کورونا وېروس: "د کابل او نوي ډيلي ترمنځ هوایي تګ راتګ بند شو"

اریانا

د عکس سرچینه، Social Media

د عکس تشریح، نوي ډيلي کې د افغانستان سفارت وایي، د کابل او نوي ډیلي ترمنځ هوایي تګ راتګ د مارچ تر ۳۱مې ځنډېدلی

په نوي ډيلي کې د افغانستان سفارت پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې سر له سې شنبې (مارچ ۱۷مه) د افغانستان او نوي ډيلي ترمنځ هوایي تګ راتګ د کورونا وېروس په تړاو د اندېښنو له کبله د مارچ تر ۳۱مې نېټې بند شوی دی. له دې وړاندې هند له افغانستان، نیپال او مالیزیا پر ورتلونکو الوتنو بندیزو اعلان کړی و.

خو اوس په نوي ډيلي کې د افغانستان سفارت وایي چې له نوي ډيلي نه کابل ته هم الوتنې ځنډېدلې دي، او هند کې مېشت کسان باید کابل ته د تلو نورې لارې چارې ولټوي.

له دې اعلان وروسته هغه زرګونه افغان محصلین، سیلانیان، سوداګر او ناروغان چې دا مهال په هند کې دي، لږ تر لږه د مارچ میاشتې تر پایه ښایي هماغلته ایسار پاتې شي.

نوي ډيلي کې د هند سفارت وایي چې د اوس لپاره یې هر ډول قونسلي خدمتونه هم درولي او یوازې بېړني حالت کې هند کې مېشت افغانان ورسره اړیکه نیولی شي.

پاکستان کې د کورونا وېروس مثبتې پېښې ۲۰۰ ته نژدې شوې:

کوورنا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په پاکستان کې د کورونا ویروس تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې په سند ایالت کې ثبت شوي دي

په پاکستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۱۹۳ ته رسېدلی او هلته حکومت د پي ایس ایل یا د پاکستان سوپر لیګ کرېکټ سیالۍ ځنډولې دي. یوازې په سند ایالت کې د کورونا وېروس مثبتې پېښې له ۱۵۰ اوښتې دي.

د پاکستان لومړي وزیرعمران خان د نړۍ له پرمخ تللیو هیوادونو غوښتي چې د پاکستان په څېر د وروسته پاتې هیوادونو پورونه ور وبښي. نوموړي ویلي، که دا پورونه وبښل شي نو بې وزله هېوادونه به وکولی شي له کورونا وېروس سره جدي مبارزه وکړي.

پاکستان له افغانستان سره د تګ راتګ لارې لا له وړاندې تړلي او بهرنۍ الوتنې یې محدودې کړي دي.

اسپانیې او ایټالیا کې وضعیت جدي دی:

د ویډیو تشریح، کورونا وېروس؛ ایا مخ‌ماسک واچوم؟

له اسپانیې ترلاسه شوي رپوټونه وایي چې په دې هېواد کې کابو ۵۰۰ کسان د کورونا وېروس له کبله وژل شوي دي.

په دې هېواد کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر شاوخوا له ۱۱ زرو اوښتی دی. د نورو هېوادونو په حېر اسپانیې هم خپلې پولې تړلې دي.

په ایټالیا کې ډاکټران وايي چې د ټولو ناروغانو درملنه نه شي کولی، دوی ویلي اړ دي هغه کسان په نښه کړي چې باید لومړی یې درملنه وشي چې ژوندي پاتې شي.

بیرګامو روغتونو د یوې څانګې مشرې کرېستین سالارولي ویلي د دې مانا داده چې هغه کسان چې عمرونه یې د ۸۰ او ۹۵ کلونو ترمنځ وي او شدیده نفس تنګي ولري نو له امکانه لرې ده چې د هغوی درمنله دې وشي.

الجزائر او قطر کې جوماتونه بند:

کورنا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په قطر او الجزائر کې د جوماتو د تړلو پرېکړه شوې ده

الجزائر کې د فتوا کومېټې پرېکړه کړې چې د کورونا وېروس د مخنیوي لپاره د جمعې او په جوماتونو کې د نورو پنځه وخته لمنځونو جمعې دې وځنډول شي او د ټولو جوماتو دروازې دې وتړل شي. قطر کې د دې وېروس څه باندې ۴۰۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

دې هېواد کې د کورونا وېروس ۶۰ مثبتې پېښې ثبت شوي او څلور ناروغان مړه شوي دي. دوه ورځې وروسته له اروپايي هېوادونو سره هوايي الوتنې هم ځنډول کیږي.

په قطر کې هم د اوقاف او اسلامي چارو وزارت پرېکړه کړې چې سر له ننه دې جوماتونه وتړل شي او د جمعې او نورو لمنځونو جمع دې نه کیږي.

مصر او عراق کې وضعیت:

په مصر کې د کورونا وېروس له امله ۳۰۰ کورنۍ قرنطین شوې دي. په دغه هېواد کې د دې ناروغۍ له امله تر اوسه څلور تنه مړه شوي او ۱۶۶ تنه نور پر دې وېروس اخته دي. دې هېواد کې ټولې داخلي الوتنې ځنډول شوي دي.

په عراق کې د کورونا وېروس ۲۱ مثبتې پېښې ثبت شوې دي او په دې سره د مثبتو پېښو شمېر ۱۵۴ او د مړو شمېر ۱۱ ته لوړ شوی دی.

کورونا
د عکس تشریح، له ایرانه د افغان زرګونه کډوالو را ستنېدل په افغانستان کې د کورونا وېروس د خورېدو خطر زیات کړی

ایران کې وروستی وضعیت:

په ایران کې د کورونا وېروس له امله د مړو شمیر نږدې زرو ته لوړ شو. د دغه هېواد روغتیا وزارت ویاند کیانوش جهانپور ویلي د مړینې شمېر ۹۸۸ ته رسېدلی او پر دې وېروس د اخته کسانو شمېر ۱۶ زره او ۱۶۹ ته لوړ شوی دی.

په قم کې ۲۵ تنه وروسته له هغه ونیول شول چې د حضرت معصومه په نوم زیارت دروازه یې ماته کړې وه او ور ننوتي وو. دغه زیارت د چارواکو له خوا تړل شوی دی.

د کورونا ویروس مثبتو پېښو ته په کتو ځینې اټکل کوي چې ښايي په راتلونکو څو اونیو کې زرګونه کسان اړ شي چې په له کوره کار وکړي.

کورونا

د عکس سرچینه، BBC