افغان حکومت د کورونا وېروس له کبله یو شمېر بندیان خوشي کوي

د عکس سرچینه، ARG
افغان حکومت وايي د راتلونکو ۴۸ ساعتونو په لړ کې به په افغان زندانونو کې د کورونا ویروس د خپرېدو مخنیوي په اړه یوه طرحه جوړه کړي. د ارګ په خبرپاڼه ګې راغلي چې نن ولسمشر محمد اشرف غني پر همدې موضوع له اړوندو چارواکو سره غونډه درلوده، او پرېکړه وشوه چې ښایي یو شمېر زندانیان خوشي شي.
د افغانستان د زندانونو د چارو تنظیم ادارې مشر احمد راشد توتاخیل په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل د زندانیانو په اړه تر اوسه بېلابېلو امنیتي، حقوقي او روغتیايي کمیټو او کابینې بحث کړی او دې ټولو بنسټونو د بندیانو د خوشي کیدو وړاندیز درلود.
نوموړی وايي د ولسمشر غني په مشرۍ نن ارګ کې په دې اړه په وروستۍ غونډه کې پرېکړه په دې وشوه چې د کورونا ویروس خپریدو مخنیوي لپاره یو شمېر بندیان خوشي شي.
د افغان حکومت لخوا بندیانو د خوشي کیدو خبره داسې مهال کیږي چې د طالب بندیانو خوشي کولو موضوع د دواړو خواو ترمنځ جنجالي شوې ده، او له کبله یې تر اوسه خپلمنځي مخامخ خبرې هم نه دي پیل شوې.
خو افغان حکومت لا نه دي ویلي چې کورونا ویروس له کبله د نوې طرحې له مخې به کوم بندیان خوشي کېږي، او د خوشي کیدونکو بندیانو د شمېر په اړه هم څه نه دي ویل شوي.

طالبان ټینګار کوي چې له امریکا سره د دوی د خپلمنځي هوکړې له مخې باید لومړی د دوی پنځه زره بندیان خوشي شي، او بیا به دا ډله بین الافغاني خبرو کې ګډون کوي.
خو افغان حکومت وایي چې بندیانو خوشي کولو واک له دوی سره دی او دوی په دې اړه د امریکا له حکومت سره کومه هوکړه هم نلري. د حکومت دریځ دا دی چې د طالب بندیانو له خوشي کېدو مخکې باید په ټول هېواد کې تاوتریخوالی کم شي.


امریکایي چارواکي بیا پر دواړو خواو غږ کوي چې دا موضوع دې ژر تر ژره حل کړي او خپلو منځو کې دې خبرو تته سره کېني.
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازي په وروستیو ورځو کې بیا بیا ویلي چې د طالب بندیانو د خوشي کولو وخت را رسېدلی دی.
د معلوماتو له مخې د افغانستان په زندانونو کې څه باندې ۳۲ زره بندیان د بند شپې ورځې تیروي.چې ویل کیږي شاوخوا لس زره يي طالبان دي.










