طالبانو د زندانيانو په تړاو د ولسمشر غني فرمان د دوحې هوکړې خلاف بللى

د ویډیو تشریح، طالبانو د زندانيانو په تړاو د ولسمشر غني فرمان د دوحې هوکړې خلاف بللى

طالبانو د خپلو زندانيانو په تړاو د ولسمشر غني فرمان له امريکايانو سره د دوحې هوکړه ليک خلاف بللی دی. سهيل شاهين وايي د قطر په لاسليک شوي تړون کې ويل شوي چې د افغانانو ترمنځ له خبرو اترو وړاندې به پنځه زره طالب زندانيان خوشي کېږي. افغان ولسمشر پرون يو فرمان کې په پړاويز ډول د دغو طالب بنديانو د خوشي کولو امر کړی و. د دغه فرمان له مخې به افغان حکومت له شنبې وروسته د ۱۵ سوه طالب بنديانو په خوشي کولو پيل کوي. درې نيم زره نور به بيا د تاوتريخوالي کمېدو حال کې د ټول افغان خبرو له پيل سره خوشي کېږي. طالبان وايي د بنديانو خوشي کول یې بايد له شرطونو سره نه وي تړلي. نجما ځلا پر له کابله نور حال راکوي.