تیروي.چې ویل کیږي شاوخوا لس زره يي طالبان دي.

کورونا
کورنا