کورونا وېروس؛ تېر ۲۴ ساعتونه افغانستان کې مثبته پېښه نه ده ثبت شوې

د عکس سرچینه، AFghanistan health ministry
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هېواد کې د کورونا کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.
په تېرو څو ورځو کې دا لومړی ځل دی چې د کورونا وېروس د کومې مثبتې پېښې د ثبتېدو راپور ورنکړل شو.
خو د عامې روغتیا وزارت وياند وحيدالله مایار بي بي سي ته وویل، چې د کورونا وېروس د مشکوکو پېښو شمېر ۳۴۰ ته ورسېد.
ښاغلی مايار وايي چې ځینې روغتونونه او لابراتوارونه د ډېرو پیسو په بدل کې د کورونا وېروس ازموينې کوي چې د هغه په وینا دا سم کار نه دی او له دغو کسانو سره جدي چلن کېږي.
هغه وايي دا ازموينې یوازې د عامې روغتیا وزارت په لابراتوارونو کې چې د روغتیا نړیوال سازمان تایید کړي کېږي.
اوسمهال د کورونا وېروس ازموینې یوازې په کابل کې د عامې روغتیا وزارت په لابراتوارونو کې کېږي چې د ټولو ولایتونو مشکوکې بېلګې کابل ته لېږدول کېږي. خو د عامې روغتیا وزارت ټاکل شوې په څو ورځو کې په هرات او بلخ کې هم د روغتیا د نړیوالې ادارې له تاييد وروسته د تشخیص دوه مرکزونه پرانیستل شي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وايي اوسمهال دغه وزارت پر کورونا د اخته ناروغانو لپاره د زرو بسترونو امکانات لري او که دا رنځ پراخېږي تر شپږ زرو بسترونو ته هم چمتووالی لري.
په ورته وخت کې نن په هرات کې د یوه سل بستریز روغتون د بنسټ ډبره کېښودل شوه. ویل کېږي ولسمشر امر کړی چې دا روغتون ژر جوړ شي او چارواکي وایي په شلو ورځو کې به يې کار بشپړ شي.
ولسمشر غني ۴۰۰ میلیونه افغانۍ هرات ته بېلې کړې. په ورته وخت کې چارواکو ویلي چې د اسلام کلا پولې ته يې د حرارت موندنې نورې وسیلې او تجهیزات هم لېږلې. تر دې مخکې به د مسافرو د کتلو لپاره یوازې د تبې د سنجولو وسیله کارېده.
تراوسه په ټول افغانستان کې د کورونا ۲۲ مثبتې پېښې ثبت شوې چې ۱۳ يې په هرات، ۳ په سمنګان، دوې يې په لوګر او یوه یوه یې په بلخ، کاپیسا، دایکندي او بادغیس کې ثبت شوې دي.











